هغه شپه له کار ځايه کورته راغلم، مېرمنې مې خواړه تیارول.تر لاس مې ونیوه، ويل مې یو څه درته وایم.

کېناسته او په خوړو يې پیل وکړ، غم مې يې په سترګو کې له ورایه لیده.

پوه نه شوم چې څنګه مې تر خولې ورته ووتل، خو باید ورته ویلې مې وای چې پر ما څه تېرېږي.

طلاق مې غوښت. په کراره مې ورته وویل، داسې نه ښکارېده چې زما خبرو دې خواشينې کړې وي، ډېر په کراره يې وپوښتل ولې؟

ځان مې ونه پوهاوه. په غوسه شوه. په لاس کې لوښی يې وغورځاوه او راته ويې ویل، ته نر نه يې! هغه شپه، نور له یو بل سره ونه غږېدو.

ژړل يې. پوهېدم چې هغه غواړي پوهه شي، په ژوند يې څه راپېښ شوي خو په رښتيا هم نه مې شوای کولای قناعت کوونکی ځواب ورکړم. نور مې نه خوښېده، یوازې مې زړه پرې بدېده.

دګناه احساس مې کاوه، د طلاق پاڼه مې تیاره کړه چې پکې کور موټر او ۳۰ سلنه هم زما د کاروبار ګټه ورته رسېده.

پاڼې مې ورکړې، ويې لوستې خو بېرته يې ټوټې کړې. په دې مانا چې هېڅ هم نه غواړي.

هغه مېرمن چې د ژوند لس پسرلي یې له ما سره تېر کړي و. اوس راته پردۍ ښکارېده، هغه چې خپل وخت او انرژي يې زما لپاره له لاسه ورکړې و خو ما نور نه شوای کولای چې تېر ژوند ته مې راوګرځم ځکه زړه مې بل ځای بایللی و.

په ژړا شوه زه د همدې شېبې په تمه وم ماته د هغې ژړا د خلاصون لاره وه اوس د هغه وخت را رسېدلی و چې زه ورته په تمه وم او د طلاق سوچ مې کاوه اوس خبره روښانه شوه.

یوه ورځ وروسته ناوخته کور ته لاړم، سترګې مې پرې ولګېدې چې د مېز شاته ناسته ده او څه لیکي، په وږي نس د خوب د خونې په لور روان شوم.

د يوه ښه سبا په اړه مې فکر کاوه چې له نوې معشوقې سره مې د لیدو ژمنه کړې وه. هغه لا په لیکلو اخته وه، ور ومې نه کتل ترې تېر شوم او ویده شوم.
په سبا يې د طلاق د شرطونو یوه پاڼه راکړه. شرطونه داسې و چې یوازې یوه میاشت وخت به ورسره تېروم او بس نور له ما هېڅ هم نه غواړي . البته په دې یوه میاشت کې به دواړه هڅه کوي چې د پخوا په څېر یو نورمال ژوند ولري.

خبره يې ښکاره او ساده وه.

زمونږ د یوازيني زوی د آزموینې وخت وه. او هغې نه غوښتل د زوی فکر يې خراب شي . ما هم ورسره ومنله، هغې یوه بله غوښتنه هم درلوده، د واده لومړۍ ورځ يې را یاده کړه. هغه شېبه کله چې زه ورسره خپلې خونې ته تللی وم.

رانه ويې غوښتل چې هره ورځ يې له خپلې خونې څخه په غېږ کې د باندې یوسم، فکر مې کاوه لیونۍ شوې به وي، دا چې له یو بل سره مو وروستۍ ورځې وې زغم مې کاوه، دا حیرانوونکې غوښتنه مې هم ومنله.

د مېرمنۍ د طلاق په اړه مې له خپلې نوې معشوقې سره خبرې وکړې. په زوټه يې وخندل حیرانونکې ده له خندا وروسته يې وویل که هرڅومره ټینګار وکړي، بيا يې هم پای بېلتون دی.

له کله چې مې مېرمنې ته د طلاق یادونه کړې وه هېڅ ډول جسمي اړیکه مو نه سره لرله.

په لومړۍ ورځ مې چې غوښتل شرط يې پر ځای کړم او له خونې يې په غېږ کې بهر ته بوزم، خوښي مې حس کړه. نازولي زوی مې چې خپل مور زما په غېږ کې ولیده په خوښۍ يې چيغې کړې واه واه پلار جان مې مور په غېږ کې اخيستې ده.

هغه مې لومړی له خونې څخه انګړ ته اوبیا مې له انګړ څخه بهر د لسو مترو په اندازه لرې بوتله هلته مې له غېږې کوزه کړه ځان راته ښه ښکاره نه شو.

مېرمن مې له هغه ځایه د بس تم ځای ته لاړه او د دفتر پر لور وخوځېده زه هم خپل موټر ته وختم او د کار پر لور روان شوم.

د تېرې ورځې پر خلاف په دويمه ورځ دواړو نور هم د خوښۍ احساس کاوه زما په سينه يې تکیه وکړه. کولای مې شول چې د جامو د عطرو بوی يې حس کړم.

راته معلومه شوه چې ډېر وخت مې خپلې مېرمنې ته په مینه نه دي کتلي پوه وم چې اوس يې هغه ځواني پاتې نه ده.

پرېشانه راته ښکاره شوه هغه اوس نور د تورو زلفو مېرمن نه وه وېښته يې سپين شوې وو، خواشينی شوم ځان مې ملامت کړ چې ما د دې مېرمنې سره څه ونکړل.

په څلورمه ورځ مې چې کله په غېږ کې واخيسته مينه مې پرې راغله له ځان سره مې وويل چې دې مېرمنې په تېرو لسو کلونو کې خپل ژوند زما له پاره قربان کړ.

په پنځمه او شپږمه ورځ پوه شوم چې زمونږ تر منځ مینه د ډېرېدو په حال کې ده معشوقې ته مې په دې اړه څه ونه ویل څومره چې ورځې تېرېدې هغې ته مې په زړه کې ځای پیدا کېده دې ورځني تمرین پیاوړی کړی وم!

یوه ورځ په سوچونو کې وه چې کومې جامې واغوندي، څو جوړه جامې يې را وغوړولې، خو کومه جوړه يې خوښه نه شوه، آه يې وکړ له ځان سره يې وویل ټولې جامې مې لويې شوې دي څومره ډنګره شوې يم. دا چې په آسانۍ سره مې بهر ويستله لامل يې همدا و.

ځان راته ملامت ښکاره شو، له ځان سره مې وویل، دا ټول زما له خوا ورکړل شوي غمونه دي په نه زړه يې خواته ورغلم پر سر مې يې لاس ورتېر کړ. زوی مې خونې ته راغئ راته يې وویل پلار جانه، بهر ته د مور د ويستلو وخت رارسېدلی دی. هغه ته دا د ژوند یو کار ګرځېدلی و چې پلار يې مور په غېږ کې اخلي بهر ته يې وباسي.

مېرمن مې زوی ته اشاره وکړه، خواته يې ورغی غېږ يې ورته خلاصه کړه او ټینګ يې په غېږ کې ونیو. مخ مې ترې واړاوه چې ويې نه وينم ډارېدم چې د دې په لیدو خپل پلان بدل نه کړم، ور وګرځېدم په غېږ کې مې واخيسته تر څو يې له انګړ نه بهر کړم. لاسونه يې مړه زما پر غاړه را تاو کړي و. ما هم ټینکه په غېږ کې نیولې وه داسې لکه د واده ورځ چې مو وي.

ډنګره شوې وه خواشينی شوم په لومړۍ ورځ مې چې کله په غېږ کې اخيسته یو ګام مې نشوای وړی. زوی يې ښوونځي ته د تلو په وخت کې ټينګ په غېږ کې ونيوه هغه نه پوهېده چې زمونږ له ژوند څخه خوښیو کډه کړې.

زه په تلوار موټر ته وختم د شرکت پر لور مې حرکت وکړ، خواشينی وم له موټر څخه په بيړه کوز شوم حتا د موټر دروازه مې هم ونه تړله وېريدم چې د هرې ورځې په تېرېدو مې نظر بدل نه شي.

په تلوار د شرکت په زینو کې پورته لاړم معشوقه مې چې زما سکرتره هم وه په وره کې را سره مخ شوه هغې ته مې وویل خواشينی یم نه غواړم مېرمنې ته مې طلاق ورکړم.

حیران حیران يې را کتل لاس يې زما پر تندي کېښود ويې ویل تبه لرې. لاس مې يې له تندي لرې کړ، ومې ویل خواشينی یم نه غواړم له مېرمنې مې طلاق واخلم.

زما او د مېرمنې تر منځ مو لرې والی له دې امله و چې موږ یو د بل خیال نه ساته نه په دې خاطر چې ما ورسره مینه نه لرله. اوس پوه شوی یم یوازې مرګ دی چې ما او هغه سره بېلولی شي ترڅو چې ژوندی یم هغه به د خوب له خونې څخه په غېږ کې بهر ته باسم.

معشوقې مې داسې حيران راته کتل لکه خوب چې ويني. ټینګه څپېړه يې پر مخ ووهلم دروازه يې په درد وتړله په ژړا شوه، په بيړه له زینو څخه لاندې راغلم موټر ته وختم د ښار پر لوري روان شوم موټر مې د ګلانو د پلورنځي مخې ته ودراوه د یوې ګېډۍ ګلونو سپارښتنه مې وکړه. پلورونکي راڅخه وپوښتل د کارت پر مخ څه ولیکم همدا چې درسره مینه لرم؟

ورته مسک شوم ومې ویل نه داسې ولیکه ترڅو چې ژوندی یم په غېږ کې دې انګړ ته وړم.

کاش چې تل مې همدا خوشالي په نصیب وای ما به هره ورځ خپله خوښي د ګلونو په ګېډیو لمانځله دا به زما د ژوند کیسه وه.

ماښام له ډېرو خوښیو سره د کور پر لور روان شوم مسکا مې پر شونډو خوره وه په ډېره چټکۍ په زینو کې پورته شوم په بیړه خونې ته ننوتم خو درېغی چې په ژوند کې مې دا ورځ نه وای لیدلې مېرمن مې په کټ پرته وه خو نوره د ژوند له ستونزو خلاصه وه!

میاشت کیده چې له سرطان سره لاس او ګرېوان وه او زه له خپلې معشوقې سره په مزو اخته وم هغه پوهېده چې ژوند يې لنډ دی.

زمونږ په بېلتون کې یې یوازې زموږ د نازولي زوی د نه خپګان لپاره ځنډ راووست. دا ټول ددې لپاره چې زه د زوی په فکر کې یو ښه خاوند او یو ښه پلار ښکاره شم.

۱۳۹۳/۰۳/۲۸

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *