په يوه څيړنه کې ،چې په دې ورستيو کې دلافايت پوهنتون له خوا تر سره شوه د دوو هورمونونو اکسيتوسين او کورتيزال اندزه په ۱۵ جوړو هلکانو او نجونو ،چې په خپل منځ کې ېې صميمانه دوستي لرله له مچو اخيستنې مخکې او وروسته اندازه کړل.

څيړونکو له انتظارسره سم داکسيتوسين هورمون دعاطفي هورومون په ډول وپيژانده او په هره جوړه ېې (هلکانو او نجونو) کې ېې زياتوالی وليد او همدارنګه ېې دکورتيزال هرمون ،چې داسټرس درامنځ ته کيدو لامل وودمچو دکموالي له امله په نجونو کې وليد.

څيړونکي ددې پايلوڅخه حيران وو ځکه ؤچې داکسيتوسين يواځې په هلکانو کې زيات ووځکه ،چې هغوی له مقابل لوري (نجونو)څخه مچې اخيستې وې .

لومړی مچو

د تکساس پوهنتون دخلکو پيژندنې دبرخې ريس پروفيسر وان بيرنټ په خپلو څرګندونو کې وايي چې اولين مچو عاشقانه له ميلاد څخه ۱۵۰۰ کاله مخکې په هند کې اخيستل شوې ،له دې وړاندې هيڅ بل عاشقانه درک وجود نلري ،ددې څيړونو پايلې دنقاشي ،مجسمو او ځينو نورو لارو چارو څخه لاس ته راغلې دي .

هغه مچو ګانې ،چې اوس مهال ېې رواج پيدا کړی په لومړی ځل ېې په روميانو کې شهرت پيداکړی و،روميانو دسلام اچولو په وخت کې يو بل مچو کول ،هغه ګوتې او نور طلاېې سامان آلات ،چې دلويو خلکو په لاسونو کې به و هغه ېې مچو کول ،او مجسمې ،چې دوی به خدايان بلل هغه به ېې هم مچو کولې او له دې لارې به ېې يو بل ته احترام کاوه.

روميان ډير ژر متوجه شول ،چې مچو اخيستل په بيلابيلو برخو کې ځان ځانته معناوې ولري نو په همدې دليل ېې دمچو ډولونه په بيلابيلو نومونو ياد کړل .

د مثال په ډول

اسکيوليم: د دوستۍ له مخې مچو

باسيوليم:دعشق او محبت مچو

سويوليم:ژوره مچو

دمچو تاثير

۱ کله ،چې څوک مچو کوو ۲۹ عضلې مو فعاليږي .

۲مچو دزړه ضربان په دقيقه کې ۱۵۰ ځلې او دويني فشار ته ۱۸۰ ميلېمتره زياتوالی پيداکوي .

۳ارواپوهان په دې عقيده دي ،چې هغه ښځه او ميړه،چې څو کله پرلپسې يو بل مچو کوي له يو بل سره تړونکې اونه بيلېدونکې اړيکې لرې

۶مچو دعمر په اوږدوالي اثر پريباسي کله ،چې دوه کسه مچو اخلي يو بل ته خاندې ،چې دا دانسان په دننه باندې هم تاثير کوي .

۴ مچو اخيستنه د دو طرفو دزړونو عکس العمل دی .

۵له مچو کيدو سره مونږ ته ښه احساس راپه برخه کيږي پوهان وايي ،چې دانسان جوړښت داسې دی ،چې ديوې مچو په اخيستلو سره دبلې داخيستلو انتظار کوي ،کله ،چې مونږ دمچو کيدو په حال کې يو زمونږ دغاښونو په منځ کې يو ډول کيماوي مواد تر شح کيږي ،چې دا ددې لامل کيږي ،چې بلې مچو ته هم تمايل پيدا کړو.

۶ په هغه څيړنه کې ،چې په ۱۹۹۷ کال کې دپرينستون په پوهنتون کې تر سره شوه څيړونکي دې پايلې ته ورسيدل ،چې دانسان مغز داسې يو ډول سلولونه لري ،چې دی دې ته ېې هڅوي ،چې په شپه کې دخپلې معشوقې شونډې پيداکړي داتعجب نده ځکه ډير د ودونو والا کسان په نيمه شپه دمچو اخيستلو څخه زيات خوند اخلي .

۷ ارواپوهان او ډاکتران په دې عقيده دي ،چې هغه څوک ،چې دکور دوتلونه مخکې مچو اخلي ډير کم په ناروغۍ اخته کيږي .

۸همدارنګه هغه څوک ،چې له کوره دمچو اخيستلو وروسته بهر وځي ډيرې کم له پيښو سره مخ کيږي ،۲۰تر۳۰ سلنه پورې دنورو په پرتله دکور آمد لري ،او په متوسط ډول دنورو څخه پنځه کاله زيات عمر لري .

۹ داکتر آرتو سازبويکې دهغو فعالو څيړونکو څخه ده ،چې په دې څيړنه کې ېې ونډه اخيستې وايي دبرياليو کسانو يو دبرياليتوب راز دادی ،چې خپله ورځ مثبته او په زړه پورې پيلوي او داپه زړه پورې والی په يوه مچو کې دی .

۱۰ دغاښونو ساتنه کوي

په انګلستان کې د غاښونو دساتنې دټولنې مشر ډاکتر پيتر ګوردن وايي :له ډوډي خوړولو وروسته زمونږ غاښونه دخوګو موادو څخه ډکيږي ،چې زمونږ په غاښونو کې پاتې کيږي ،چې مچوکيدل ددې موادو په لرې کيدو کې مرسته کوي ،دلاړو په جريان کې مرسته کوي .

۱۱ اسټرس (ذهني فشار) له منځه وړي

يوه عاشقانه مچو داسټر په له منځه وړلو کې مرسته کوي ،داروايي ناروغيو مشارو مايکل کې مکناب وايي کله ،چې مچو اخيستل کيږي زمونږ غاښونه دخنديدو له حال سره مخامخ کيږي له هغه ځايه زمونږدبند حرکات له دې ځای سره اړيکه لري او داغير ممکن دی ،چې څوک خاندې او هغه دې اسټرس ولري او داهم بايد هيره نکړو ،چې کله مونږ مچو اخلو زمونږ عضلات او سترګي سستيږی ا و په راحتي حالت باندي بدليږي

۱۲ وزن کموي

په څومره وخت کې وتوانيږي ،چې دامار ترسره کړی ددې لپاره ،چې صرف نيم کيلو وزن کم کړی بايد ۳۰۰۰ کالوری وسوځوی يعنی د۳۰۰۰۰ دقيقو په عوض يواځې يوه اوږده مچو واخلی ،چې دا دبدن ميتابوليزم لوړ بيا يي،او ددې لامل کيږي ،چې قندي مواد په بدن کې وسوځوي دکالوري دمصرف اندازه په مچو پورې تړلی دی اما په اوسط ډول ويلای شو ،چې په هره ۱۰ دقيقو کې ۱۰ کالوري مصرف کيږي .

۱۳د جنسي اړيکو په معلومولو کې مرسته کوي

د مچو اخيستلو په وخت کې دمقابل لوري تمايلات ارزيابي کولای شو،چې ادامه ورکړو يانه.

۱۴ په نفس اعتماد زياتوي

3 thoughts on “د مچو اخيستنې ګټې/ ژباړن:ساحل منګل”
  1. مننه خورا په زړه پورې مالومات مو را غونډ او وړاندی کړی. خو زموږ په هیواد کې عاشقانه مچو نه ان عاشقانه نظر هم د مرګ سبب کیږي. هر هیوادوال مو مین دی خو که بیا پوه شي چې خور یا لور یې له چا سره مینه لري نو د ټوپک میل یې په سر ور ایږدي او له دنیا یې رخصتوي، ډیر د افسوس ځای دی.

  2. ، ښه لیکنه ده
    خو یو خو لري

    خوګو

    (وروسته زمونږ غاښونه دخوګو موادو څخه ډکيږي)

    ؟موخه مو د خوږو موادو لیکل و که څنګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *