دزابل اوسیدونکي وايي په ډیرو سختو حالاتو کې يې دټاکنو په دوهم پړاو کي پراخ ګډون کړی او باید ددوی رایو ته پوره درناوی وشي. دوی وايي که ددوی رایو ته درناوی ونشي نوبل ځل به په ټاکنو کي ګډون ونکړي.
دوی همداراز دولسمشرۍ ددواړو نوماندانوڅخه غوښتنه کوي چي دټاکنو دپایلو دمنلو ترڅنګ دهرډول ګډوډي مخنیوی وکړي.
دااوسیدونکي دټاکنو پرخپلواک او شکایت اوریدلوکمیسونو باندي ږغ کوي چي خپله خپلواکي وساتي اوهیواد دهرډول بحران څخه وږغوري او دنړیوالې ټولنې څخه غواړي چې دټاکنو دپایلوتراعلانیدو پوري ددواړو نوماندانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
بل لورته بیا دزابل امنیت امر ډګروال غلام جیلاني خان فراهي وايي دټاکنو په دوهم پړاو کي خلګواوامنیتي ځواکونو زیاتې قربانۍ ورکړې او باید ورته پوره درناوی وشي اوددواړو نوماندانو دپلویانوڅخه غواړي چي دګډوډۍ درامنځ ته کولو څخه ډډه وکړي.
په زابل کي خلګ پداسي حال کي دنړیوالې ټولنې څخه دمنځ ګړیتوب غوښتنه کوي چې دنورو ټاکنو پّ پرتله پدې ولایت کې خلګو په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی وو اوامنیتي ځواکونه يې دامنیت په ساتلو کې بریالي برېښیدل.
احمدولي سرحدي – زابل