ټاکنې د يوه مشروع حکومت د رامنځته کېدو لپاره يوازینۍ او تر ټولو غوره لار ده. د يوه هېواد ټول خلک، هغه چې د قانون له شرايطو سره برابر وي، په کې په ازاده توګه د دې لپاره ګډون کوي څو د ځان د ښې راتلونکې جوړولو لپاره د خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي او هغه (کانديد) خپل زعيم وټاکي.
ټاکنې نږدې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ترسره کېږي او هره ټولنه په خپلواکه توګه، د خپلې ارادې او فکر له مخې د ځان لپاره مشر ټاکي، دغه لاره تر بلې هرې يوې اغېزمنه تمامه شوې، که څه هم ښايي نيمګړتياوې ولري. د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو سره چې کله نوى نظام رامنځته شو، ټاکنې د افغانستان د قانون برخه شوې او دا دى تر اوسه شپږ ځلې ټاکنې ترسره شوې، چې که ووايو تر ډېره بريالۍ هم وې. بريالۍ په دې معنا چې په افغانستان غوندې يوه هېواد کې چې شاوخوا دېرش کاله يې په نا امنيو او جګړو کې تېر کړي دي او په دې موده کې د جنګسالارانو او زورواکانو د کشمکش او غوبل ځاى پاتې شوى و او لا هم د دغو زورواکو او جنګسالارانو پر ټولنه اغېز پاتې دى، د ټاکنو له لارې د يوه مشروع حکومت بنسټ کېښودل شو او په همدې ترتيب دا دى تر اوسه دوام لري.وروستيو دوه پړاوه ټاکنو (د وري د ١٦مې او د غبرګولي د ٢٤مې) ته که فکر وکړو له نورو مخکنيو پړاوونو سره يې جوت توپير ليدل کېږي. توپير په دې مفهوم چې تر مخکنيو ټاکنو وروستۍ دوه ځلې ټاکنې رڼې وې، د خلکو ګډون په کې ډېر و، عامه ذهنيت او پوهاوى په مراتبو تر مخکنيو دورو ښه و، اسانتياوې ډېرې وې، د نظارت پروسه نسبي ښه وه، زورواکي او زور وهنه هم تر نورو درورو يو څه په کې کمه وه.د ټاکنیزو کمېسيونونو چارې افغانانو په لاس کې واخيستې، د دغو کمېسيونونو د کمېشنرانو په ترکيب کې د هر قوم او هر ګوند غړي وګومارل شول او که بالاخره ووايم امنيتي ارګانونه هم د هغه وخت په پرتله قوي او ملي شوي دي. دويم پړاو ټاکنې پرته له دې چې افغانان ووايي، اړوندو نړيوالو ادارو وستايلې، رڼې او مشروع يې وبللې، لکه ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا او له ټاکنو د اروپايي ټولنې د څار شبکې، د سيمې هېوادونو هم د ټاکنو د رڼو ترسره کېدو له امله د افغانستان خلکو او حکومت ته مبارکي وويله، په داخل کې ټيفا او فيفا هم تر لومړي دوردغه ټاکنې رڼې وبللې. که څه هم پر دې سربېره درغلۍ او ستونزې وې خو په هغې کچه نه چې د ټاکنو مشروعیت دې په بشپړ ډول له منځه یوسي.
نو په همدې توګه عبدالله هم پوهېږي چې ټاکنې نه ګټي او ماتې يې طبعاً منلې هم ده خو په څو دليلونو يې پښې په يوه موزه کې کړې دي: ١- دا چې ټاکنې د ده سيال (اشرف غني) يوړې، نو اوس غواړي په يو نه يو ډول د غني بريا نړيوالو ته ضعيفه وښيي او داسې يې ورته وانمود کړي چې ګواکې په درغليو راغلى دى.٢- د اټکليزو شمېرو له مخې، د غني پر عبدالله شاوخوا يو نيم ميليون رايې ډېرې دي، عبدالله په دومره لوړ توپير د رايو ډېروالى نه شي زغملى، ځکه هم يې ټيم او هم يې نړيوالو ته موقف او ولسي ملاتړ کمزورى ښودل کېږي، نو دى غواړي له دغه شرم نه ځان وژغوري، نو کوښښ کوي غني ته لوېدلې رايې تقلبي وبولي او فشار راوړي چې تر يوه بريده يې راکمې کړي او توپير يې ورسره په کم واټن کې پاتې شي.٣- بل دليل يې دا دى چې نوموړي د ټاکنو په دوو پړاوونو کې په درېغه لګښتونه وکړل، خپلې او د نورو پيسې يې بې درکه ولګولې، ملاتړو ته يې ژمنې ورکړې وې، خپلو ملاتړو هېوادونو ته يې هم د خپلې بريا ډاډ ورکړى و، له هغوى ترلاسه کړې پيسې يې هم لګولې، خو اوس چې يې د ناکامۍ نارې سورې غږېږي، نو دى مجبور دى دغه تاوان تر يوه حده جبران کړي، نو اوسنى دريځ يې ورسره مرسته کوي چې نړيوال او حکومت يو څه لاس ورسره يوسي.
٤- دى په دې توګه غواړي ځان ته د خټې پزه جوړه کړي، خپلې درغلۍ پټې کړي، د دې پر ځاى چې د خلکو پام د ده ناکامۍ ته ور واوړي کوښښ کوي راپورته کړو لانجو ته يې ور فکر کړي او داسې تر پام ورکړي چې ګواکې دى بريالى و خو درغلي ورسره وشوه. د عبدالله عبدالله موقف، سابقې او حالت په کتو دا تمه ترې لرې نه وه چې په دغسې يوه وضعيت دى نرمه غاړه را واخلي، حتما به يې په يوه غير مدني حرکت لاس پورې کړى و، خو که نړيوال ځواکونه نه واى او يا په خپله د افغانستان امنيتي ارګانونه لکه د مخکې کلونو په څېر واى چې ټول پرسونل او سرتېري يې يې له خپلې ډلې واى. د شکر د ادا کولو ځاى دى چې ياغيان مو اوس ياغي سرونه نه شي وړاى او که خير حالت نور هم د سمېدو پر لور روان دى.