محور ورځپاڼه

د افغانستان د ملي ‌امنیت محرمو اسنادو ته د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټيم لاسرسي د کورنیو رازونو د خونديتوب په تړاو په ټول افغانستان کې وېره خپره کړې ده.

پرون د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي کمپ د انتخاباتو د کميسیون د دارالانشا د مشر هغه تلیفوني غږونه خپاره کړل، چې له ملي امنیت پرته یې څوک د ثبت حق نلري.

یوه سرچينه وايي، دا غږ د ملي‌ امنیت له خوا ثبت شوی، خو دا چې څرنګه د همپالنې د ټیم لاس ته ورغلی، د کميسیون د غړي له خوا له تر شوې ګناه په مراتبو خطرناک جرم دی.

له حقوقي اړخه ددې قضیې څارونکي‌ وايي، که دا غږ د همپالنې ټيم ثبت کړی وي، ددغه ټیم مشران باید د ملي امنیت له خوا ژر ترژره ونیول شي.

په یو نا ببره اقدام کې د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله د یو غږیز کلپ په خپرولو سره ادعا کړې، چې دانتخاباتو کميسیون ددارلانشا ريیس د ده پرضد په ټاکنو کې په درغلیو کې ښکېل دی. سره له دې چې نانندرۍ د انتخاباتو له لومړۍ ورځې شروع دي، خو یاد غږيز کلپ عامه ذهنونه سخت ویرولي دي. کومې سرچینې تایيد کړې نده، چې عبدالله عبدالله دغه غږونه له کومې منبع او څرنګه ترلاسه کړي دي، خو اصولاً‌ یوازې د افغانستان ملي امیت، کورنیو چارو وزارت د قوي شک او شواهدو لرلو په صورت کې چې فکر کوي، د یو وګړي ‌عمل ملي‌ ټیکاو ته ګواښ دی، د غږ په ثبتولو لاس پورې کولای شي.

په انتخاباتو کې په امرخېل د درغلیو تر ادعا وړاندې اوس دا قضیه جدي شوې، چې د ملي امنیت محرمو اسنادو ته څرنګه د عبدالله عبدالله پلویانو لاسرسی موندلی او ددغه مهم امنيتي ارګان له خوا د ملي رازونو په ساتنه څومره باور کېدای شي؟

ځینې سرچينې وايي، چې پخوانۍ شمالي ټلوالې په ملي‌ امنیت کې ژورې رېښې کړې او ټوله اداره د خپلو شخصي معاملو په خدمت کې ساتي، خو ځینې کتونکي بیا ادعا کوي، چې دا غږونه د عبدالله عبدالله انتخاباتي کمپ ثبت کړي دي.

په دواړو حالتونو کې د ملي امنیت حیثیت ته جدي زیان رسېدلی شي؛ که یاد غږیز ثبت له ملي امنیت ارشیف څخه راوتلی وي، نو کېدای شي، په دغه اداره د خلکو باور سخت زیان وويني او که دا غږونه له ملي امنیت د باندې ثبت شوي وي، هم د ملي امنیت لپاره لویه ننګونه ده، چې څرنګه دداسې دستګاوو او کړیو په محارولو ندي توانېدلي، چې پخپل سر ملي‌ خیانت ته لاس غځوي او د خلکو د شخصي حریم مصونیت یې له منځه وړی دی.

د حقوقي‌ چارو متخصصین وايي، ملي امنیت مکلف دی، چې تر امرخېل مخکې ددې ستر جرم او رسوايۍ په تور د همپالنې ټیم مشران زندان ته واستوي. ددوی په باور ملي امنیت دې زر ترزره ددې پیښې سپیناوی ورکړي او هغه کسان دې په ډاګه کړي، چې له ملي امنیت څخه یې له همپالنې ټيم سره ددې محرمو اسنادو په لیک کولو کې مرسته کړې ده.

حقوقي څارونکي همدا راز وايي، چې که دا اسناد د ملي امنیت یا کورنیو چارو وزارت له ارشیفونو څخه وتلي ندي، نو قضیه لاپیچلې کېدای شي او په تړاو یې د همپالنې ټيم سیاسي فعالیت بندېدلای شي. ترټولو لویه ویره داده، چې د عبدالله عبدالله ټيم له کومې مرجع څخه ددې غږونو دثبت اجازه ترلاسه کړې ده، دا اجازه یوازې د محکمې صلاحیت دی.

له بله اړخه که دغه کلپونه ملي ‌امنیت ادارې یا کورنیو چارو وزارت د عبدالله عبدالله ټيم په واک کې ورکړي وي، نو د بدلون او دوام ټیم د غړي عباس نویان په وینا چې یاد ارګانونه په انتخاباتو کې د خپلې بې طرفۍ ناقضین دي.

د مخابراتو وزارت يو پخوانی چارواکی وايي، د افغانستا د قوانينو د حکم له مخې، هېڅوک په هېڅ مورد کې د چا د شخصي مکالمو د اوريدو او ثبت حق او صلاحيت نه لري، پرته له هغو مواردو نه چې ملي امنيت ته خطر پېښ وي، هغه هم په داسې حال کې چې د امنيتي ادارو وړانديز او د لويې څارنوالۍ کتبي حکم موجود وي. دغه چارواکی زياتوي، البته شرط پکې دا دى، چې له ثبت شويو موادو نه فقط امنيتي ادارې استفاده کولاى شي، نور چې هر څوک د چا شخصي مکالمو ته نفوذ کوي، دا د هغه شخص پر شخصي حريم تېرى بلل کيږي: (( ښاغلى امرخېل د اقامه دعوا او اعاده حيثيت حق لري او چا يې چې مکالمې اوريدلي، هغه هماغومره پړه دي، لکه غله چې د چا پر کور وراوړي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *