افغانستان نوې د ولسواکۍ نوې ساه اخیستل زده کړي. د ډیموکراسۍ په ټولو اصولو که پوه نه یو، خو ولس مو د ټاکنو په ارزښت پوه سوی. ټاکنو ته د ملي ارزښت په سترګه ګوري او د خپل دې ملي ارزښت څخه ننګه او دفاع کوي. د ۱۳۹۳ل کال د ولسمشرۍ په لومړي ځل ټاکنو کې عبدالله عبدالله تر ټولو مخکښ نوماند و او تر ټولو یې ډېرې رایې اخیستې وې. پر دې سربیره چې په لومړي ځل ټاکنو کې په لویه کچه تقلب او درغلۍ سوې وې، د هرات درغلۍ ته په کتو سره ډېره درغلي د عبدالله ټیم کړې وه.

په دوهم ځل ټاکنو کې یواځې دوه نوماندان چې تر ټولو یې ډېرې رایې وړې وې، خو (۵۰+۱) رايې یوه هم نه وې پوره کړې مخ ته سول، چې پکې عبدالله د بریالیتوب خواته ور څرمه و، افغان ملت اوس له په خوا ډېر وېښ سوی او په ولسواکۍ باوري سوی. هغوی اوس تش وګړي، ژبې، او حزب ته خپلې رایې نه ورکوي، بلکي د یو نوماند تګلارې، پوهې او وړتیا ته رایې ورکوي.

دواړو سیالو ټیمونو په خپلو مبارزو پیل وکړ، یوه ټیم د شب نامو په غورځولو، د کفر په ټاپو وهلو، لفظي بریدونو، ائتلافونو، ناوړه سابقو او انډیوالیو، د دولتي امکاناتو په کارولو لاس پورې کړ. له بلخه رانیولې تر کندهاره، له پنجشیره تر واشیره (د هلمند یوه ولسوالي) یې ټول هغه کسان له ځان سره یو کړل چې په باور یې ولس تر شاه ولاړ دی. بل ټیم په خپلو مبارزو د پیاوړتیا، په هغه ولایتونو کې چې په تېر ځل کې یې پکې کمې رایې وړې وې په کمپاینونو، د منشور او تګلارو په خپرولو، د خلکو د زړونو په خپلولو، مناظرو کولو، د ځوانانو پام خپل لور ته په اړولو، د ناظرینو د ښه ټیم برابرولو، د ولایتې، او مرکزي کال (اړیکو) د سنټر په جوړولو، او بلاخره ملت ته په ملي لکچر ورکولو بوخت و او خپلې هڅې یې د خپل سیال ټيم د تخریب پر ځای د خپل ټیم پیاوړتیا او د ولس په منځ کې په کار کولو مصرف کړې.

دا څرګنده خبره ده چې افغانان د اوسپنې په څېر د جګړې په کُره کې پاخه سوي. په دې ډول لفظي حملو، پټکو او ډارونکو الفاظو او چلنجونو مېړنی افغان ولس نه سي ویرولی. ځکه هر ډول لفظي بریدونه او غورې بې معني او بې ځایه دي. په لسګونو داسي ځوانان، قومي مشران او آن میرمنې مې ولیدې چې د عبدالله د ټیم د ګواښونو له کبله یې دهغه ملاتړ پرې ایښی او د اشرف غني ملاتړ یې پیل کړی. په ولس کې هم دا روحیه چې اشرف غني ته رایه ورکړي له دوو اړخونو پیاوړې سوه، یو دا چې د عبدالله ټیم له زور، زر او لفظي بریدونو کار اخیست او ټیم یې تریخ ژبی دريځ لاره او لري یې. بل دا چې د اشرف غني ټیم له ولس سره نږدې پاته سو او د ولس زړه یې په لکچرونو او برنامو خپل او وېښ کړ. ددوهم پړاو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د غني ټیم هغو ولایتونو ته ډېر پام وکړ چې په تېر پړاو کې یې پکې کمي رایې اخیستې وې.

که څه هم لیکوال د کوم ځانګړي نوماند په ګټه خپله رایه کارولې وي، خو د لیکنیز دود، اعتدال، او بې طرفۍ ته په کتو. دا سمه ده چې د غني تر ټولو لویه تېروتنه د افغان ولس په فکر له دوستم سره سیاسي یوځایوالی دی، خو که فکر وکړو دوستم هغومره شعوري او بحراني پلانونه نه لري، لکه (عطا محمد نور) چې یې لري او تر دې دمه یې له محقق سره په مادي کڅوړه لاس ننیستلی او په معنوي لحاظ یې بیا له دانشګاه نیولې، او په تذکرو کې د (آفغان) د کلمې سره مخالفت کړی او کوي یې. دا چې څومره د تعصب پلوي او څومره خیانتونه یې کړي، ولس ته پوره جوته ده. دلته زما په دې وړه لیکنه کې یې نه زه په تفصیل سره وړاندي کولی سم او نه یې هم په دې وړو کرښو کې پټولی سم.

ددې لیکنې څخه هدف د اشرف غني ملاتړ او دهغه ننګه نه، بلکي د قانون، ملي ګټو، ولسواکۍ او افغان ملت څخه ملاتړ او دهغوی ننګه کول دي. د مغلو مشر شهنشاه اکبر چې کله د پښتنو پر وړاندي جنګېده، درې ځله یې ماتې وخوړه، له خپلو وزیرانو سره د ناستي په ترڅ کې یې خبره وکړه چې پر پښتون قام په زور بریا نسو خپلولای، صفویان او فرنګیان هم همدې نتیجې ته رسېدلی و. روسانو هم همدا خبره درک کړې او د تاریخ په کرښو کې دا په څرګندو ټکو لیکلي چې د افغان ملت سره زور ساز نه کوي. په ۲۰۰۱ز کال کله چې نړیوالې ټولنې د امریکا په مشرۍ غوښتل افغانستان ته راسي، هغوی له انګریزانو او روسانو سره د افغانانو او افغانستان په اړه خبرې وکړې، یوه خبره چې ډېره پورته او کښته کېدله، هغه دا چې پر افغانانو په زور بریا موندل ستونزمنه خبره ده او یا که بریا هم وموندل سي، دوام نسي کولای. دا چې نن اټکل بایلونکی لوری د ټوپک مانوري کوي، او د ټوپک په ژبه خپله ماته په بریا اړول غواړي، نه ولس ته د منلو ده او نه یې هم نړیواله ته د منلو وړ ده.

نه یواځې کورنی تاریخ، بلکي نړیوال تاریخ هم په خپله غېږ کې په څرګندو دا ټکي ساتلي چې افغانان په زور نه خپلېږي، زه نه پوهېږم چې عبدالله او دهغه ټیم د افغانستان تاریخ نه دی لوستی او که یې مشاورین دومره ناپوه دي چې ورته ناوړه مشورې ورکوي. له دوهم پړاو ټاکنو څرګنده سوه چې ولس د یوه نوماند تر شا ودرېدی او هغه ته یې خپلې رایې ورکړې، بیا هم د اصلاحاتو او هم پالنې له لفظي بریدونو لاس وا نه خیستی. لومړی یې د خلکو رایو ته سپکاوی وکړ، او دهغوی پر ولسواکۍ د باور مزي ته یې په خپلو لفظي بریدونو زیان واړوی. مخکي او وروسته یې د زور خبرې کولې، عبدالله دومره بدحالۍ اخیستی چې په ډېره بې رحمۍ سره پر ولس د ناسنجول سوو الفاظو ګزارونه کوي. یوه شپه یې له ارغندیوال، او انجینر محمد خان سره هم لفظي بریدونه کړي وو او له هغوی سره یې په دې شخړه کړې وه چې ولي یې د پښتنو په سیمو کې لږ رایې خپلې کړې.

هغه کسان، که په هر څومره لوړ موقف کې وي، چې ولسواکۍ ته خطر رسوي، قانون تر پښو لاندي کوي، د شخصي ګټو لپاره ملي ارزښتونو ته زیانونه اړوي، او د ولس سرښندنې او پر ولسواکۍ باور کولو ته په سپکه ګوري، هغه یواځې د خپل شبکې د ګټو په فکر کې دي، هغوی د ولس په اړه سوچ نه کوي.

د پښتني ولایتونو رایو ته په سپکه کتل په ملت کې یو لوی درځ راویستل او ملي خیانت کول دي، ځکه خلکو هر راز ستونزو او مشکلاتو ته مخه کړه او رایې یې واچولې، ۳۸ سلنه میرمنو رایې واچولې، د سروبې خلک خو پرېږده، د خوست دوه لکه وګړي له رایو ورکولو محروم پاتې شول.

اروپایې اتحادیې او ناظرینو یې دوهم پړاو ټاکنې تر لومړي ځل ټاکنو شفافې او قانوني وبللې، بهرنیو د افغانانو په ځانګړې توګه میرمنو ستاینه وکړل چې په سختو حالاتو کې یې رایې واچولې. د ناټو مشر-راسموسن د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې له تېر ځل څخه رڼې او مناسبې وبللې. د ایساف مشر په خپلو خبرو کې د کابل د امنیت د ساتلو یادونه وکړه او ویې ویل چې ګڼي ۳۰۰۰۰ ایساف سرتېري د کابل امنیت ته چمتو دي، او لفظي برید کوونکي یې پوه کړل چې نسي کولای د کابل او یا کوم بل ولایت امنیت ګډوډ کړي.

حقایقو ته په کتو، د عبدالله او ټیم غوښتنې یې قانوني او حقوقي بنسټ نه لري. سیاسي غوښتنې دي، غواړي د خپلو فشارونو له لارې د تحول او دوام پر ټیم فشار راوړي، تر څو ورته په راتلونکي حکومت کې مناسب ځای او ونډه ورکړل سي. تر کومه چې د تحول او دوام ټیم له تګلارې معلومېږي. هغوی نه مشراکت ته غاړه ایښې وه او نه هم ورته غاړه ږدي، ځکه هغوی د ملت په رایو د دولت مشري ګټلې.

مشرانو ته تر خواست کولو وړاندي عبدالله ته یوه توصیه ده چې نور تر کاسې لاندي نیم کاسه ساز نه کوي. د یو قوي اوپوزیسیون مشري ورته مناسب کار بولم. زموږ مشران باید ولسواکۍ او ملي ګتو پام وکړي، نه د ځاني او حزبي ګټو. هیڅ کله باید مشراکت ته ترجیح ور نه کړل سي، که د مشارکت خبره سمه وای، نو بیا ولي ولسواکۍ په اړه فکر کوو؟ ولي مو دومره قربانۍ ورکولې؟ چې په هرات کې د سپین ږېرو د شهادت ګوتې شهیدانې سوې. ننګرهار کې ماشومې ککرۍ په مرمیو سورۍ سوې. مشارکت د ولس رایو ته سپکاوی او د ولسواکۍ وژل دي. افغان ولس به هیڅ کله هغه ولسواکې چې نوې یې د ولس په منځ کې ساه اخیستې د یوه حزب، فرد او ډلې د نا مشروع غوښتنو او مشارکت قرباني نه کړي. راتلونکی ولسمشر چې هر څوک وي، باید له مشراکته ډډه وکړي، او د ولسواکۍ، قانون او نړیوالو اصولو درناوی وکړي. د افغان ولس پر زخمونو پټۍ ولګوي ترڅو د یوه مشروع ملي زعیم په توګه د ولس د سیاسي نظام واګي په لاس کې واخلي او د سالمې ولسواکۍ له لارې مو د هیواد نړیوال حیثیت خوندي او هر افغان مو د جګړې له اوره او فقره راوباسي.

له محور ورځپاڼې مننه کوم چې لیکنه یې خپره کړه.

0 thoughts on “لفظي بریدونه، مشارکت، او د هیوادنۍ ګټو خطر / آغامحمد قریشي”
  1. د آغا محمد ورور له دې لیکنې مننه ! خو ډاکټر صاحب عبد الله عبدالله او ور سره ټیم یې هم باید په خپل ګرېوان کې سر ټيټ کړي او خپل عملونه دې یو یو تر نظر تېر کړي چې دوی څه کړي او څه کوي ؟ کلي په زور نه کېږي . له خپل انساني هنر څخه دې کارواخلي آغا محمد ورور ریښتیا او سپینې خبرې ور ته کړې او روغه مشوره یې ورکړې . له تا جکستان او ایران څخه همدغه افغانان پښتانه تاجکو ، هزاره وو . ازبکو او نورو قومونو ور ته ښه دي . ایران زموږ پخوانی دښمن دﺉ د منځنۍ آسیا مشران هم هغه خلک دي چې په خپلو جوماتونو کې یې د روسانو په خوله تیاتورونه ، او د امام بخاري په لوی جومات او مدرسه کې یې د آسانو طویلې جوړې کړې . ایران په خپل هېواد کې له سني ایرانیانو سره څه عملونه تر سره کوي ، نو له موږ سره به د مذهبي تعصب او ګورګیني غچ ایستو په ټس کې څه وکړي ؟ ؟؟؟ !!!! ……هغوی په پټه کې له امریکې او اسرا ایلو سره پټې معاملې لري او د افغانستان پر سر د خپل اتومي پروګرام د خوندي کولو په خاطر د ناروا معاملې پر پوله ولاړ دﺉ . نو له تاجیکو او هزاره وروڼو سره به څه صداقت وکړي پرته له منافقته . راځۍ په خپلو کې سره جوړ شۍ ، بس دﺉ . افغانستان (۴۴) کاله وران شو . نور یې مه ورانوۍ جوړ یې کړۍ . د سوکاله او یو موټی خپلواک هوسا او بسیا افغانستان په هیله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *