يو شور وو دباندى چى اول كم وو ، خو وروسته زيات سو . زما په خيال چى د يو چا شخړه وه چى زما غبرګو زامنو دننه له دوكانه ورته كتل چى مذدوران مو هم ورسره ولاړ وو او په سترګو كښى ئې داسى حېرانتيا وه لكه چى څه خاص قيصه وى ، ددوئ سر نه په خلاصېږى او دا رنګه ئې و ماته هم تلوسه راواچوله ، د حساب كتاب له رجسټره مى سترګى پورته كړې او له شيشې مى دباندى روډ ته وكتل چى خورا خلګ ټول وو او زړه ته راغلل چى دا بيا څه دى ، يو وار خو ور ووځه ، بهرحال نقل څه وو او موږ وكړل څه ، ودې ته به وروسته راسم ، اول به خپله پېژندګلوى درسره وكړم .

زما دوكان د ښار په هغه بازار كښى دئ چى تر ټولو ګران او ښكلئ دئ او د مړو خلګو د سودا علاقه بلل كېږى چى په خپلو لويو لويو موټرانو كښى دلته راسى ، د نوو او غوړو جامو ئې خورا خوشبوئ ځى او فرمائشونه او نخرې ئې په اسمان كښى خبرى كوى چى يوازى ئې موږ ور پوره كوئ سو چى د عمومى بازار د وس خبره نه وى ولى چى دوئ د دباندينى يورپاى هېوادونو ګران بيه او اصلى شيان غواړى ، ځكه نو ټول دوكانونه خورا ښائسته او غټ دى او نه يوازى د شيشو ګران بيى دروازې ئې دى ، بلكه ټول يو مخ شيشه خانې دى او برېښى . دلته د هر دوكان ومخته له دروازې سره سم د سنګ مرمرو زينې هم دى چى و هغه دوكان ته خېزى ، ورسره يو ښكلئ نسوارى غوندى فټ پات هم چى د هغو خلګو دپاره دئ چى په پښو وى او مخته نو لوئ پسورور اوږد مصروفه روډ چى و دواړو خواو ته او په منځ كښى ئې جګى جګى ونى ولاړى په سندرو وى او په برېښېدونكى سړك ئې موټران تېرېږى را تېرېږى .

دلته زما سره په دوكان كښى زما دوه زامن هم كار كوى چى شل او دوه ويښت كاله عمرونه ئې دى ، نور نو د مرستى دپاره څو مذدوان هم لرو .

نو ما د شور خبره كوله . زه دغسى سم دلاسه وروتم چى څه قيصه ده . څه وينم چى د خلګو په منځ كښى زما ګاونډئ دوكاندار يوې بوډۍ ښځى ته خورا سور او ښين كېږى او په زوره زوره نارى ورباندى وهى . بلى خواته په سپين سرى داسى سر ځړېږى ، زهيره ولاړه ده او په سترګو كښى ئې وېره ده لكه بې وزله مرغۍ چى د يو غټ پټ او سره ببر پيښى سره مخامخ وى.

ما چى پوښتنه وكړه چى څه پېښه ده ، نو ګاونډى راته ووئيل چى دا څويمه ورځ ده چى زه دغه بوډۍ منع كوم ، ژبى مى وېښتان ورته وكړل چى دلته زما د دوكان و مخته مه كښېنه او پكر مه غواړه ، خو دا ګرسره زما خبره په باك نه راولى ، ملنډى ئې بولى او هره ورځ راسى دلته كښېنى ، بس نو اوس زه مجبوره سوم چى بله ورځ به بد و رد ورته وايم او پسى اخلم به ئې.

اوس چى ما فقيرى بوډۍ ته ووئېل چى ولى موره بل ځائ نسته چى پكر وغواړې ، خو دومره لوئ ښار دئ ، نو هغه په ژړا سوه چى زويه زه خو دلته نه راځمه ، خو دغه خدائ خواره كړى راته په ضد سى او را مى ولى چى زما دغه ځائ خوښېږى ، هم ښائسته دئ ، هم سايه درختى ورباندى ولاړى دى ، له لمره مى ساتى او هم بې غمه دئ ، بله ښه خبره داده چى څوك پكښى راخېږى هم نه او تر پښو لاندى كېږو نه .

ما چى سترګى لږ لاندى كړې ، نو د اتو كالو يوه وړه نجيلۍ په نظر راغله چى د بوډۍ لاس ئې تينګ نيولئ وو چى خاموشه ولاړه وه او جامې ئې خورا زړې او پينې پينې وې.

اوس زه د لږ ساعت دپاره پرېشانه سوم ، ولى چى ماشومه خورا ښائسته وه ، سور او سپين مخ ، غټى شنې سترګى او سره وېښتان چى پېكئ ئې هم درلود ، بلكه دا به ووايم چى د كمال حسن وو د بچۍ چى په وار وار مى ورته وكتل او زړه مى نه منل چى دا رنګه ګلالۍ دى پكيره وى.

“ولى زويه بل ځائ نسته چى انا دلته راولې او بيا ئې له نورو سره په غاړه كښى واچوې ، برناحقه ئې ځوكلوې ، دا د كوم ځى سړى توب دئ .”

دا څه وړې دغسى خپلى سترګى راپورته كړې چى خورا غرور پكښې وو او بد بد ئې راته وكتل چى زه ئې ګرسره دوه ګامه شاته كړم ، تندئ ئې بل ډول تريو كړئ لكه چى وبه مى خورى خو هيڅ ځواب ئې نه كړئ را او مخ ئې بلى خواته واړوئ لكه بد چى ئې راڅخه وسى او ګرسره زما سره خبره كول نه غواړى .

د نجيلۍ دغه غاوره رويه بل ډول راته وايسېده بلكه لږ او دېر بده هم راباندى ولګېده چى دومره كوچنۍ او دومره له كبره ډكه ، دا شئ خوند نه كوى ، خو خبره مى وزغمله .

اوس مى بيرته د بوډۍ په خوا پام سو چى موره بل وار بل ځائ ځه ، دلته موږ په رښتيا څوك پكر ته نه پرېږدو ، ته يو وار شاوخوا وګوره ، تر لېرى لېرى به څوك په پكر نه ووينې .

“نو چېرى ولاړه سمه ، پر كوم روډ وګرځمه ” بوډۍ دغسى وژړل ” يو ځائ مى هم د ښار فقيران نه پرېږدى ، دوئ دى رب ووهى چى لوئ سور سترګى بدماشان لرى چى شنې لښتى ورسره وى او چا ته بې عزتى وررسوى چى دغه زموږ د ټيكې بازار دئ ، دلته زموږ خپل پكيران ګرځى ، مه راځه . بل زه به په كوڅو ګرځېدئ ، خو دغه بدبخته لمسۍ مى وائ چى بيا ستړى كېږې ، سره لمرونه دى وهى او ساه لنډئ دى دئ ، ناجوړه به سې ، بس دغه سم ځائ دئ . “

اوس چى ما نجيلۍ ته بيا وكتل ، نو هغې دغه مهال هم په ما كښى رئ نه وهى او سترګى ئې بلى خواته اړولى وې ، په غټو ښائستو سترګو كښې ئې خورا خشم او خوابدى وه ، خو د پخوا په شان خاموشه ولاړه وه ، كمال دئ ما دومره روى خاښه مومنه كله هم دومره په نخرو كښى نه وه ليدلى ، كټ مټ داسى وه لكه د يو باچا لور دى وى ، اوس نو خشم هم راغئ ، خو ما وئيل بچۍ ده ايله ئې كړه ، بل دا خيال هم راسره وو چى ولاړ خلګ به واى چى ائ سړئ لېونئ سو چى برناحقه په كودكى سور سو ، بس دولت ماغزه ور خراب كړى دى.

و ماته د اوو زامنو وروسته خدائ يوه لور راكړه چى كټ مټ ددغى ناولدى نجيلۍ همزولى وه . دا مى ارمان وو چى لور مى دغسى غاوره واى لكه دغه نجيلۍ چى ګرسره په چا كښى چرت لا نه وهى ، خورا بدماشه وى او پر پوزه مچ نه پرېږدى ، خو هغه د خدا�� بنده داسى خاكساره او وسيله ناكه وه چى ټول ارمان ئې په زړه كښى ښخ را پرېښوئ . كمال دئ د وړې بې نيازۍ او غرور يودم زما احساسات را بدل كړل ، وماته ئې اوس خوند راكړئ او داسى راته ايسېده لكه چى زما هم هغه لور چى راته ولاړه وى چى ما ئې ارمان درلود ، ځكه مى نو زړه وغوښت چى بس دغسى ئې په غېږه كښى ټينګه ونيسم چى ما خو په اسمان غوښتې او خدائ په مځكه راكړې ، خو هغه هم پرېدۍ وه ، هم ناولده ، بل خلګو به هم راباندى خندلى واى چى سېټھ صاحب څه كوى چى له يوې وړى پكيرى بچۍ سره مينه كوى .

نور څه خو مى نه سو كوئ ، خو بې اختياره مى د نجيلۍ په سر لاس كښېښوئ چى له سرو ورېښمينو وېښتانو سره ئې لوبى وكړم ، زړه تسلى كړم او بوډۍ ته مى ووئيل چى موره بل وار دلته مه كښېنه ، زما دغه همسايه سم سړئ دئ ، برناحقه جنګ و جګړو ته ئې مه مجبوروه .

په داسى حال كښى نجيلۍ په ډېره كركه او زور زما لاس له خپله سره داسى لېرى پورى وهئ لكه زه چى ئې دښمن يم بلكه وئې لړزولم ، په عجبه توګه ئې بد بد راته كتل لكه چى واى چى تا دا جرات څرنګه وكړئ چى زما په سر دى لاس كښېښوئ ، بل وار پام كوه ، خو ما ئې پرواه نه وكړه . اوس مى خپل ګاونډئ تسلى كړئ او بيرته مى دوكان ته ولېږئ چى بس بل وار نه دراځى . په داسى حال كښى هلته ولاړو خلګو ته مى ووئيل چى ځئ وروڼو ، څه تماشه مو جوړه كړى ده .

د بوډۍ مخ دا مهال له مايوسۍ او خواشينۍ بل ډول وو او اوښكى ورباندى ايله وې ، ما به لا هغه دغسى هلته پرېښوله ، دا به له وړې سره بل ځائ تله ولى چى د كودكى په وږې ئې لاس كښېښوئ او په ژړا كښى ئى وويل چى درځه بورى ، د الله بل درګاه به پيدا كړو او دوكان ته به ننوتلم ، خو ماشومى او د بوډۍ اوښكو لږ ولړزولم ، توبه مى وكښه ، بس دغسى بيرته راوګرځېدم ، سپين سرى مى له لاسه ونيوله او د خپل دوكان و مخته مى د زينو و څنګ ته راوسته چى بس موره بله ورځ دلته كښېنه ، دغه ځ��ئ ښائسته هم دئ ، سايه دار هم ، ستا د لمسۍ به هم خوښ سى او بيا څوك به دى په عزابوى هم نه ، ولى چى دغه زما د دوكان مخ دئ او اختيار من ئې زه يم ، يوازى زه .

اوس نجيلۍ بيا زما لاس په څاپېړه ووهى او داسى ئې راته وكتل چى ته څوك ئې چى زما انا له لاسه نيسې ، بل وار چى داسى چم ونه كړې .

خېر و ماته د نجيلۍ دغى ادا دا مهال خوند راكړئ او بوډۍ مى د خپل دوكان و مخته له زينو سره كښېنوله چى بس اوس دلته هره ورځ راځه ، يو څوك به هم كار نه درباندى لرى ، داسى ئې وبوله لكه دغه ځائ چى ستا خپل وى .

په داسى حال كښى بوډۍ په خپل پلو اوښكى صفا كړې ، دغسى ئې سر تور كړئ چى د جنت په اوبو اوبه سې او نجيلۍ ته ئې ووئيل .

“سپينى ورۍ ، دا ځائ سم دئ ، خوښ دى دئ ، نخرې خو به نه كوې . “

د هغى غاورى سترګى اوس هم له غروره ډكى وې او تندئ ئې له ګونجو ډك وو ، هيڅ ځواب ئې نه كړئ ور او دغسى له انا سره خاموشه كښېنستله لكه د چا احسان چى پر ځان نه وړى ، زه خوار خو ئې ګرسره په خيال نه راوستم چى دئ هم څوك دئ كه يه .

دا خو څاښت مهال وو ، تر غرمې زه په كېش ناست وم او په بوډۍ كښى مى سترګى وې چى د شيشو له سوبه صفا ليدل كېده . هغې لاس د پكر دپاره غزولئ وو ، خو نجيلۍ پكر نه غوښت ، سر ئې لاندى وو ، خاموشه ناسته وه ، په فټ پات ئې ګوته داسى ګرځوله لكه ليكى چى ورباندى كاږى ، په خپل څيرى پړونى كښى ئې مخ پټ كړئ وو او پر له پسې ئې لاندى كتل . كله كله چى به ئې سر راپورته كړئ نو به ئې هر چاته داسى بد بد وكتل لكه له ټولى نړۍ څخه چى ئې نفرت كېږى او د بې انصافۍ له نظامه ئې بد راځى .

غرمه چى كله ډوډۍ له كوره راغله چى رنګارنګ    خواړه پكښې وو او زه ، زامن او نوكران ورباندى كښېنستلو ، نو زوروره خوشبوى ئې دغسى خوره سوه .                           موږ ډوډۍ خوړله چى زما زوئ په څنګ ووهلم چى بابا هغه وګوره .

دا څه ، مغروره نجيلۍ د دوكان ومخته ولاړه وه او په موږ كښى ئې سترګى وې . زما زړه يودم ورباندى وسو چى زه هم څومره بې حسه يم ،بوډۍ او لمسۍ ئې وږى دى ،خو په خپله په ډوډۍ كښى لوېدلئ يم . دغسى مى و مذدور ته ووئيل چى يو غاب له غورمې او غوښو او بل له وريځو ډك كړه . دوې ډوډۍ هم درسره واخله او د دوكان ومخته چى كومه پكيره ناسته ده ، هغې او ماشومى لمسۍ ته ئې وركړه .

نوكر دغسى وكړل خو لږ ساعت وروسته چى بيرته راغئ ، نو مخ ئې څه بل ډول وو ، ما پوښتنه ځنى وكړه چى څه وسو .

وئيل ئې چى خانه ، بوډۍ خو په ډوډۍ كښېنستله ، خو لمسۍ ئې نه خورى ، نخرې كوى او د انا ورسره جنګ دئ .

نه يم خبر چى ولى مى ډوډۍ پرېښوله او دغسى ور ووتلم ، بوډۍ لمسۍ ته خورا شېرې كولې چى مغزئ دى مات سه ، كه ډوډۍ نه خورې ، نو مړه به سې ، ځان ته دى پام دئ ، داسى ئې لكه د باد وړۍ . د مرغۍ چيچئ به لا تر تا زيارت په غوښو پټ وى ،ډنګرى وچى كلكى ژړى پيشى ، د وينى څاڅكئ به لا نه وى په تا كښى.

دا وخت غرمه وه او په فټ پات به كله كله څوك وليدل سو . اوس زه په ډېره مينه ورته كښېنستلم ، مغرورى نجيلۍ بس عجبه خوند راكوئ او زړه مى غوښت څه چى ورته تخنېدئ چى خبرى ورسره وكړم بلكه تنګه ئې كړم لكه خپله بچۍ چى تنګوم . ګوله مى پرې كړه او په بوړ مى ولړله ، خو هغې زما لاس په څاپېړه ووهئ او ګوله لېرى په فټ پات پرته وه ، خو زه د اولاد پلار يم ، ځكه مى دغه چم ښه زده دئ چى څوك يو بچئ څرنګه رضا كوى .

” ګوره لورى كه ته ډودۍ نه وخورې ، نو ستا دغه كاكا به ئې هم نه خورى ، په وږى نس به كورته ولاړ سى ، ته خبره ئې چى ستا كاكا ناجوړه سړئ دئ او ډاكټر ورته وئيلى دى چى كه تا كله هم په وخت ډوډۍ نه وخوړه ، نو مړ به سې ، ګوره بچۍ صبا كه ستا په كاكا څه وسول ، بيا به ټول تا ملامتوى ، نور خو پرېږده ، ته به په خپله هم ځان ملامتوې ، ځان ته به بد و رد واې ، زه به دى هم ارمان سم ، ژاړې به ، بيا نو ستا د اوښكو څه فائده .”‘

اوس نجيلۍ و ماته بد بد وكتل . ښه ساعت ئې غټى له رعبه ډكى سترګى له ما نه اړولې چى دا بيا څوك دئ چى زما مشر سو ، خو بيا ئې ګوله واخيسته او له حلقه ئې تېره كړه .

اوس زه بيرته دكان ته راغلم او مشرى زوئ ته مى ووئيل چى د شلومبو دوه ډك ګلاسونه راكړه .

هغه چى راكړل ، نو بيرته بوډۍ او لمسۍ ته ورغلم چى آں زويه ګوره ګرمى ده ، دا شلومبې وڅشه ، كه تا نه وڅشې ، نو د كاكا دى هسى هم تبه ده ، په دغه غم كښى به نوره ټينګه سى ، بيا كه صبا څه راوسول ، نو قصورواره به ته ئې .

دغه مهال د مغرورى ماشومى په سترګو كښى غرور نه وو ،بلكه داسى تكى سرې وې لكه ژړلى چى ئې وى ، په خاموشۍ ئې ګلاس په غاړه پورته كړئ او زر زر داسى د ډوډۍ په خوړلو سوه لكه له ډېرو شپو چى په شوميا وى ، وږى وى او طلب ئې زيات وى .

اوس بوډۍ دغسى راته په دعاوو سوه چى ته خو ملائيكه ئې زويه كنۍ نخرې ئې كولې ، ځان ئې ښكاره كوئ د اور بڅركى ، د مرچو په ګونۍ ناستى ، له څو شپو په تش نس وه ، وئيل ئي زړه مى نه ورته غواړى ، ګوره د نواب لور ، خوار مى نه وليدئ ، نخرې مى نه وليدې ، دادئ نن په موړ نس ډوډۍ خورى ، اوس ما و وړكۍ ته رډ رډ كتل ، د نجيلۍ په زړه كښى يو دړد وو چى زه نه ورباندى پوهېدلم ، يو څه وو چى زه نه وم ورباندى خبر . ما وئيل چى كاشكى داسى جادو راسره واى چى زه ددې په زړه خبر سوئ واى چى ددې لانجه څه ده .

ما هغه زياته نه وڅېړله ، دوكان ته راغلم ، دغسى مى كورته فون وكړئ ، كوروالا ته مى ټول حال ووايه او نوكر مى ولېږئ چى كورته به زما د لور درې ، څلور جوړې جامې او پړونى دركړى او را به ئې وړې . دا ډول مذدور لږ ساعت وروسته شيان راوړل .

اوس چى زه نجيلۍ ته ورغلم ، نو مخ ئې بيا ډېر بد نيولئ وو ، سترګى ئې لاندى وې او ګرسره ئې زما په خوا كتل نه .   ” زما ورۍ ، زما بچۍ ، يو وار خو راته وګوره ، دغى ښائستې سترګى راواړوه ، زما كټ مټ ستا غوندى لور ده ، ما چى په ټېلى فون ستا حال وركړئ چى داسى ستا غوندى يوه بله ښائسته ناوكۍ هم سته بلكه تر تا زياته حسينه چى زما د دوكان و مخته ناسته ده او د دوكان مخ مى ګرسره پر ښائسته دئ ، نو هغې كالى درا راولېږل چى دا به زما خوندكۍ ته وركوې .”

دا څه هغې د كالو كڅوڼه لېرى وغورځوله او بيرته ئې داسى بد راته وكتل لكه چى راته واى چى ته پر موږ څه كار لرې ، ځه خپل كار دى كوه.

“ګوره زما شاه زادۍ كه تا دغى جامې نه واخيستې” ما هم هغه تنګوله “نو زما لور ډېره بده ښاماره نجيلۍ ده ، يو دم به چيغى كړى بلكه اسمان به پر سر واخلى ، ماخوستن به ډودۍ هم نه خورى ، ټوله شپه به ويښه وى او صبا به بيا ناجوړه وى ، په دوايانو او ډاكټرانو به نه سمېږى ، وۍ كه څه په وسول ، نو موږ به څه كوو ، بس نو ته غواړې چى ستا پر خوندكۍ څه وسى او ناجوړه او مړه سى . الله كه څه ورباندى وسول ، ستا به نه ارمانېږى .”

د مړه په تورى نجيلۍ يودم سر راپورته كړئ او و ماته ئې بل ډول وكتل ، يو عجبه سوالونه وو د هغې په غټو سترګو كښى ، خو بيا ما هلته د وسيلې رنګونه وليدل چى په خورا تېزۍ رابرسېره كېدل ، اوس بيا د ماشومى سترګى ډكى سوې او سر ئې لاندى كړئ .

” وا ئې خله خواره سې ، څه نخرې كوې لكه د پوليټيكل لور ، خوار مى نه وليدئ ، نخرې مى نه وليدې ، غواړې چى بيا چونډكه درجګه كړم او له بدنه دى غوښى بېلى كړم ، ډېره نه ئې د باچا لور . ” انا ورته وخشمېده .

“نه نه موره داسى خبرى مه كوه ، څوك ماشومانو ته داسى ناجاړى نه واى . ” ما بوډۍ منع كړه .

اوس نجيلۍ په ډېرى خاموشۍ هغه كڅوڼه واخيسته ، ناڅاپه په داسى حال كښى د لفافې خوله خلاصه سوه ، دا څه ، زما كوردارى تر ما لا زيات زړه سوئ درلود ، په لوى كڅوڼى كښى درې څلور خورا غټى ښكلى ناوكيانى هم وې چى خوشبوى تر ولاړېده .

ماخوستن چى كورته راغلم ، نو تر ډېره خوب نه راتلئ ، خبر نه يم چى مغرورى نجيلۍ څه جادو راباندى كړئ وو چى دغسى پورته سوم ، د لور د كوچنى پلنګ سر ته كښېنستلم او خورا ډېره مينه مى ورسره وكړه چى په خواږه خوب ويده وه . كوردارى راته وخندل چى نن ډېره نه ده درباندى ګرانه سوى ، پخوا خو دى كله هم داسى لېونتوب نه كوئ .

اوس چى ما او كوردارى د مغرورى نجيلۍ ذكر راواخيست ، نو هغې ووئيل چى ماشومه د ښې كورنۍ ښكارى ، په وينه كښى ئې خاندانى خوئ و بوئ سته او كمترى نه منى ، اوس به خوارۍ ورباندى راغلى وى ، ځكه خو ئې په وينه كښى پروت هغه غرور د چا احسان پر ځان بار ګڼى ، بس هغه ساعت ما نيت وكړئ چى له بوډۍ څخه به ددوئ حالات معلوموم چى دوئ ولى پكر ته مجبوره سول .

بله ورځ چى مى له بوډۍ پوښتنه وكړه نو هغې وژړل چى زويه موږ ډېر ماړه وو ، ښه كور ، ښه ژوند مى وو ، ښكلى له درختو او ګلانو ډكه حوېلى مى وه ، موټران راته ولاړ وو ، له خوبه مى خوړل او څښل ، بس يو چا زما له سړى سره په كاروبار كښى داسى ناروا دهوكه وكړه چى هر څه را څخه ولاړ . د دروغو كېس ئې ورباندى جوړ كړئ ، عدالت زموږ هر څه راڅخه واخيستل ، په دغه ګروم كښى مى مېړه او ځوان زوئ مړه سول . ددغى نجيلۍ پلار له سره ناجوړك وو ، نور خراب سو ، له ډېرى مجبورۍ كراچى ته ولاړ ، له خپله رنځه ئې د سكول سبق هم نه وو وئيلائ ، بس اوس هلته مذدورى كوى ، خو دومره لا نه ګټې چى زموږ دپاره خرڅ راواستوى . زه بوډۍ ښځه چېرى مذدورى هم نه سم كوئ ، خپلوان ګرسره راته ګورى نه چى مو ووينى ، پېغور زياتى راكوى چى په پكر نه شرمېږئ ، دوئ دى ټكه ووهى ، هر وخت به ئې زموږ په كور خميرى ماتولې ، اوس نو ګرسره رئ نه كښى راوهى ، بې ضميره مخلوق ، بس دا هر څه له مجبورۍ كومه ، په ځان نه يمه ، په دغى كودكى يمه چى له لوږى به راڅخه مړه سى ، د كور د مذدور دپاره مو يو كوچنئ د دوو خونو كور جوړ كړئ وو ، اوس هلته په خپله اوسو ، مومنه ډېره وړه ده كنۍ د چا كره به مى مذدوره كړى وائ ، بدبختى مور لا نه وليده چى په زوكړى ئې مړه سوه .

مغروره نجيلۍ اوس هم خاموشه وه ، لاندى ئې كتل او په ما كښى ئې د همېش په شان ګرسره چرت لا نه وهئ چى دا هم له يو ځايه راغلئ دئ كه يه ، خو نن په ښو او صفا جامو كښى داسى ښائسته ايسېده لكه د جنت يوه وړه حوره چى له اسمانه راكښته سوى وى ، انا زما په خيال سحار وختى لمبولى وه ، له ښكلو كالو سره سم ، ښه خوندور نوئ پړونئ ، سره برېښېدونكى وېښتان ، غټى شنې سترګى او سور و سپين مخ . واه وماته خو د كوه قاف يوه وړه ښاپيرۍ وايسېده او پېكى خو ئې بيا خورا خوند كوئ ، ډېر افسوس راغئ چى يوه ښه او ابداره كورنۍ دې حال ته راغله او وړه په رښتيا نن د يو لوئ نيكه لمسۍ ښكارى چى كه ئې وډايه نيكه ژوندئ واى ، څومره به ورباندى خوشحالېدئ او ددې په حسن به ئې څومره وياړ كوئ چى موږ خو نسلا ښائسته يو . اوس مى پوخ نيت وكړئ چى ددغو خوارانو به تل مرسته كوم .

په دغه حال كښى مى په خندا له جېبه ټافۍ او چاكلېټونه راوكښل چى آں زما بچۍ دا نن ستا خوندكۍ دراستولى دى ، وا ئې خله كنۍ ماښام بيا خوابدى كېږى .

هغې اوس هم لاندى كتل ، غرور ئې ډېر زورور وو ، بالكل ئې نه راته كتل ، خو خوږې ئې واخيستې . اوس چى زه ولاړېدم ، نو هغې خپلى مغرورى سترګى په ډېر خيال راپورته كړې او په بد نيت ئې پوښتنه راڅخه وكړه .

“زما خوندكۍ ده چېرى .”

” په سكول كښى ، كه واې اوس دستى به ئې دلې راوغواړم .” اوس مى زړه له ډېرى حېرانتيا خوشحاله سو چى واه نن خو ئې خبره هم راسره وكړه ، بخت ئې كړې .

“كه راغله ښه دئ ، زه به ئې ووينم او دغه د څنګ په كوم چمن كښى چى كومى جولې دى ، هلته به بازۍ سره وكړو . هغې په ډېر خيال ووئيل .

زه په رښتيا ودرېدم چى اوس دستى ئې له سكوله په موټر كښى راولم .

“وركه سه . ” انا دغسى و هغې ته چونډكه ورجګه كړه او هغه ئې په څاپيړى ووهله ” برناحقه له حاله مه وزه ، څه ئې كوې چى راغواړې ئې ، په خپل خوار حال سمه خوشحاله نجيلۍ غمجنه كوې ، هغه چى تا ووينى ، نو كوم به ئې زړه سم سى ، برناحقه به په كور كښى ژاړى ، پكيرى ، په ځان خبره هم ئې كه يه. “

دا ډول بوډۍ زه منع كړم . اوس څو شپې نورى تېرى سوې ، زما له دوكانه به هره ورځ دوئ ته ډوډۍ ورتله او د ماخوستن خواړه جلا ، په يو بل بند لوښى كښى . مغروره نجيلۍ به كله كله زما د دوكان و مخته ودرېده ، څه به ئې نه وئيل او وماته به ئې په خاموشو سترګو كتل . ما به هر رنګه ورته ومسكل ، اشارې به مى ورته وكړې او مخونه به مى ورته جوړ كړل، خو مجال چى د هغې پر څهره به څه تاثر راتلئ ، بس بد بد به ئې راته كتل او هيڅ ځواب به ئې نه راكوئ ، غاوره سترګى به ئې تل بې تاثره هم وې . البته دا خبره وه چى له ما به ئې اوس هيڅ خار نه خوړئ او بيرته به ولاړه . زما دوكان ولى چى لوى سټور وو ، نو زما له ځايه به لېرى دباندى په كونج كښى له انا سره كښېنسته .

ما به اوس تل فكر كوئ چى ددغى كورنۍ به څه ډول مرسته كوم ، خو مغزو مى هيڅ كار نه كوئ .

يوه ورځ چى زه دوكان ته ولاړم ، نو نجيلۍ راغله ، دباندى ودرېده او و ماته ئې په ډول سترګو كتل ، نن هغه داسى نه وه لكه ناولده ، دا رنګه وه لكه زما ډېره خپله . هغې رډ رډ كتل او داسى وو لكه څه چى وئيل غواړى .

ما سم دلاسه اشاره ورته وكړه چى راسه ، هغه هم دغسى دننه راغله .

” څه زما ګلالۍ يو څه وئيل غواړى . ” نن خو د هغې په داسى شناخت ګرسره وماته په خپلو سترګو يقين نه راتلئ بلكه داسى وو لكه زه چى خوب وينم .

” كاكو ! هغه زما د خوندكۍ نوم څه دئ . ” واه نن ئې په وزم كښى بې نيازى هم نه وه.

” اول دى زما لور خپل نوم راوښيى . ” زما زړه خورا ورته تخنېدئ چى يو اوږد مجلس ورسره وكړم .

” نه نه ، ته د هغې نوم راښيه . ” د هغې مخ له بې زارۍ داسى سور سو ، لكه چى له ډېرو خبرو ئې بد كېږى .

” نه اول به زما خوږه لور ځان معارفى كوى . ” ما هم د هغې پېښې وكړې ” بيا به ئې زه نوم ورښيم.”

” غوټۍ ، ګل غوټۍ . ” هغې په خپلو مغرورو سترګو راته وكتل . ” اوس خو ئې نو راوښيه چى څه نوم ئې دئ ، كاكو ته ما تنګوه مه ، دا ستا څرنګه عادت دئ .”

كمال دئ ، زما د لور نوم هم ګل غوټۍ وو ، زما كور له ګلانو ډك وو . ما چى به كله و يوې غوټۍ ته وكتل ، نو ښائست به ئې ولړزولم او دغه به مى وئيل چى كله هم الله پاك لور راكړه ، ګل غوټۍ به نوم ورباندى ږدم ، خو اوس په رښتيا د ګلو يوه غوټۍ زما و مخته ولاړه وه بلكه د انار د سره ګل غوټۍ ، لږ ښائسته هم نه بلكه داسى ډېره ښائسته چى ما به ئې كله تصور هم نه وى كړئ او دغه حسن ئې ظالم غرور نور ور دوچنده كړئ وو .

دغسى مى په غېږه كښى ونيوله . هغې هم څه نه وئيل بلكه په ډېرى خاموشۍ ئې د يو پلار غوځى قبوله كړه .

اوس زما زامنو او نوكرانو په خندا راته كتل . بدبختى وګورئ ، د قدرت دا ښه ساعت نه وو راباندى پيرزو . ناڅاپه زما مشرى زوئ راته ووئيل . ” بابكه دغه نجيلۍ به موږ كورته بوزو ، دا به بله غوټۍ وى .”

” نه نه زه نه درسره ځمه . ” د كودكى رنګ يودم بدل سو ، خورا وبږنېده ، دغسى زما له غېږى وغورځېده او تكه سره واويښته ” بيا به تاسى زما له انا سره دغسى بد كوئ ، لكه زموږ خپلوانو چى كوئ ، په باورچى خانه كښى به ئې وهله ترټله او تشكيرونه به ئې ورباندى ماتول . “

اوس نجيلۍ يودم په ژړا سوه ، په څه خواريو ما او زامنو لاس ورباندى تېر كړئ چى نه دى بيا يو ، بل واره مى توبه ده كه مو دارنګه درته ووئيل ، خو وړكۍ په يو مرض اخته وه ، كپېده او رنګوټ ئې وهئ . هغې دغسى دباندى منډى كړې ، له انا سره كښېنسته او خورا اوښكى ورباندى ايله وې . انا پوښتنى ورڅخه كولې چى څه وسو ، خو هغې نه ورښوول . زما زامنو غوښت چى ورسى او د انا سر ئې په ټوله خبره خلاص كړى ، خو ما منع كړل .

غرمه ډوډۍ راغله ، وخوړل سوه ، ماځيګر مهال يخ باد سو او له شاوخوا مستى وريځى راغلې ، په داسى حال كښى د فټ جګو زرغونو درختو خورا شور جوړ كړئ وو ، خو انا او لمسۍ له هر څه بې نيازى ناستى وې .

څه وينم چى نجيلۍ بيا راغله ، د دوكان دباندى ودرېده او و ماته رډ رډ ګورى . دا مهال باد د هغې له سرو وېښتانو سره لوبى كولې او له هغې ئې په رښتيا يوه حوره جوړه كړى وه ، تر حد زياته ښائسته ايسېده ، سترګى نه ورباندى رڼېدې او زما غوندى مينه ناكه پلار ئې لېونئ كوئ .

ما بيرته راوغوښته . “څه دى زما بورګۍ . “

” كاكو ! كه يوه خبره درته وكړم ، نو خوا خو به نه بدوې . “

” زما ښائستې . زه كوم ستا رنګه بدنيتئ يم چى په هره خبره به خوا بدوم .” خورا خوند به ئې راكوئ چى دا به مى وخشموله او مخ به ئې سور سو . ” آهو ! تا كله دغه خپل ښائسته خو تريو تندئ په هنداره كښى هم ليدلئ دئ چى په خپله به دى له ځانه خوا بده سى چى دغه مروره بيزو د چا ده او په تندى كښى ئې دومره ډېرى ګونجى ولى دى . “

” ماته بيزو مه وايه ، زما له بيزو بد كېږى ، اول مى هم درته وئېلى دى چى مسخرې مه كوه ، ماته خوند نه راكوى . ” هغه په رښتيا خوابدى سوه بلكه وئې ټوكلم څه چى وئې ترټلم.

” رښتيا درته وايم زما لوركۍ . ” ما هم نازونه ورسره كول او حيا مى نه كوله ، د يو كمال خوند وو په هغى كبرجنى وړې ښاپېرۍ كښى ، بس لكه خپله سكنۍ لور غوټو چى مى په غېږه كښى نيولى وى ، داسى مى و زړه ته نږدې كړى وه . ” بيزو به درته وايم او ته ئې بيزوګۍ ، البته په تا او هغې كښى لږ فرق سته .”

” څنګه فرق.” هغې سترګى بدى راته ونيولې .

“دغه چى بيزو لږ بدرنګه وى او پوزه لرى نه ، البته زما ښاه زادۍ هم ښائسته ده او هم ئې پوزه جګه ده .”

اوس هغې تر ډېره خندل ، خو بيا ئې يوه عجبه ناولده خبره وكړه .

” څه په تا زه ګرانه يمه چى ته راته واې ښاه زادئ . “

خبر نه يم چى ولى مى زړه را ډك سو او له سترګو مى اوښكى توئ سوې ، خو زر مى په دسمال صفا كړې .

زما په دې چم د هغې په ښكلى بشر نوره مسكا راغله بلكه زيات په زوره   ئې وخندل او بيا ئې نو تر ډېره داسى خندل لكه لېونۍ چى سى يا ما لېونئ بولى .

” ددې مطلب دا دئ چى زه په خپل كاكو ګرانه يمه ، لږ هم نه بلكه ډېره زياته ، رښتيا ووايه ګرانه يمه كه يه كه بيا مسخرې كوې. “

“ولى نه . ” زما سترګى بيا له اوښكو ډكى سوې ، رښتيا خبره دا ده چى زما داسى ښكلئ ګل په داسى ازغنه كروندې كښى نه وو خوښ چى هرى خواته ئې ماران او لړمان وو ، بس ناڅاپه دغسى مى له بازو ټينګه ونيوله او وكپېدلم لكه زما خپله غوټۍ چى چا راڅخه جلا كړى وى او بيرته ئې ومومم . اوس زما زامنو او نوكرانو زموږ و خواته وكتل او رانږدې سول ، خو ما په اشاره بيرته وشړل .

” كاكو ، ګوره زما زړه ئې نه منى ، ته رښتيا واې كه هسى ما خطا باسې . ” د هغې تندئ بيرته ګونجى سو ، نه يم خبر چى هغى مومنى ولى زما مينه نه منله او كومو ظالمانو ئې زړه له انسانانو ور تور كړئ وو .

” بېخى ډېره ، تر خپلى ګل غوټۍ هم زياته بورى ورۍ . “

اوس هغې خپل پاسته لاسونه اول ځل زما په لاسونو كښېښول او بيا ئې په غاړى كښى راواچول ، زما په خيال دا د هغې پر ما باور وو بلكه نخښه ئې وه .

” نو بيا زما يو كار كوې . ” هغې په ډېر ناز راته ووئيل .

” څنګه كار . ” زه حېرانۍ واخيستم .

” بس اول به ئې منې . “

” دا هم خبره ده . ” ما هغه په غېږه كښى نوره ټينګه ونيوله ” ته خپل كاكو ته خو ووايه چى د سترګو په رپ كښى ئې كوى كه يه ، زما لور به د يو شى راته واى او زه به ئې نه كوم ، نو زه دى ددغى لور په شان بيزو سم . “

” كراچى پېژنې . “

” ولى نه . “

” ليدلئ به دى وى . ” هغې په خورا نخرو ووئيل .

” ليدلئ ” ما ورته وخندل ” زه خو هر وخت ورځم او د خپل دوكان دپاره سامانونه ځنى راوړم ، ټوله كاروبار مى له هغه ځائ سره تړلئ دئ. “

” نو هلته زما بابا دئ ، زما ګران بابا چى زه ئې هره شپه په خوب وينم او خبرى ورسره كوم ، بلكه په خوب كښى چى هر ځائ هم ځم ، دئ سم راسره وى ، ګرسره مى پرېږدى نه ، كه مى له نجونو سره ناوكۍ كولې ، دئ لېونئ هلته راته ولاړ وى او راته خاندى ، كه په يو باغ كښى ګرځم ، نو هلته هم دئ په ګلانو كښى مسكئ مسكئ كېږى او كه كله په پېلبو ځانګم ، نو دئ مى ځنګوى ، بس و هغه ته به ورسې او ورته وبه واې چى غوټۍ دى ډېر يادوى ، ظالمه څرنګه دى هېره كړى يمه ، ولى بيرته كورته نه راځې ، هره شپه دى يادوم او بيا په ژړا ژړا كښى ويده سمه ، خو ته ګرسره چرت نه پكښى را وهې ، ولى زه دى نه يمه لور ، بس يودم پرېدۍ سومه ، ناولده سوم ، څه هر پلار داسى بې وفا وى لكه دا ته ، كه راسې موږ خلې درلګوو ، خو لور به دى نازونه واخلى ، ځان به درباندى وخورى. “

اوس بيا زه ويلى سوم ، زړه مى بيا له ژرا را ډك سو ، خو په ډېره ګرانه مى ځان قابو كړئ چى بچۍ مى هغه دئ چېرى .

” هلته د سمندر په غاړه اوبه خرڅوى ، انا نه دي درته ويلي .” اوس يو عجبه اميد د هغې پر مايوسى څهرې ما وليد او په كپ اخته سوه ” چى ورسې ، نه درڅخه وركېږى ، كټ مټ داسى دئ لكه دا زه ، ستا لور ، ستا ښاپېرۍ ، سترګى ئې هم ماته سوى دى ، وېښتان هم ماته او او پوزه ئې هم زما رنګه جګه ده ، د بيزو رنګه نه .”

بيرته مى له سترګو اوښكى توى سوې او له خپل دې عادته مى په رښتيا هم بد وسو او هم كركه چي ولي په زړه دومره نري يم .

قدرت وو چى بله ورځ كراچى ته تلم ، له ائرپورټه چى څرنګه راووتم او خپل كار مى وكړئ ، نو ماځيګر مهال مى بيا د سمندر په خوا مخ كړئ ، چېرى چى د سمندر شور ، تېز باد او د ايليو نارى وې . د نجيلۍ انا د هغې د پلار كړه وړه ، نوم او د غوټۍ د نيكه نوم راښوولئ وو . د لږ زيار وروسته مى وموندئ .

دا څه ، لكه غوټئ چى وئيلى وو ،هغه په رښتيا چى ډېر ښكلئ وو او د غوټئ د رښتيا پلار وو ، يو رنګه كړه وړه ، بس لکه يو جوز چي په منځ دوه ځايه سوي وي ، هيڅ فرق هم نه ، واه مولا ستا تر دقدرت جار سم ، څومره ښكلئ فنكار ئې او دغه رنګه حسين به هم ئې ، خو خوار ناجوړه وو ، بس ستړئ ستړئ ، له خپل حال او ځانه بېزاره . يو ځوان ما كله هم په داسى حال نه وو ليدلئ ، رنځ او خواريو د وجود هره ښكلا ځنى ځوشلى وه بلكه سېځلئ ئې وو ، كله چى مى و هغه ته د مور او لور حال وركړئ ، نو يوه عجبه خوشحالى ئې پر مخ راغله او په مايوسو سترګو كښى ئې ژوند پيدا سو ، بالكل داسى لكه باور چى ئې نه كېږى . دغسى ئې سترګى له اوښكو ډكى سوې ، تر ډېره ئې ژړل ، خو بيا ئي ځان قابو كړئ ، وئيل ئې چى افسوس ناجوړى او بې وسى ده ، د ځان ګزران لا راته ګران دئ ، له شرمه بيرته كورته نه سم تلئ چى مور به مى څه واى ، لور به څه واى ، جهان به جلا راباندى خاندى چى ناسياله دئ ، خو ته به د موركۍ او غوټو ډېر خيال ساتې .

بيا له هغه سره څو پيسې وې ، دم دستى ئې د نږدې رېړۍ په خوا منډه كړه . زر زر ئې دوې ارزانى وړې وړې ناوكۍ واخيستې چى دا به غوټو ته وركوې ، په ناوكيو خو هغه ګرسره سر وركوى ، هغه ځوان ډېر ژړل او اوښكى ئې ګرسره درېدې نه ، خو ما دلاسه كړئ چى الله به ئې خېر كړى ، ته زړه ډاډه ساته .

بله ورځ چى كله ما هغى ناوكۍ غوټۍ ته ور كړې ،نو پر مخ ئې خورا ژوند او مسكا راغله ، وغوړېده ، بيا چى ئې ما و انا ته حال وركړئ ، نو دعاوى ئې راته وكړې ، د زوئ د صورت حال ئې را څخه واخيست ، ما ورته ووئيل چى روغ جوړ وو او سلامونه خو ئې هر مهال وئيل .

دغوټۍ غرور اوس هم وو . زما په خوا به ډېره نه راتله ، خو چى رابه غله ، نو يوازى به ئې د خپل بابا حال كوئ چى ښه نو كاكو هغه نور څه وئيل . ته ئې پوره حال ولى نه را كوې ، زما د كوركى حال ئې كوئ ، زما د پېكى چى دده به ډېر خوښ وو ، هغه خو به زما و مخ ته ګلاب وايه ،دا ئې درته ووئيل چى ګلاب اوس هم د پخوا په شان دئ ، هغه به و ماته نقلونه هم ډېر كول ، دا ئې وئيل چى اوس اناګو هم زما غوندى نقلونه ورته كوى كه يه.

زما به له ځانه هم بد كېدل ، ولى چى بيا به ژړا راغله ، بس په رښتيا به مى زړه نرئ سو ، حالانكه زه پخوا داسى نه وم خو تل به مى دروغونه ورته وئيل ، ناولدى او ناشودى به مى له ځانه ورته جوړولې ، رنګارنګ دروغونه او خبرى به مى ورته كولې ، ولى چى هغه ماشومه وه او د زړه خيال ئې ما خپل فرض ګڼئ ، بل كله به ئې هم په زړه كښى نه راتله چى دئ دروغ واى .

بس خورا به خوشحاله سوه لكه ګل داسى به وغوړېده ، په زوره زوره به ئې خندل، کمال دي اسماني او د حوري حسن به ې نور زيات سو چى زما زامن او مذدوران به جلا ورباندى خوشحاله وو . په دې منځ كښى زما په زړه كښى څو وار راغلل او زما زامنو هم راته ووئيل چى و انا ته ئې ووايم چى موره پكر ايله كړه ، زموږ كره راځه . زما كوروالا به دى لكه خپله ادې داسى خدمت وكړى ، بل غوټۍ به په انګرېزى سكول كښى واچوو ، هوشياره نجيلۍ ده ، عمر به ئې هم نه ګارېږى ، خو هغه داسى بد بخته نجيلۍ وه چى چيغى به ئې كړې او هيڅ به ئې نه منل . د خلګو له وېرى به ما او زامنو خبره زر ختمه كړه او زور مو نه سو ورسره كوئ . كوردارى اوس د غوټۍ دپاره زياتى ښې جامې ، ښكلى پړونى ، ناوكۍ او دسمالونه هم راكول .

مغرورى نجيلۍ به اوس هم تندئ تريو نيولئ وو . خاموشه به ناسته وه او انا به ئې پكر غوښت . څو وار مى په زړه كښى راغلل چى ورووزم او بوډۍ پوه كړم چى بل وار مه راځه ، د پوره مياشتى خرڅ به كورته درلېږم ، خو له غوټۍ وېرېدم چى بده نجيلۍ ده . نارى به جوړى كړى چى تاسى له موږه معتاجه جوړول غواړئ او ظلم كول غواړئ . بيا مى دا هم زړه ته راغلل چى انا به ئې پوه كړم او نجيلۍ به په زوره خپل كور ته بوزم . دارنګه چى يو كار كوئ سم ولى ئې نه وكړم ، خو بيا به عقل راته وويل چى لږ صبر ، غوټۍ ماشومه ده ، دوستى ورسره وكړه ، زړه ئې له ټولنى خيرن دئ چى صفا سو ، په خپله به هر څه سم سى ، په رضا به كورته درسره ولاړه سى ، بيا به هلته ژاړى هم نه او صورت به ئې هم نه خرابېږى ، ستا بيا څه تازيله ده ، په څو شپو كښى به څه قيامت راسى .

يوه ورځ په دوكان كښى له ګراكانو سره لګيا وم چى غوټۍ راننوته ، ما چى ورته وكتل ، نو حېران سوم ولى چى مخ ئې بل ډول بلكه ډېر زيات سور وو ، خورا ناآرامه وه ، لاسونه او تندئ ئې ايښيدل . زما په خيال تبه ئې وه .

” څه دى زما بچيه .” زه ولړزېدم او په ډېرى حېرانتيا مى پوښتنه ځني وکړه .

“كاكو ” غوتۍ په فكرمندۍ ووئيل ” بېګاه مى عجبه خوب وليدئ چى د بابا تبه ده ، ايښيدلى تبه . په يواځنۍ خونى كښى پروت دئ ، څوك نسته چى پام ورباندى وكړى ، دړدونه ئې كېږى او په چيغو دئ چى غوټۍ ، خو غوټۍ ، خو غوټۍ ظالمه نه ده ورسره ، بلكه ځنى وركه ده ، دا دى وركه سى ، دا دي در پدره سي ، ناسياله.”

اوس هغې په خپلو كپېدلو لاسونو يو دسمال وماته راكړئ چى زما كوردارى ورا لېږلئ وو ” كاكو ! ته خو كراچى ته ځې ، دا به هلته بابا ته وركړې چى كه دى تبه زياتېده ، نو دا نودوه او پر تندى ئې ږده ، په خپله به دى تبه كمه سى . څه وكړم كه غوټۍ درسره وه ، نو هغې به درباندى ايښوئ ، خو بدبختۍ او خوارۍ لېري کړي يو، انا واي چي داسي خلګ په ګناه نيول سوي وي ، کاکو زه خو وړه يمه ، ما خو به څه ګناه نه کړي .”

اوس مي زړه نور را ډک سو ،خو زر مي خبره بدله کړه .

“بالكل به ورسم ” ما په مينه ورته ووئيل “خو ستا تبه ولى ده زما ګلالۍ .”

ما د هغې په تندى لاس كښېښوئ چى خورا تود وو .

” بېګاه چى پرېوتمه ، نو سمه ومه . بس بابا چى مى په خوب وليد . شپه راباندى سره سوه ، خوب پكښى را رډ سو او تبه مى سوه . بس ټول شپه په ناخوبۍ را باندى تېره سوه ، يخ مى كېدئ او كپېدم . سحار مى بدن جلا دړد كوئ او تر اوسه څانګى كوى ، بس مات مات دئ لكه څوك چى مى ډېر ووهى .”

ما څه نه ورته ووئيل ، كه څه مى هم زړه په دربى وو ، خو دسمال مى ځنى واخيست ، دم دستى مى و مشرى زوئ ته د جهاز د ټكت دپاره ووئيل او دا هڅه مى وكړه چى پلار به ئې بيرته كوټى ته راولم ، علاج به ورباندى كوم او دلته به ئې په دوكان كښى له ځانه سره په كار لګوم . دا ډول به دغه كورنۍ سمه سى او د غوټۍ سباون به هم نه خرابېږى .

بله ورځ چى زه كراچى ته د سمندر غاړى ته ولاړم ، نو د غوټۍ پلار نه وو ، په حېرانتيا مى دلى دورى وكتل چى يو ځائ به مى په نظر سى ، څه وينم چى له ليرى ئې ملګرى منډى راوهى او له راتګ سره سم په ژړا سول .

“څه وسو ” د هغو په دغه حال زه حېران سوم او ګرسره مى چيغى له خلې ووتې.

هغوئ ټول خواران او غريبان وو او پينې پينې كالى ئې وو چى هغه خو مړ سو .

” مړ سو ، څرنګه مړ سو .” زه و كپېدم .

هغو په ژړا ژړا راته ووئيل چى نن صبا په كراچى كښى بد حال دئ ، هرى خواته تره ګيرى ده ، د وحشت او وېرى راج دئ ، بمونه دي او ډزي ، بې ګناه خلګ په تېزۍ سره وژل كېږى ، څوك ئې وژنى ، ولى ئې وژنى ، دا نه معلومېږى ، بس داسى ده لكه په وطن چى څوك ښامار راګډ سوئ وى او هر ښه صورت ، ښه وجود له موږه بېلول غواړى . يو ماښام چى هغه پر ډك روډ خپل ځائ ، خپلى كوټې ته روان وو ، نو چا دهشت ګرد برناحقه په تندى ټك ورباندى وكړئ ، مړ ئې كړئ او په خپله په موټر سائكل ځنى وتښتېدئ.

اوس زه داسى سوم لكه له پښو چى مى سېكه وخېزى او بس په غوځارېدو سم . دغسى په ناوده رېګ كښېنتلسم ، د غوټۍ ښكلئ مخ او مغرورى سترګى مى و مخته ودرېدې چى دا څه ناورين وسو ، زړه خو ډېر راډك سو خو و مى نه ژړل چى و سمندر ته مى وكتل ، نو هغه هم زما غوندى حېرانتيا وړئ وو ، خاموش وو او په سوو سوالونو ئې په ويرانه مخ كښى لوبى كولې چي ما ې هيڅ ځواب نه درلود.

بيا زه حېران پرېشان د هغه ملګرو و يوې نږدې ادېرې ته بوتلم ، چېرى چى په ناولدو قبرونو كښى د هغه قبر وو ، د ماړه پلار د غريب زوئ قبر ، ډېر زور ئې راكړئ . دلته چى موږ دعا وغوښته نو ما څو پېسې د خېرات دپاره و ملګرو ته وركړې او خاموش خو ډك او ژړغوندئ ځنى جلا سوم .

كوټى ته چى راروان وم نو په جهاز كښى حېران وم او ټېك مى نه كېدئ چى په دې افسوسناكه خبر به غوټۍ او انا څرنګه خبروم او دوئ به څه چيغى وهى . دا رنګه مى څو واره و زړه ته راغلل چى ګرسره به ورته وايم نه ، خو بيا ما وئيل چى خواران به څو تر څو په غلط فهمۍ كښى وى ، څو تر څو به زه لوبى ورباندى كوم ، بل دروغ خو پټه نه لرى ، پاى ښكاره سى .

كمال دئ انا او لمسۍ دواړو نه وژړل ، بس غوټۍ په غټو سترګو راته كتل چى دا څه واى ، حېرانه غوندى سوه او دغسى ئى دباندى منډه كړه . البته په انا ئې اوښكى توئ سوې ، سر ئې تور كړئ چى تور باچا تر څو به په وطن ستا امر وى ، تر څو به خواران داسى خوارېږى ، تر څو به داسى توره شپه وى ، پائ خو به الله رڼا هم راولى ، نو پر وطن دى داسى رڼا زر راسى ، زغرد دى سحار سى ، ستا تور واك دى ختم سى ، هيڅ پرواه نه لرى ، موږ به ستا دغه ناروا هم وزغمو .

اوس دواړى بيرته داسى يكړى كښېنستې لكه يوازى چى وى او په دنيا كښى يو څوك نه لرى ، نه فاتحه ، نه د چا افسوس او نه د چا له دوئ سره همدردى .

انا خو ئې سر كښته كړئ وو او ژړل ئې ، البته غوټۍ په فكر كښى ډوبه وه ، اوښكه به ئې را ايله سوه ، خو په سپېره پړونى به ئې بيرته صفا كړه لكه په خپل ښكلى سره باړخو چى ئې نه وى پيرزو ، حېرانۍ پر له پسې اخيستى وه چى دا هر څه څرنګه وسول ، ولى وسول ، څه كول په كار دى.

بله ورځ زه له ګراكانو سره لګيا وم چى زوئ راته ووئيل چى بابا وګوره غوټۍ څه كوى . څه وينم چى نن له انا سره غوټۍ هم پكر كوى ، بالكل اول ځل او لاس ئې نيولئ دئ . زه حېران سوم ولى چى دې غاورى دمخه كله هم داسى نه وو كړى ، بس يوه نه ختمېدونكى ناټالى راولوېده ، نه پوهېدم چى څه وكړم . زامن او نوكران خو مى منع كړل چي كار مه ورباندى لرئ ، خو مځكى اور رالګوئ ، تګاو مى نه كېدئ ، هيڅ شى هم خوند نه راكوئ ، بس لكه زما خپله غوټۍ چى چا په پكر په زوره كښېنولى وى او مجبوره كړى ئې وى .

ناڅاپه دروازه په درزى سره خلاصه سوه او غوټۍ راننوته چى نن زياته كړهانده وه . دا څه نن ئې تبه هم ډېره وه ، خورا زياته ايښېده او سترګى ئې له ناخوبۍ تكى سرې وې ، ما يودم په كپېدلو لاسونو تينګه ونيوله .

” كاكو ” هغې په زهير خو کړهاند ږغ كښى راته ووئيل .

” بلى لورى . ” ما دغسى پر سر لاس ورتېر كړئ .

” ته كراچى ته بيا كله ځې . دا څه ، نن هغه په رښتيا د يو خوار لور معلومېده .

“ولى . ” زه حېرانه سوم . “خېر خو دئ.”

” بس ته خو ئې راوښيه .”

” بيا هم لورى ولى .”

ناڅاپه هغې د سلو روپو يو نوټ رامخته كړئ.

” ته خو خبر ئې چى ما كله هم پكر نه دئ كړئ ، خو نن مى په دې وكړئ چى ته به زما د بابا قبر ته ورسې او په دغو پيسو به د هغه دپاره دال ، وريځى او اګربتۍ واخلې ، بس بېګاه ئې په خوب كښى ګيله كوله چى غوټو ډېره په زړه سخته ده ، د خپل بابا دپاره ئې هيڅ هم نه وكړل ، خيرات ې لا نه وکړي ، هسى د ګبر لور ده ، كافره ده كافره ، لوڼو خو به په بلار پسي لېونتوب کوي ، دا څرنګه لور ده ،څه وكړم ، زړه ظالم نه منله ، خو لاس مى پائ وغزوئ چى د ګران پلار ګيله پر ځائ كړم ، ډېرو ظالمانو ګرسره زړه نه راباندى سېځئ بلكه په نفرت به ئې راته وكتل ، اوس يو زړه سوانده انسان راباندى مهربانه سو او دا نوټ ئې راكړئ ، بس زړه مى ډېر خوشحاله سو چى لور د پلار دپاره پاى ګټه وكړه ، اوس به نو ګيلې نه كوى بلكه د پخوا په شان به راته خاندى او ښكلوى به مى چى لور مى په رښتيا مېړنۍ ده ، غښتلى ده او بهادره ده .”

سل روپۍ خو دومره شئ نه وې ، زه حېران سوم ، غوټۍ له ما هم غوښتئ سوې او ما كوم نه وركولې ، ما خو خپل ټول دولت لا وركوئ ودغى بدبختى ته ولى چى دا په اصل كښى زما لور وه زما ، د يو مجبوره پلار چى د وخت په انتظار وو چى دا به كله رضا كېږى او دئ به ئې كورته بيايى ، خو ظالم وخت پائ زړه نه راباندى وسېځئ او مات ئې كړم ، كاشكى چى لور پلار ته وئيلى واى ، خو نه ، د غاورى غوتۍ غرور چېرى منل چى وماته خواست وكړى او ما هم نه غوښت چى په لويى او كبر كښى ئى فرق راسى ، ولى چى دغه خو ددې د اسمانى حسن راز وو . دغسى مى نوټ په كپېدلو لاسونو ځنى واخيست چى حاضر صبا صبا به كاكا په جهاز كښى ولاړ سى او د لور دغه ارمان به ورپوره كړى ، خو بس څه وكړم ، ظالم زړه دئ ، بې اختياره سوم ، وكپېدم او په غېږه كښى مى دغسى ونيوله ، ډېره تينګه او داسى سوى او بدى چيغى مى تر خلې ووتې لكه د خونى كراچى د سمندر په غاړه چى د غوټۍ پلار د وخت په ډبرين زړه له ژړاند سمندر او د هغه له كړهانده ،بدو ، خوفناکو ، زورورو او طوفاني څپو سره سم په زوره زوره ساندى كړى او چار چاپېره ئې غو‎ږ څيرونکیازانګېټول زوړ ، وروست او له ناانصافۍ ډک ‎جهانهم ولړزوى ،هم ونړوىاو هم ئې په هوا کښی خس و خاشاک واولوزوی.

پائ جولاى كال دوه زره ديارلس

4 thoughts on “مغروره نجلۍ/ فاروق سرور”
  1. فاروق صاحب ډېره ښکلې په دومره ښکلي انداز چې له سترګو مې اوسکې راروانې وې څو ځایه خو غریو ونیولم خو بیا به غلی شوم چې چنګه ته ملګري مې راباندې پوه نه شي او پټې پټې اوښکې به مې پاکولې . الله پاک دې په پښتون وطن کې امن، ارامي او سوکالي راولي، چې بیا هیڅ لور او هیڅ زوی بې پلاره نه شي او هیڅ پلار او مور به اولاده نه شي.

  2. فاروقه وروره باور وکړه ډير دي وژړه ولم،،همداسی یومغرور اوښکلی۷کلن نجيب ما پیښورکې ليدلی و،،بوټونه يې پالیش کول،ماورته له خپلې اندازي زياتې پیسې ورکړي بیرته يې راکړې،په کوم ځای کې چې به ما موتر سرويس کاوه هلته مي بار بار وليد وروسته پوی شوم چې همداسی نازولی خوارشوي و اوپلاريې نشه کوله،ما غوښتل چې مکتب ته يې داخل کړم خو رانه ورک ،شو

  3. فاروق صاحب آیا دا قیصه ریښتیا ده او که یه. که ریښتیا وي نو د الله جل جلاله د رضا د حاصلولو لار درباندي پرانیستی شویده. له موقعی نه استفاده وکړه او د مظلومانو مرستندوی شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *