تاند – یو شمیر سناتوران وایي چې فیسبوک د افغانانو تر منځ تعصبونو ته لمن وهي باید وتړل شي.  تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې چې په فیسبوک کې تعصبونو ته لمن وهل کیږي، بیا په همدې اړه د یو شمیر راډیوګانو له لارې راپورونه خپاره شوو او ورپسې خبره مشرانو جرګې ته ورسیده.

په افغانستان کې په لسګونو تلویزیوني او په لسګونو هم راډیویي خپرونې شته. خو د کلتوري اختلافاتو سربیره چا دا خبره ونه کړه چې راځئ تلویزیوني خپرونې بندې کړو؟ دا خبره هم چا ونه کړه چې راځئ راډیویي خپرونې وتړو؟

فیسبوک ولې وتړل شي؟

په فیسبوک کې چې کومه نجلۍ خپل نظر ورکوي دې ته اړتیا نه پیدا کوي چې د تلویزیون په څیر پر مخ پوډر ووهي او خلکو ته ځان سینګار کړي، په فیسبوک کې چې کومه نجلۍ خبرې کوي دې ته اړتیا نه پيدا کوي چې له بل هلک سره پر عاشقانه سندرو خندنی بحث وکړي……

په فیسبوک کې چې یوسړی څه لیکي دا ویره ورسره نه وي چې امر به یې خبر شي، په فیسبوک کې چې یو نارینه څه لیکي دا ویره ورسره نه وي چې له کاره به ګوښه شي، په فیسبوک کې چې یو سړی یو سیاسي نظر ورکوي دا ویره ورسره نه وي چې تهدید به شي، ځکه چې کولی شي چې په مستعار نوم هم  فیسبوک پرانیزي……

د فیسبوک له لارې خلک یوه بل ته لارښوونې کوي که چیرته چا په ناسمه املا څه لیکلي وي دریم راپیدا شي او د هغه املا تصحیح کړي. له همدې لارې خلک په جرات د یوه بل پر لیکنې نقد کوي، له همدې لارې له یوه بل سره علمي معلومات شریکوي، څه چې چا لوستي وي د هغه خلاصه د نورو مخته ږدي. فیسبوک د علمي او معلوماتي اطلاعاتو ترڅنګ غم لرې کوي، ډير کسان شته چې کومیډي فلمونه ��و اوریدلې ټوکې ټکالې له دې لارې له نورو سره شریکوي. دا هرڅه له افغان کلتور سره سم دي. که چیرته یو نیم کلتوري اصول تر پښو لاندې کوي بیا په اساني څوک کولی شي چې هغه د فیسبوک له ملګرتیا وباسي.

د فیسبوک له لارې څوک کولی شی چې له افغان طالبانو سره هم خبرې وکړي له هغوی سره استدلال وکړي چې خپل هیواد مه ورانوئ. دوی خپل دلایل درته لیکي او ته خپل دلیل ورته لیکلی شي چې ممکن له دې لارې تر اوسه یو شمیر وسله والو وسله پرمځکه ایښې وي. کله ناکله یو طالب په فیسبوک کې دا درسره مني چې باید د ملکیانو ژوند ته توجه وشي نو فیسبوک هغه وسیله ده چې د جګړه مارو او سوله غوښتونکو افغانانو ترمنځ د منطق لاره پرانیزي.

اوس سوال دا دی چې څوک د فیسبوک د بندیدو غوښتنه کوي؟

دا هغه کسان دي چې په دې پوه شوې دي چې رازونه یې له دې لارې افشا کیږي، دا هغه کسان دي چې پوه شوې دي چې په غلاوو یې له دې لارې نور پوه شوې دي، دا هغه کسان دي چې په دې پوه شوې دي چې یو شمیر تعلیم یافته ځوانان د فیسبوک له لارې سره یولاس شوې دي، هغه تعلیم یافته چې نه یې تلویزیونه د خپلو شخصي غرضونو لپاره بحثونو ته ورغواړي او نه یې راډیوګانې د خپلو مشخصو اهدافو لپاره وربولي.

د فیسبوک د بندیدو غوښتونکي هغه کسان هم دي چې نه غواړي د کلیوال افغان غږ واوریدل شي، ځکه چې د ښاري لپاره خو تلویزیون شته او کلیوال ته هیڅ هم نه شته.

د راپورونو له مخ په لکونو افغانان نن سبا فیسبوک اکاونټ لري او هره ورځ دغه شمیره په زیاتیدو ده.

د یوه راپور له مخې چې د وري د شپاړسمې نیټې تر انتخاباتو وروسته خپور شوی دی په افغانستان کې د کلیوالو پاملرنه فیسبوک ته زیاته شوې ده او نوې اکاونټونه پکې پرانیزي.

0 thoughts on “څوک له فیسبوک سره مخالفت کوي”
  1. فیسبوک یوه نړیواله دېره یا حجره ده هرکسی په کې په له کوم بندیزاووېرې څخه بنډارکولی شي اودتجربودشریکولوترټولوښه اومسئونه وسیله ده.له بله پلوه دمفسدینو،غلواوجنایتکارانو دبربنډدولولپاره دټولنې دهروګړي دږغ ځای دی.و

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *