مېرمن کلتوري ـ ټولنیر بهیر د ۱۳۹۳ کال دغبرګولي په ۱۴ نېټه د پامیر سینما په کتاب ښار کې غونډه وکړه . د غونډې مېلمنه د کابل طبي پوهنتون استاده اغلې پښتنه وه او د سټیج چارې شفیقې خپلواک پر مخ یوړې. د غونډې په پیل کې د مینا نظري د ولې په نامه په نثري لیکنې کره کتنه وشوه:

ولې؟
سهاروختي دکوټی الماری ته ولاړوو په ځیرځیریي ورته کتل خپلی وړې ژورېسترګېبه یي کله کش اوکله به یي ورته تتې کړي بیابه یی سر وخوځاو اوله ځان سره به لګیا شو زماله اوله ورته پام وو نژدی ورغلم ورنه می وپوښتل څه ته داسیحیران یی او ورباندی افسوس کوي ؟هغه یو ځل ما ته وکتل اوبیرته المارۍ ته ځیر شو راته یی وویلدا ستادي؟ هو زما دی داستاینلیکونه دښوونځی اداری راکړي.زماله خبری سره یی څیره بدلهشوه اوپه بیړه یی رانه وپوښتل دا میډال ؟ په حیرانۍ می ځواب ورکړو داهم زما دي دښوونځی فرهنګی کمیټی….. هغه دافسوس نه په ډکه لهجه زما خبره غوڅه کړه وې ویل: ای کاش چې نجلۍ نه وای !

د مینا په لیکنې شفقې خپلواک، مریم امرخیل، مېرمن منلې او پاکیزې ارزو خپل نظرونه ورکړل. شفیقې خپلواک د لیکنې نوم خوښ نه کړ او وې وویل چې نوم د لیکنې له محتوا سره اړخ نه لګوي او د سرلیک په لیدو د لیکني لوستلو ته دېره تلوسه پیدا کېږي خو د لیکني محتوا کې د دغه ولې تلوسې ته ځواب نشته او موضوع یې هم تکراري ده خو هغې د لیکنې پیل خوښ کړ او وویل چې د سهار وخت د هر کار د پیل وخت دی او لیکوالې د لیکنه ته ښه پیل ورکړی. مریم امرخیل لیکنه کې د منفي کرکتر نه څرګنډول د لیکنې عیب وباله او وې ویل چې که دا کرکټر مشخص وای همدارنګه که د کرکترونه ځینې حالاتونه انځور شوي وای نو لیکنه به خوندوره وه.

پاکیزې ارزو وویل، په دې لیکنه کې د افغاني ټولنې یوه تریخ واقعیت ته پکې اشاره شوې ده او هغه د ښځې په ذات پورې ټړلې چې اوس هم په افغاني ټولنه کې د ښځې وجود لا د منلو نه دی. د لیکني موضوع داسې چې ښایي دېرې لیکني پرې شوې وي مګر د لیکني پیغام اوچت دی.

خو کوم څه چې ما ته په دې لیکنه نیمګړي ښکاري د لیکنې لیکنۍ بڼه ده، لیکنه محتوا د لندکۍ کیسې ډول لري خو منفي کرکټر یې مشخص نه دی. لیکواله د خپل کور کیسه کوي او کوم انځور چې پکې پروت دی هغه د کورني چاپیریال دی او دلته لیکوالې دا نه ده ښودلې چې دا څوک دی ورور دی که پلار او مور او که کوم بل څوک، کوم مشخصات چې یې د کرکتر بیان کړې دي هغه هم په دغه برخه کې مرسته نه ده کړې او دا لیکنه یې ګونګه کړې ده . همدارنګه د کرکټر یوه ځانګړنه کې د ژورو سترګو استعمال یوه څه سمه نه برښي . په لیکنه کې داسې جملې دي چې لیکنه یې لږه بې خونده کړې لکه دا جملې ( په بېړه یې رانه وپوښتل) په حیرانۍ مې ځواب ورکړو، چې بیخي سرچپه راغلې دي که وای چې په حیرانۍ یې وپوښنل او په بیړه مې ځواب ورکړ نو ښکلی به و. د لیکنې په اخر کې دا جمله بیخي اوږده او بې خونده ده او هغه مفهوم چې لیکواله غواړي نه دی یې رسولای.( هغه د افسوس نه په ډکه لهجه زما خبره غوڅه کړه وې ویل : اې کاش چې نجلۍ نه وای.) د لهجې کلمه او اې کاش بې ځایه ده او دا جمله داسې لنډه هم لیکل کیدالی شوای. افسوس یې وکړ بد بد یې راته وکتل، وې ویل کاشکې ته نجلۍ نه وای.

د کره کنتې په پای کې مینا نظري د بهیروالو له نظرونه نه مننه وکړه.

د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه، زمزمې نیازۍ، حورې سپېڅلې، مریم امرخیل، مینا نظري، پاکیزې ارزو ، نعیمې غني، هیلۍ احدي، مېرمن منلې او لیمې نیازۍ خپل او انتخابي شعرونه ولوستل.

غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده، د یادولو وړده چې مېرمن بهیر په میاشت کې دوځله د میاشتي په لومړۍ او درېیمه اونۍ د پامیر سینما په کتاب ښار کې غونډه کوي.

په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د آغلې شپینې شپیلۍ په شعر کره کتنه وشي چې نعیمه غني او شفیقه خپلواک به پرې لیکلی نقد اوروي.

پاکیزه ارزو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *