تاند- ځیني باوري سرچینې وايي چې د قطر د سولې د بهیر د پرمختګ په صورت کې به د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډېږي او تر انتخاباتو مخکې به پر یوه موقت حکومت جوړجاړی وشي.

دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې په فطر کې له طالبانو او دغه راز پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې لومړنی توافق حاصل شوی چې انتخابات دې وځنډېږي او د طالبانو په ګډون دې یو موقت حکومت جوړ شي.

یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې په دې اړه بحثونه روان دي چې تر انتخاباتو مخکې موقت حکومت جوړ شي، پر نوي اساسي قانون او یا هم په اوسني اساسي قانون کې د ځینو تعدیلاتو په باب بحث وشي او د هیواد د راتلونکي نظام د څرنګوالي پر سر یوې پرېکړې ته له رسېدو وروسته د انتخاباتو په باب غور وشي.

د کرزي د حکومت سیاسي مخالفانو مخکې لا په اوسني نظام کې د بدلون غوښتنه کړې وه. په وروستیو کې د کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم هم د صدارتي سیستم وړاندیز وکړ.

د ازادو او شفافو انتخاباتو د بنسټ ريیس جانداد سپینغر نن ازادي راډیو ته وویل، داسي اندېښنې شته چې د سولې په صورت کې انتخابات وځنډېږي او یو موقت حکومت رامنځته شي.

ښاغلي سپین غر وویل چې دا مسله په افغانستان کې ځینو بهرنیو دیپلوماتانو او افغان چارواکو په خپلو غیررسمي غونډو او څرګندونو کې مطرح کړې ده.

تاند ته یوې سرچینې وویل چې د قطر په خبرو کې د بحث یو اصلي ټکی دا دی چې پر یوه سیستم تر جوړجاړي مخکې دې موقت حکومت جوړ شي.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې انتخابات به په خپل وخت یعني د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په شپاړسمه نېټه ترسره کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې د جوزا له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پوري یې د اویا زرو تنو نومونه د نویو رای ورکوونکو په توګه ثبت کړي دي.

One thought on “د انتخاباتو د ځنډېدو او د موقت حکومت د جوړېدو احتمال”
  1. پاکستان چي په هر شکل وي غواړي چي د افغانستان موجوده سيسټم د حکومت کولو په بله بڼه واړوي، ځکه همدغه حکومتي نظام دى چي که په بشپړه توګه عملي شي نو د افغانستان د ښې راتلونکي ضمانت کولاى شي، همدا نن ورځ ټول افغانان ويني چي هيواد ورځ په ورځ مخ پر رُشد او وده روان دى، که کوم مشکل پېښيږي هغه زموږ د فاسدو عناصرو له لوري را منځ ته کيږي، افغانان بايد په هيڅ قيمت هيچاته اجازه ورنه کړي چي افغانستان له روان مسير څخه واړوي، هغه که د صلح تر نامه لاندي وي او که تر نورو نومونو لاندي، رښتيني او دايمي صلح د ټولو افغانانو ارمان دى، مګر د هغه لپاره بايد افغانان تر هغو ملي منافعو تېر نه شي کوم چي څه ناڅه اوس ترلاسه سوي دي، په انتخاباتو کي هم بايد افغانان رايه هغه چاته ورکړي چي د افغانستان موجوده سيسټم ته ژمن وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *