–  ظهور کمال

کابل ادبي بنډار خپله ۳۱مه غونډه د ۱۳۹۳ کال د زمري میاشتې په ۳۱ نېټه د غازي محمد جانخان په منځني ښوونځي کې ترسره کړه.

غونډه د قرانکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه، چې مشري یې ښاغلي حاجي نصیب ګل فیضي کوله. د تېرې اوونۍ راپور د وحیدالله اوریاخېل له خوا ولوستل شو، په راپور باندې د کره کتنې په ترځ کې ښاغلي ګل آغا احمدي په راپور کې د راغلې کلمي (الهی قانون) پر ځای د (الهي کلام) لفظونه راوړل غوره و ګڼل.

د غونډې په دویمه برخه کې د تېرې غونډې د اجنډا سره سم د عبدالله الهام جمالزی په نوي چاپ شوي کتاب چې په ۱۳۹۳ د چاپ پر ګاڼه ښکلی شوی او (کیسه ګۍ) نومېږي مخکتنه وشوه. ګل آغا احمدي وردګ او حبیب وقار پر کتاب مقالې لیکلې وې چې په ترتیب سره لومړی احمدي او بیا وقار خپله مقاله و لوسته. احمدي له ټولو څخه د مخه ښاغلي عبدالله الهام جمالزي ته ددې نوي نوښت مبارکي ورکړه او (کیسه ګۍ) یې د کیسه لیکلو فورم په پښتو ادب کې نوې و ګڼله.

احمدي د ښاغلي الهام جمالزي د کتاب په بشپړې پېژندنې سربېره د همدې کتاب په دوو کیسه ګیو لنډې خبرې وکړی او هغه یې تر ډېره بریده مثبتې او د خووږ مفاهیمو درلونکې و ګڼلې. نوموړي همدارنګه د کتاب د پښتۍ، چاپ او جوړښت په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل. احمدي په ټولیز ډول د کتاب منځپانګه خوښه، د کیسه ګیو لیکل، په کتابي بڼه راوړل او د پښتو ادب ګلورین بڼ ته د هغه زیاتول یو غوره نوښت و باله. ښاغلی احمدي د کتاب د سریزې په هکله یادونه وکړه، چې د وفا سمندر له خوار پرې لیکل شوې ده، احمدي وویل په سریزه کې سمندر ويلی :په کتاب کې راغلې کیسه ګۍ عنوانونه نه لری خو زه چې کتاب ګورم نو له یوې کیسه ګۍ څخه پرته نورې ټولې کیسه ګۍ یا مینیمالونه عنوانونه لري چې باید دغه راز ټکو ته مخکې له مخکې او له چاپ وړاندې پاملرنه شوې وای. احمدي د کتاب د عنوانونو مخې ته دوه ټکي د عنوانونو مخې ته ښه و نه ګڼل او زیاته یې کړه چې نوموړې چاره په اوسني لیک دود کې نه تر سترګو کېږي.

له احمدي وروسته ښاغلی حبیب وقار په کیسه ګۍ خپله مقاله ولوسته، ښاغلی وقار وویل: کیسه ګۍ شاید تر الهام جمالزي مخکې هم لیکل شوې وي خو په دومره زیاته اندازه نه چې د یو کتاب بڼه خپله کړي.

وقار صیب په کتاب کې د ځینو کیسه ګو په اړه وویل: په دې کتاب کې یو شمېر کیسه ګۍ د نړیوالو لیکوالو دي چې د کتاب لیکوال را ژباړلې، که چېرې نوموړو ژباړل شوو کیسه ګیو ته یو بېل څپرکي ځانګړی شوې وی ښه به ؤ.

ښاغلی وقار د کتاب ټوله منځپانګه خوښه کړه، وقار صیب زیاته کړه په نومړي کتاب کې ښې او په زړه پورې کیسه ګۍ شته، چې کلتوري، طنزي، ادبي او ټولنیز پیغامونه پکې نغښتي، خندا، تلوسه او غوټه پکې له ورایه ښکاري.

ښاغلی وقار د ځینو کیسه ګیو عنوانونه تکراري وبلل مثال: هیله، مسافر، یتیم او داسې نور.

له مقالو لوستلو وروسته د کتاب لیکوال ښاغلي عبدالله الهام جمالزي خبرې وکړې: د خپلو خبرو په لومړي سر کې یې له ګل آغا احمدي او حبیب وقار څخه مننه وکړه چې د ده په کتاب یې په تفصیل سره خبرې وکړي او په ښه توګه یې معرفي کړی دی. همدارنګه جمالزي وویل: ددې کتاب لیکلو یوازینی علت زما مینه او علاقه د کیسه ګیو سره ښي. ښاغلی الهام و منله چې په کتاب کې به شاید ستونزې وي خو یوازنی علت یې په بېړه ددې کتاب چاپ ؤ.

په دې هکله نوموړي داسې وویل: ما د کتاب په چاپ کې بېړه وکړه او زیاتره عنوانونه مې په ډېر کم وخت کې لیکي شاید ډېر یې تکرار او په نورو ژبو پورې اړوند وي چې نوموړو عنوانو ته ښې پښتو کلمې لرو.

یو شمېر کیسه ګۍ زما د خپل تعریف سره په ټکر کې دي چې دا ستونزه هم د ځان بولم.

ښاغلی الهام د کیسه ګۍ د تعریف په اړوند وویل: کیسه ګۍ د لنډې کیسې یوې ډېرې لنډې برخې ته ویل کېږي تر څو اورېدونکي او لوستونکي د موضوع په اړه نور فکر کولو ته اړباسي.

د کیسه ګۍ کتاب له مخکتې وروسته کابل ادبي بنډار مشاعره وکړه چې زیاتو شاعرانو پکې خپل شعرونه ولوستل، له مشاعرې وروسته د غونډې مشر ډګروال نصیب ګل خبرې وکړې او د کابل ادبي بنډار یې یو علمي او په ټولنه کې اصلاح رامینځته کوونکی نهاد وباله چې اغېزې یې ډېرې مثبتي دي.

د غونډې په پای کې د کابل ادبي بنډار په استازیتوب ښاغلي ګل اغا احمدي د رمضان د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کابل ادبي بنډار ملګرو، افغان ولس او ټول اسلامي امت ته مبارکي وویله چې څو ورځې وروسته به د نړۍ ټول مسلمانان لبیک ورته ووايي. نوموړي همدارنګه وویل چې د کابل ادبي بنډار غونډې به د روژې مبارکی میاشتې په بهیر کې هم تر سره کېږي.

د کابل ادبی بنډار راتلونکې غونډه به د ۱۳۹۳ کال چنګاښ په ۱۳ نېټه د جمعې مبارکې ورځ په ۸ بجو د غازي محمدجانخان د منځني ښوونځي په انګړ کې جوړېږي او د ښاغلي ذبیح الله اېمان په غزل به کره کتنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *