ځوان نسل ته د سیاسي مدیریت لیږد زموږ موخه ده
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکې بیانیه
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه؛ په هېواد کې د یوه پراخ خوځښت په توګه، چې د ۴۵مدني ټولنو څخه جوړه شوې د هېواد حساسه شرایطو ته په کتو سره د ولسمشریزو ټاکنو له لومړي او دویم پړاو څخه ملاتړ کړی او په ټاکنو کې د خلکو ګډون او شفافیت لپاره د پام وړ هڅې کړي دي. له بلې خوا شبکه، چې په هېواد کې ټولې چارې له نیږدې څاري؛ د یو شمېر روانو او وروستیو چارو په اړه ژوره اندیښنه لري اودا په هېواد کې د ولسواکۍ او د بشري حقونو خلاف بولي او هغه په هېواد کې د نوې ولسواکۍ په وړاندې سخته ضربه ګڼي.
دا شبکه په دې هڅه کې ده، څو شته ټاکنیزې ناندرۍ د خبرو له لارې حل کړي، نو له دې امله د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره؛ دې شبکې د کړکیچ په وړاندې مدني خوځښت په لاره اچولی، څو د سیاسي مشرانو، ګوندونو، مدني ټولنو او ځوانانو سره په ګډه؛ له ټاکنو د راټوکیدلو ستونزو او ګواښونو مخنیوی وشي. د یادو سکالو اړوند د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړي مرستیال ښاغلی محمد یونس قانوني سره په ګډه له ټاکنو وروسته افغانستان، د ملت انديښنې او د سیاستوالو مسوولیت په اړه د ځوان فعالینو او مدني ټولنو د استازو په ګډون ناسته جوړه کړې او لاندې ټکي بیانوي:
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د کړکیچ په وړاندې د مدني خوځښت په لاره اچولو سره د ټاکنو په لومړي او دویم پړاو کې د خلکو ګډون او همدارنګه د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت پیاوړو ځواکونو له قربانۍ څخه ستاینه کوي، کوم چې یې په نه ستړیکېدونکې توګه د ورځي او شپې له پلوه خپل مسوولیت ادا کړی، څو ټاکنې په آرامه فضا کې سرته ورسیږي او همدارنګه د هېواد امنیتي ځواکونو پاک روح ته چې په یادو پړاونو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، د فردوس جنت غوښتنه کوي.
د ځوانانو دا ځواکمن خوځښت د افغانستان د دښمنانو لخوا له دې امله، چې په ټاکنو کې د ګډون له امله د یو شمېر هېوادوالو د ګوتو پرې کول په کلکه غندي او هغه د اسلامي او انساني اصولو خلاف بولي.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، د هېواد شته ستونزو او خنډونو یوازینۍ لار د ولسمشریزو تاکنو ترسره کیدو بولي او ټینګار کوي، چې د سیاسي واک لیږد او اندیښنو ختمولو لپاره د سراسري، شفاف او عادلانه ټاکنو ترسره کیدل دي؛ خو لیدل کیږي، چې اوس مهال د ټاکنې د خلکو لپاره سرخوږی شوی او د هېواد ټولې اقتصادي، ښونیزې او رغنیزې پروګرامونه له ځنډ سره مخ شوي. بله هغه مسئله، چې د خلکو ذهن یې ځانته اړولی د ولسمشریزو ټاکنو پایلو په اړه اندیښنې دي.
د کړکیچ په وړاندې مدني خوځښت د ټاکنو له خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نه غواړړي، څو د خلکو رایو ته درناوی وکړي او په ټاکنو کې د ناپیلتوب اصل ساتلو سره؛ له هر ډول درغلۍ سره، چې د دواړو نوماندانو په ګته ترسره شوي وي قانوني چلند وکړي او پاکې رایې له ناپاکو څخه جلا کړي، همدارنګه د خلکو او نوماندانو د اعتماد او باور ترلاسه کولو لپاره؛ خپل ملي او وظیفوي مسوولیت په سمه او څرګنده توګه سرته ورسوي.
د افغانستان حکومت، چې د دیارلس کلن سیاسي واک لیږد په برخه کې بنسټیز رول او مسوولیت پر غاړه لري؛ باید دا لړۍ په سمه توګه مدیریت کړي د هر ډول سرغړونې مخه ونیسي،
د ولسمشرۍ محترم نوماندان، د افغانستان خلکو ته د چوپړ لپاره د ټاکنو ډګر کې ګام ایښی؛ نو په دې توګه د خلکو پاکو رایو ته باید درناوی وشي او د خپل شخصي موخو ته د رسیدو لپاره له هغه نه ګټه پورته نه کړي.
نو د ولسمشریزو نوماندانو غواړو، څو د هېواد ملي ارزښتونو، ګټو، او مصالحو ساتلو لپاره او همدارنګه د ولسواکۍ بنسټيزه کولو او کړکیچ پر لور د هېواد له وړلو څخه د مخنیوي په موخه له منطق او خونسردي څخه ګټه واخلي او له هر ډول خوځونکیو خبرو او کړو وړو څخه، چې ناوړه پایلې لري ډډه وکړي.
مدني اعتراضونه د هر وګړي حق دی، دا خوځښت؛ له مشروع مدني اعتراضونو څخه په ټینګه ملاتړ کوي او هغه د هېواد وګړیو مشروع غوښتنو ترلاسه کولو په برخه کې یوازینۍ لار ګڼي.
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو ناندریو حل په موخه د منځګړیتوب لپاره د ملګرو ملتونو وروستی ګام ستاي او هغه د هېواد، سیمې او نړۍ په ګټه بولي.
د ځوانانو دا ځواکمن بنسټ له ملګرو ملتونو غواړي، څو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او ټاکنیزو کمیسیونونو ترمنځ د اعتماد او باور رامنځته کولو لپاره داسې عمل وکړي، څو د ټاکنیزو شخړو د حل زمینه برابره شي او د خلکو ترمنځ د ولسواکۍ پراختیا لامل شي.
شبکه ټينګار کوي، څو ملګري ملتونه د شته ستونزو د حل په برخه کې د افغاني ټولنې واقعیتونه او د ټاکنیزو ډلو او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنې په پام کې ونیسي، نه دا چې د ګاونډیو او د افغانستان په چارو کې دخیل هېوادونو غوښتنې؛ څو په دې سره وکولای شو د تیرې یوې لسیزې لاسته راوړنې، چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو او د افغانستان خلکو په زیار او هڅې سره ترلاسه شوي وساتل شي او د ولسواکۍ لړۍ بنسټيزه شي.
په پای کې، موږ ځوانان، چې د آباد، پرمختللي او امن افغانستان هیله لرو؛ له ټولو کورني سیاسي او مدني بنستونو څخه غواړو، څو د ملي یووالي او ولسواکۍ پیاوړتیا په برخه کې اغیزمن ګامونه اوچت کړي او د افغانستان په چارو کې له ټولو دخیلو نړیوالو بنسټونو غواړو، څو د تیرو همکاریو په شان، زموږ د خلکو د سمون لپاره زمینه برابره کړي،. او هیله څرګندوو، څو د هېواد سیاسي مشرانو د نیک مدیریت تر سیوري لاندې؛ تل پاتې سوله او ټیکاو سره مل غوره راتلونکی د هېواد په تمه وي.
ومن الله التوفیق
د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه
(د کړکیچ په وړاندې مدني خوځښت)
دو شنبه، د ۱۳۹۳ لمریز کال د چنګاښ ۲، چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د جون میاشتې له ۲۳ سره برابره ده
صدارت عظمی، کابل – افغانستان