د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د سارک هېوادونو، د فرهنګي پلازمېنې په توګه د بامیان ولایت نومول کیدو له امله

د مبارکۍ پیغام

۱۳۹۲/چنګاښ/۲

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ۲۰۱۵ میلادي کال لپاره، د سارک سازمان غړیو هېوادونو د لومړنۍ کلتوري پلازمېنې په توګه، د بامیان ولایت د نومول کیدو له کبله، د یاد ولایت له سیمه ییزې ادارې او ولسونو سره د مبارکۍ مراتب شریک کړي دي.

د دې ادارې لوی رییس عبدالخالق فراهي، د بامیان ولایت سیمه ییزې ادارې ته د مبارکۍ په یوه پیغام کې ویلي دي:(( بامیان د افغانستان د کلتور، تاریخي برم او زیارکښو خلکو ټاټوبی دی. د دې ولایت خلک، سره د دې چې، د متوازن انکشاف له ټولو فرصتونو نه دي برخمن شوي، خو په تېرو دیارلسو کلونو کې یې، د حکومت د ټولو ملي او سیمه ییزو پروسو او برنامو په پلي کولو کې، هر اړخیزه همکاري کړې ده. له حکومتي تګلارو او پروګرامونو سره، د بامیان د ولسونو دا ډول ژمنتیا، پر ملي یووالي او حکومت د دوی د باور د ژوروالي څرګندونه کوي.

 د روان کال په پیل کې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د بامیان د ولسونو په غوښتنه، د دې ولایت درجه له دریمې دویمې ته لوړه کړه او په پام کې لري، چې د همدې کال په اوږدو کې، د بامیان انکشافي کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د بامیان ولایت لومړیتوبونه او پرمختیایي پلان، له مرستندویه بنسټونو او سکتوري وزارتونو سره شریک شي. زه هیله لرم، چې د سارک هېوادونو د لومړنۍ فرهنګي پلازمېنې په توګه، د بامیان غوره کیدل، په دې ولایت کې، د ګرځندویۍ، فرهنګي فعالیتونو، معارف او اقتصاد له ودې سره مرسته وکړي. ))

په دې پیغام کې، د بهرنیو چارو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو او نورو اړوندو ادارو له هغو هڅو ستاینه شوې، چې د سارک هېوادونو د فرهنګي پلازمېنې په توګه، د بامیان ولایت د غوره کیدو په برخه کې، اغېزناکې ثابتې شوې دي.  د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د بامیان دا ویاړ په سیمه کې، د افغانستان د لرغوني تمدني ارزښت د بیا را ژوندي کیدو پر لور غوره ګام بولي او له امله یې ټول افغان ملت ته مبارکي وایي.

ځواب دلته پرېږدئ