تاند- امریکا او ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتي پروسې له ځنډولو ډډه وکړي او د انتخاباتو کمیسیونونه پرېږدي چې انتخاباتي پروسه بشپړه کړي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ایرنسټ نن وویل چې افغانستان قانوني مکیانیزمونه لري او دا میکانیزمونه یا ادارې شکایتونه رابرسېره کوي او څېړي.
ارنست له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو په پروسه کې ګډون وکړي او له تاوتریخوالي ډده وکړي.
د ارنست اشاره عبدالله عبدالله ته وه چې په ��نتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه یې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري درولې ده.
د سپینې ماڼۍ ویندوی وویل:«متحدو ایالتونو له دواړو کاندیدانو غوښتي دي چې انتخاباتي پروسې ته دوام ورکړي، له تشدده ډډه وکړي او هر کار چې د دې خلاف کېږي، موږ یې افسوسناک بولو. ناسم چلن، درغلي او شکایتونه باید له مناسبو لارو وڅېړل شي. په کابل او ولایتونو کې د قضاوت او پرېکړې لپاره قانوني میکانیزمونه (د شکایتونو کمیسیونونه) جوړ شوي دي.»
ارنست په عین حال کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونه به د درغلیو په اړه ثبت شوي شکایتونه په بې پرې ډول وڅېړي.
ده د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ترمنځ خبرې هم ضروري وبللې، ویې ویل پکار ده چې ژر خبرې وشي.
امریکا او ناټو غواړي چې د انتخاباتو پروسه په خپل وخت بشپړه شي څو له نوي ولسمشر سره امنیتي موافقه په ټاکلي وخت لاسلیک شي.
په همدې حال کې د ناټو سرمنشي وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدان دې ژر تر ژره انتخاباتي پروسې ته وګرځي او دا بهیر دې نه ځنډوي.
اندریس فوګ راسموسن د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو وروستۍ پایلې ومني.
، هو! موږ هم همدا خبره کوو
خو دا لوده « ګلمرجان» یې نه مني
موږ(افغانانو) ته خو دادی اوس پسونه«ګوسفند» هم وایی
خدای خبر تاسو به په څه نومونو یادوی
:یو وړاندیز
هغه خپل خیراتي ورکړي ډالر بیرته ورڅخه واخلۍ، نور به پخپله د سړي زوی سي!
گلمرجان به یی ډیر ژراوس ومنی داځکه چی اوس یی بادار امروکړاویاخوبه هیوادپریژدی او یونامعلوم لوری ته به ځی