ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله عبدالله د یوې منظمې ستراتيژۍ له مخې هڅه کوي، انتخاباتي بهیر پایمال شي.
دغه معلومات د ضیامسعود او عبدالله عبدالله ترمنځ په اړیکو جوړولو بوخت د شمالي ټلوالې ځينې قوماندانانو په ډاګه کړي دي.
عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو یوې مهمې غونډې ته ویلي، ((د غني تر کامیابۍ غوره ده، چې انتخاباتي پایلې باطلې شي او اوسنی حکومت دوام وکړي.))
سرچینې وايي، صلاح الدین رباني لومړنی کس دی، چې په دې طرحه کې یې له عبدالله سره ژور اختلافات پیدا شوي، خو د ملي امنیت پخوانی ريیس امرالله صالح بیا تورن شوی، چې له حکومت، رقیب انتخاباتي کمپ او انتخاباتي کمیسیونونو سره د عبدالله عبدالله د اړيکو د رغېدو مخه نیسي.
سره له دې چې استعفا ته د انتخاباتو کميسیون د دار الانشا د ريیس ضیاالحق امرخېل په اړ ایستلو کې د یونما لاس لرل نشي ردېدلای، خو دغه منځګړی لاهم ندی توانېدلی، چې عبدالله عبدالله د ټاکنو بهیر له اخرې مرحلې سره پخلا کړي. د ټاکنو کميسیون د چارواکو په خبره د عبدالله دويم شرط هم منل شوی، چې د خوست، پکتیا او پکتیکا د زیاتو رایو بیاګڼل ممکن شوي، خو عبدالله عبدالله د انتخاباتو د نتیجې له منلو د تېښتې متفاوتې او شېبه په شیبه سنجول شوې لارې لټوي.
د یو نسبي تخمین له مخې له ژورې کتنې او تفتیش وروسته بیا به هم د عبدالله عبدالله رقیب له نوموړي څخه له اووه ان تر نهه سوه زره رایو تفاوت ولري. دغه حالت عبدالله پاروي، چې د ناکامۍ منلو پرځای پروسه د مشروعیت له ننګونو سره مخ کړي.
په همدې حال کې له همپالنې ټيم څخه تازه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د شمالي ټلوالې د منځنۍ کچې ډېری قوماندانان له ضیا مسعود سره د اړیکو جوړولو په هڅو بوخت دي او دې وضعیت د عبدالله لوری له خطر سره مخامخ کړی دی. ددغو قوماندانانو له قوله خپاره شوي تازه معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله په هېڅ ډول د اشرف غني احمدزي بری نشي زغملای او په یوه خپل منځي غونډه کې یې ویلي، چې د غني تر بري به د اوسني حکومت دوام ته ترجیح ورکړي. دغه قوماندانان د عبدالله دا تګلاره د انتخاباتي بهیر د تخریب ستراتيژي بولي او ادعا کوي، چې د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح یې طراح دی.
معلومات همداراز په ډاګه کوي، چې د عبدالله عبدالله له دې تګلارې سره د سولې شورا مشر او د جمیعت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني په کلکه مخالفت ښودلی دی. صلاح الدین رباني یو له هغو کسانو دی، چې د ولسمشر کرزي د لورینې په ترڅ کې په بل حکومت کې هم خپل ځای لیدلای شي، خو له دې سره د انتخاباتو له بهیره بایکاټ له ولسمشر کرزي سره د خپلې وفادارۍ په تاوان ويني.
د استاد رباني تر مرګه عبدالله عبدالله د جمیعت ګوند غړی نه و او یو مستقل جریان یې رهبريکاوه. د ټاکنو په جریان کې عبدالله عبدالله د جمیعت ګوند له ټکټ په کافي اندازه استفاده وکړه او له همدې کبله د جمیعت ګوند ډېر واړه قوماندانان هم نوموړی د خپلو احساسانونو پوروړی ګڼي.
ددغو قوماندانانو اکثره یې چې له ضیا مسعود سره هم ښې اړیکې لري او د عبدالله د ناکامۍ په اړه باوري شوي، اوس هڅه کوي، د ضیامسعود لوری ونیسي او په دې توګه د همپالنې تنظيمي ملاتړ کاواکه کوي.
له بل لوري، سره له دې چې عبدالله او ځینې محدود ملګري یې د ټاکنو بهیر په اړه یو مشخص دريځ تعقیبوي، د حاجي محمد محقق، زلمي رسول او د حزب اسلامي د ځینو قوماندانانو غږ تت دی. د ولسمشر کرزي دویم مرستیال په وروستیو ورځو کې څو ځله له محمد محقق سره کتلي او په ټاکنو کې یې د هزاره حوزې د برخلیک په اړه ترمنځ بحثونه شوي دي.
ډاکتر زلمی رسول او ځینې نور پلویان یې هم د ټاکنو له بهیر سره د قانوني چلند پلویان دي او په عبدالله عبدالله فشار راوړي، چې د ولسمشر کرزي په وساطت د مشارکت لپاره له خپل انتخاباتي سیال سره جوړجاړي ته غاړه کېږدي، خو د عبدالله عبدالله له لوري د انتخاباتي پروسې د تخریب په صورت کې به زلمی رسول یو له هغو کسانو وي، چې په نړیواله کچه د همپالنې دا ډول دريځ د خپل سیاسي حیثیت په زیان ويني او له عبدالله عبدالله څخه لاره جلا کړي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له مشرانو سره د ملګرو ملتونو د سیاسي نماینده ګۍ دوه ورځني بې نتیجې بحثونه دغه بهیر یوې نوې مرحلې ته داخلولی شي. داهغه وخت دې، چې د یونما مشرتابه د عبدالله عبدالله د غوښتنو په اهمیت غور وکړي او د نوموړي دخوښې وړ حل لارې د نشتوالي له کبله یاد فرمایشونه له پامه وغورځوي.
په هرصورت ملګرو ملتونو ته د عبدالله عبدالله ترخوشالۍ د انتخاباتي پروسې نجات اهمیت لري او اړ دي، چې ددویمې چارې په ترسره کولو خپل نړیوال حیثیت خوندي کړي.
افغان ولس ته خپلی رایی مهمه دی اوله خپلو رایو څخه به په کلکه دفاع کوی داچی ګلمرجان د ټولټاکنو پایلی منی اوکه یی نه منی داورته مهمه نه ده