دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات شپږیزې په نامه د زونونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزو سیالیو په پایلوبه کې د سپین غر پړانګانو د امونهنګانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ د غبرګولي په ۳۱مه، د پنځو زونونو، سپین غر پړانګانو، امونهنګانو، بست ساتونکو، بندامیر بازانو او مس عینک اتلانو په ګډون سره پیل او نن د چنګاښ په ۸مه، پای ته ورسیدې.
د پایلوبې پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلې کپتان حمید حسن وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ پریکړه وکړه. د پړانګانو لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې داتو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او د آمو نهنګانو ته یې د ۱۷۱ منډو هدف کیښود.
د پړانګانو له لوري شفیق الله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او د شپږو شپږیزو په ملتیا یې ۸۱ منډې وکړې، دغه راز کریم صادق ۴۰ او نسیم سرخرودي ۲۴ منډې وکړې.
د امو نهنګانو له لوري میرویس اشرف ۳ او عبدالله مزاري یو لوبغاړی وسوځاوه.
دامو نهنګانو ددغه لوی هدف په تعاقب کې ډیره ښه لوبه پیل کړه ، په ځانګړې توګه عثمان خان ۳۹ او سمیع الله شینواري ۶۶ منډې وکړې او پړانګانو سره یې لوبه برابره کړه.
د نهنګانو له لوري عبدالله عادل دوه او حمید حسن یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې تر برابریدو وروسته لوبڅارانو د سوپر اوور پریکړه وکړه. لومړی بیټنګ دامو نهنګانو وکړه او د حمید حسن په یوه اوور کې عثمان خان او سمیع الله شینواري ۱۰ منډې وکړې او پړانګانو ته یې د ۱۱ منډو هدف ورکړ.
د پړانګانو له لوري شفیق الله شفق او کریم صادق لوبې ته راووتل، کریم ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په دریو بالونو یې یاد هدف ترلاسه او اتلولي یې خپله کړه.
شفیق الله شفق د پای لوبې او کریم صادق د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو. دغه راز میرویس اشرف غوره بالر او عثمان خان د سیالیو ځوان لوبغاړی اعلان شو.
په پای کې د جوایزو ، انعامونو او تقدیرنامو مراسمو ترسره شول چې پکې دافغانستان اسلامي جمهوریت د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، سلاکار وزیر او دافغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، د کندوز والي محمد انور جګدلک، د ولسي جرګې وکیل امیر خان یار، د شمشاد نړیوال تلویزیون مشر حاجي فضل کریم فضل، د اتصالاتو استازی کفایت الله نبي خیل، د خپلواک موبایل شرکت مشر خپلواک صافی او نورو میلمنو برخه اخیستې وه.
دغو مشرانو ددواړو لوبډلو پر لوبغاړو، روزونکو، منیجرانو، لوبڅارانو ، سکوررانو او نورو هغو کسانو چې په دې سیالیو کې رغنده رول رول لوبولي وو، مډالونه او جایزې وویشلې.
دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شهزاده او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د اتلې لوبډلې کپتان حمید حسن ته داتلولۍ جام وسپارلو.
د افغانستان کرکټ لوی رییس شهزاده مسعود ددې سیالیو په ترسره کولو کې د اتصالاتو، خپلواک شرکت افغانستان نړیوال بانک او شمشاد تلویزیون له همکاریو څخه مننه وکړه.