وروسته له هغې چې د هېواد ملي ګټو او د ټاکنو د سلامت په خاطر د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخېل له خپلې دندې لاس په سر شو، په کور دننه او بهر په لوړه کچه وستایل شو.
څو ورځې مخکې مې له خپل یو دروند ملګري سره چې په همدې کمېسیون کې دنده لري د زړه خواله کوله، او ترې مې د ډیرو مسایلو ترڅنګ د ښاغلي امرخېل او د ټاکنو د پخواني مشر فضل احمد معنوي ترمنځ د اړیکو په اړه هم وپوښتل.
زما ملګري راته کړه کله چې معنوي په ۱۳۸۹ کال کې ټاکنو د کمیسیون مشر و نو تل یې له امرخېل سره چې هغه مهال عملیاتي مشر و، د ده پر واکونو او صلاحیتونو جنجال و او معنوي ته امرخېل داسې بریښده لکه د سترګو اغزی او د دوی ترمنځ دغه جنجالونه تر هغه مهال روان وو، کله د معنوي دنده پای ته ورسېده.
بل پلو د ولسي جرګې غړي ډاکتر رمضان بشردوست هم له نن ټکي اسیا سره په مرکه کې ویلي چې د امرخیل د لانجې تر شا د معنوي لاس دی، دی زیاتوي چې دغه ستونزه یې تعقیب کړې، په دې اړه يې څېړنې کړي او وروسته ورته مالومه شوې چې پېښه کې د معنوي لاس دی.
بشردوست وايي چې د معنوي تر دې دمخه له امرخیل سره جګړه کړې او تر دې رسېدلې چې په یو بل پسې وسلې راواخلي، ددې جګړې له امله د ملګرو ملتونو بهرني کارکوونکي د امنیت د نه شتون له امله دوه اونۍ د کمېسون دفتر ته نه تلل او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې کار سرته رساوه.
معنوي چې اوس د ډاکتر عبدالله د ټیم لوړپوړی غړی دی او تل په ټاکنیزو مسایلو کې د دې ټیم سرکرده ګڼل کېږي څو ورځې مخکې یې له اریانا تلویزیون سره په یوه ګردي میز کې د امرخېل د تیرو کړونو په اړه نامسولانه معلومات ورکړل.
معنوي په دې میز کې له خورا تندې لهجې، تعصب او له ډېرو ټیټو هغو معیارونو څخه کار واخیست چې هر باعقله او با شعوره انسان ته د منلو وړ نه بریښي.
ښاغلي معنوي د ۱۳۸۹ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال د امرخېل له کړنو نا راضي څرګنده کړه او ویې ویل، دی هغه مهال هم د امرخېل پرکړنو شکمن و او د دارالانشا د مشر په توګه یې له ولسمشر سره د ده په اړه خپل کلک مخالفت هم څرګند کړی و.
د معنوي په خبره ده ولسمشر ته یو بل کس معرفي کړی و څو د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د مشر په توګه معرفي شي، خو په وینا یې چې دغه پیشنهاد شپږ میاشتې په ولسمشرۍ دفتر کې پاتې شو چې بیا وروسته ولسمشر په خپله خوښه امرخېل یو تکړه، ځوان او بااستعداده شخص وباله او پر دې څوکۍ یې وګماره.
معنوي وړاندې وايي چې له دې سره سره امرخېل یو ځوان و چې دغه پوست لپاره مناسب نه و او په ټوله کې د کمېسیونونو ټول مسولین په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو د څېړلو توان او اراده نه لري.
خو اوس پوښتنه را راولاړیږي چې ای معنوي صیب ته خو د پاخه عمر انسان وې، ډیره تجربه هم لرې، توان او اراده هم لرې، نو ولې دې د ۱۳۸۹ کال د ولسي جرګې ټاکنې له پراخو، جدي، مستندو، درغلیو، سرغړونو او له لاریونونو سره سره په خپله خوښه پای ته ورسولې، او حق دې حقدار ته ونه سپاره؟
په ۱۳۸۹ کال کې ما له یوې افغاني رسنۍ سره کار کاوه، د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې، په دغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو، سرغړونو او په شهزاده سرای کې د پیسو د راکړې ورکړې په صورت کې د وکیلانو د بریالي کېدو په اړه هم لویې څارنوالۍ اقدام وکړ او ځانګړې محکمه یې جوړه کړه.
دغې محکمې په خپلو څېړنو کې پریکړه وکړه څو شاوخوا شپیته وکیلان دې له جرګې لرې او هغه کسان یې معرفي کړ چې واقعي او د خلکو په رایو بریالي شوي وو، خو د معنوي په تصدۍ کې یواځې ۹ تنه وکیلانو ته خپل حق وسپارل شو او پاتې نور وکیلان لا هم په ناقانونه توګه د معنوي په پیرزوینې او مهربانۍ سره وکالت پرمخ وړي.
د معنوي په یو بل متعصبانه اقدام کې هغه مهال له غزني ولایت څخه ټول بریالي شوي وکیلان هزاره ګان وبلل شو، او په دې ولایت کې مېشت نوي سلنه پښتنانه د معنوي د دسیسو ښکار شول او له خپلې حقیقي بې برخې شول.
نو له پورته څرګندونو دا معلومیږي چې د ولسمشرۍ په لومړي ځل ټاکنو کې د معنوي په خوښه او هڅه د هېواد په اکثرو سیمو کې پراخې او سازمان شوې درغلۍ وشوې چې په پایله کې عبدالله ۴۵ سلنه رایه یوړه او کله چې په دویم پړاو ټاکنو کې ډاکتر اشرف غني ترې وړاندې او ممکنه ولسمشر دی نو اوس یې په تشو اوازو، څرګندونو او بې ځایه تورنو سره دغه ټاکنې له بحران سره مخ کړې.
نو معنوي او د هغه ټیم دې په دې خبر وي چې هیڅکله خپلو ناقانونه کړنو سره ولسمشرۍ څوکۍ نه شي خپلولی او په ډیرو بې ځایه او تشو تورنو هم په لاس څه نه ورځي نو پکار ده چې خپلې مشروع غوښتنې له قانوني مراجعو ترلاسه کړي چې په پایله کې بریالی نوماند د افغانستان چارې په لاس کې واخلي څو افغانستان له روان وضعیت څخه د باندې وباسي.