په پښتو معاصره شاعرۍ تر ډېره د نا هيلۍ سيورى خپور دى. ډېر داسې شعرونه شته که يې ولولو نو راته څرګنده به شي چې شاعر په کې د خپلو فردي ماتو او ماسيو تر څنګ د ټولنيزو ماتو او مايوسيو کيسې هم کړې وي.
داسمه ده چې ځينې کره کتونکي شايد ووايي، چې هر کب له خپلو اوبو او شګو رنګ اخلي، څه چې وينې او په کوم چاپيريال کې چې اوسې هغه انځور کړي او دعرب شاعرې الملايکې په وينا چې شاعر بايد تل راته خپلې خبرې وکړي او ښه شاعر هغه دى چې خپل ژوند او چارپېريال خپلې شاعرۍ ته په ماهرانه ډول ولېږدوي.
خو دا چې شاعر ته دټولنې سترګور انسان ويل کېږي، نو بايد چې دغه سترګې د ورکړو ناهيلو ترڅنګ دراتلونکې لور او منزل هم يو څه روښانه کړي. نه دا چې خپل مخاطبين يوازې تر ستونزو او نا هيلو ورسوي او د وتلو کومه لاره يې ورته نه وي ښودلې، داسې هيله په کې نه وي، چې له مخې يې لوستونکى له ژوند سره مينه وکړي او ژوند ته غېږه ورکړي.
ډېر پخوا مې د اختر په ورځو کې يو شعر لوستى و، چې مطلع يې داسې وه :
مه راځه اختره ټول باغونه سوځېدلي دي
مړې مو خوشحالۍ دي د ژړا کډې راغلي دي
ددې غزل شاعر رانه هېر دى، خو ټول بيتونه يې تر پايه په همدې ډول اختر ته يو ډول شکايت و، چې ولې راغلى يې!، د اختر ورځ مې د ځينو ملګرو تر منځ همدا شعر کارته پورته کېده او پوهېدم، چې د هغوى په خوښۍ يې هم يو ډول سيورى کړى، حال دا چې بايد داسې نه وى او دا خوښۍ ملي او مذهبي ورځ يې په خورا مينه نمانځلې واى.
که پښتو شعرونه چاڼ شي، نو داسې شعرونه خورا زيات دي، چې شاعر له خپلې ناهيلۍ ژړلي او کله کله يې په خپل خورد غم خروار اوښکې تويې کړې او داسې پيغام ورکوي، چې ګني داسې يوه ګرداب او بندښت ته رسيدلي يو، چې د وتلو هېڅ لاره مو نشته، نو ځکه هغه کسان چې د شاعر پر کلام باور لري، په دغه خبره يې باور کوي او فکر کوي، چې ګويا ستونزه همدومره لويه او د وتلو لاره نه لري.
مخکې له دې چې له دا ډول بېلګو او خبرو سره وړاندې لاړ شو، غوره به وي، چې د ناهيلۍ په اړه هم يو څه پوهېږو، ځکه چې ممکن دداسې شعر د ليکلو پرمهال خپله شاعر هم له کومې روانۍ ناروغۍ سره مخ او يو لامل ولري، چې همدغه اغېز يې شعر ته ځي او بيايې د شعر مخاطب ورسره مخ کېږي.
نا هيلی څه ته وايي؟
په نفسياتي یا رواني علم کي ناهيلۍ ته نااميدي هم ويل کېږي، پاکستانی وتلی اروا پوه حمير هاشمي (دچا چي کتابونه د امريکا او کاناډا د پوهنتونونوپه نصاب کي ځای لري)د ناهيلۍ تعريف څه داسي کوي: “ناهيلي يا نااميدي هغه پټ احساس دی چېيو کس يې د خپلو خواهشاتو د نه پوره کېدل په خاطر احساسوي. دمثال په ډول کله، چېيوزده کونکی وغواړي په ازموينه کي بريالی شي او بيا دده د اټکل خلاف ناکامه کېږي، نو نوموړی د ناهيلۍ ښکار ګرځي ،ياهم که کوم لوبغاړی د لوبي ميدان ته دلوبي دګټلو په تمه ور شوه شي، خو لوبه و بايلي، نو به زرور د ناهيلۍ ښکار شي”
تر دې وړاندي ښاغلی هاشمي ليکي: “که اوس موږ تاسي دهمدغه تعريف په رڼا کي د خپل ځان او شاوخوا خلکوجاج واخلو نو به دې پايلي ته ورسېږو چي د نړۍ هر کس په ناهيلۍ اخته کېدای شي او تر هغه چي په انسان کي ساه ښوري دهمدې ناهيلۍ سره به لاس او ګرېوان وي ، ځکه نا شونې ده چي ديو چا بشپړ خواهشات دي دهغه له غوښتني سره کټ مټ سم پوره شي .نو له دې وجي انسان له يو يا بل ډول ناهيلۍ سره مخ کېږي ، خو په دې کي بياځيني کسان يو څه کم اوځيني زښت ډېر د ناهيلۍ احساس کوي.”.
(حميرهاشمي/نفسيات،۷۷۲-۷۷۳مخونه)
اوس نو بېرته خپلې موضوع ته راګرځو، اړينه ده، چې تر شعر وړاندې بيا هم شاعر ته تم شو، لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل، شاعر د ټولنې يو حساس او زيرک موجود دى او تر نورو عادي انسانانو يې له ژونده اخيستنه ډېره ژوره او کره وي.
يو کره کره کتونکى د شعر په اړه وايي، چې شعر د حقايقو دويم ځلي انعکاس دى. دده دا خبره ځينو کتونکو په دې ډول تفسير کړى، چې شاعر لومړى د ټولنې له يوې ښکارندې يا يوې وموضوع څخه اغېزمنېږي، تاثير پرې کوي او په ذهن کې يې تر پخولو وروسته د شعر په بڼه ټولنې ته وړاندې کوي، کله چې بېرته خلکو( مخاطب) ته ورسېږي، نو د وروسته ورڅخه د هغوى غبرګون او د شاعر دريځ له حقيقيت څخه دويم انعکاس دى.
دلته ده، چې د شاعر روان په شعر کې دخيل دى او اصلي شاعر، چې مقلد او ځان ښوودونکى نه وي، تل د خپل درون خبرې کوي، له ژونده خپله تجربې بيا نوي، شعري تلازماتو او شاعرانه هنر او ژبې ته په پام سره يواځې په هوا کې شنه او سره باغونه نه کاږي، بلکې هغه څه وايي، چې له ټولنې يې اخيستي او ټولنه په کې ځان کتلى شي.
د اجمل غرزي په نامه يو شاعر وايي:
سپرليه لار چېرته غلطه نه کړې
دا دويرونو او ماتم کلى دى
ورځه سمسورو وطنوته ورشه
دلته دوير او د ماتم کلى دى
ډېوه/ اجمل غرزى
يا :
دغه ارمان به تر خپل ګوره يوسم
چې خپل سمسور افغانستان ووينم
ګومان مې نه شي چې دا وخت به راځي
چې خپله مينه خپل جانان ووينم
ډېوه/ اجمل غرزى
مخ پټوي راځينې غلي تېر شي
زما د هيلو نيمه خوا پسرلي
ګومان مې نه شي چې به کله راشي
زما پر لوري باندې بيا پسرلي
زه او ته چې ماشومان وو/ ٣٦ مخ
دا لکه ناسور د رغېدو نه و
زما څېرې ګرېوان د جوړېدو نه و
څه به کړم وطن د مرګ په سيوري کې
پرې مې ښود والله د اوسېدو نه و
پيوستون خپرونه / هاجره نوري
ددې ترڅنګ نورې پراخې بلګې هم په پښتو اوسني شعر کې موندلى شو، چې د فردي مينه وړو يا عاشقانه محروميتونو ترڅنګ ټولنيزې ناهيلۍ او محرميتونه په کې څرګند دي او پر شعر مين او د شعر مينه وال لوستونکي په روان او فکر کې منفي لور ته ميلان او د ژوند له مثبت اړخ او هيلې څخه اوښتون را منځته کولى شي.
د پښتو ولسي ادب کې هم ګڼ شعرونه او سندرې له فردي او ټولنيزو ناهيليو مالامال دي، چې هر يو يې د خپل چاپيريال او ټولنې انځور وړاندې کوي، ځکه شاعر او ويوونکى يې هم خپله دهغه ټولنې استوګن دى، چې دهغه شعر ترې الهام اخيستى، خو د شاعر ټولنيزو رسالت او مقام ته په پام سره ډېره مهمه او اړينه ده، چې د خپلې ټولنې او خلکو لپاره مثبت فکر وکړي، ژوند ته له مثتبې زاويې وګوري او خلکو ته د ناهيلۍ پر ځاى هيله ورکړي، مخ پرمختګ ته يې وهڅوي.
دا ورته ونه وايي، چې نور دې پښې ماتې دي، د وړاندې تلو هيلې دې عبث او بې ځايه دي، بلکې ورته ووايي، چې که ته عزم اواراده ولرې؛ نو هر څه کولى شې او د نړۍ له هېڅ کوم يوه ملت څخه کم نه يې، که زيات او زحمت وباسې، نو له هغوى سره په يوه قطار کې درېدلى شې.
◄ سرچينه : “ننى افغانستان” اونيزه