د لوی څښتن په نامه ، زښت لوراند خورا بښونکی دی
ښاغلي عنایت الله ارمل له اردو ژبه یو شمېر مبارکې دعاګانې ژباړلي چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې تاسو د تاند لوستونکو ته ډالۍ کوي. هره ورځ یوه دعا د قبلېدو په هیله خپروو.
* * *
د الله رضا ۱
رَضِيْتُ باِاللهِ رَبًّا وَّبِاالْاِسْلاَمِدِيْنًا وَّبِمُحَمَّدٍ نَّبِيًّا
نبي کريم ﷺ فرمايي کوم څوک چې سهار او ماښام دا دُعا وايي پرالله عزوجل يې حق جوړېږي چې د قيامت په ورځ دغه سړی راضي کړي او په جنت کې يې داخل کړي . په طبراني کې راځي چې نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل ” زه ضامن يم د دغه سړي چې تر لاس به يې ونيسم او جنت ته به يې بوزم” .
( رواه ابو داود و الترمذي والنسايي و ابن ماجه عن ثوبان ؓ ) .