3 / صفر / 1435 هـ

نفلي لمونځونه : د نفلي لمونځونو خپل برکتونه وي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له حديثونو څخه معلومېږي چې : الله جل جلاله ته د نږدې کېدولو يوه ښه لار نفلونه دي .

حضرت ابوهُرَیره رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوويل چې : الله تعالی فرمايي : څوک چې زما له ( کوم ) دوست ( ولي ) سره دښمني کوي نو هغه ته زما له لوري څخه د جنګ اعلان دی .

او ماته مې چې بنده په کومو عبادتونو را نږدې کېږي په هغو کې ماته تر ټولو خوښ هغه عبادتونه دي چې ما پرې فرض کړي دي .

  او زما ( یو ) بنده همېشه ماته په نفلونو باندې ځان را نږدې کوي ، تر دې چې زما خوښ شي ، چې کله زما خوښ شي نو بيا زه د هغه غوږونه شم ، چې پرې اوري ، او د هغه سترګې ( شم ) چې پرې ويني ، او د هغه لاس چې پرې نيول کوي ، او د هغه پښه چې پرې تلل کوي ، او که له ما څخه ( څه ) او غواړي نو ورکوم يې ، او که له ما څخه پنا اوغواړي نو خامخا به يي ساتم . ( بخاري )

عن أبي هريرة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُول الله صلى الله عليه وسلم : إنَّ الله تَعَالَى قَالَ : مَنْ عادى لي وَلِيّاً فَقَدْ آذَنْتُهُ بالحَرْبِ ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدي بشَيءٍ أَحَبَّ إلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيهِ ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقرَّبُ إلَيَّ بالنَّوافِلِ حَتَّى أحِبَّهُ ، فَإذَا أَحبَبتُهُ كُنْتُ سَمعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ ، ويَدَهُ الَّتي يَبْطِشُ بِهَا ، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشي بِهَا ، وَإنْ سَأَلَني أعْطَيْتُهُ ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لأُعِيذَنَّهُ . رواه البخاري .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : د قيامت په ورځ اول حساب د لمونځ کېږي ، او که د چا په فرض لمونځ کې کمی وي نوکه دې سړي په ژوند کې نفلونه کړي وي ، په نفلونو به پوره شي .

  بله دا چې که يو مسلمان ټول عمر دا نفلي لمونځونه کوي ، نو بې شماره ثوابونه به وګټي.

د نفلونو وخت :

    په درې وختونو کې لمونځ ندی جائز : اول – د لمر ختلو په وخت کې ، دوهم – غرمه هغه وخت چې لمر په اسمان کې سيده ولاړ وي ، درېم – د لمر د ډوبېدو په وخت کې . پدې وختونو کې لمونځ جائز ندی ، يوا ځې د مازديګر لمونځ که له چا څخه وروسته شوی وي نو د لمر ډوبېدو په وخت کې يې کولای شي .پدې درې وختونو کې د جنازې لمونځ ، د تلاوت سجده هم جائز نده .

د نفلونو مکروه وخت : نفلونو پدې څو وختونو کې مکروه ښه نه دي ، اول – د سهار له اذان نه وروسته تر لمر ختلو پورې . دوهم – د مازديګر له لمانځه نه وروسته تر لمر ډوبېدو پورې ، ځکه چې رسو ل الله صلی الله عليه وسلم پدې وختونو کې له نفلو څخه خلک منع کړي دي .

او که پدې وختونو کې قضا شوی لمونځ را ګرځوي ، يا د تلاوت سجده ، يا د جنازې لمونځ کوي نو جائز دی . ( الهداية : ۱ / 153 , 157 , كتاب الصلاة , فصل في الأوقات التي تكره فيها الصلاة , ط : مكتبة البشرى )

مسئله : د لمر راختلو نه وروسته هغه وخت لمونځ جائز کېږي ، چې لمر د انسان د قد اومره يوه نېزه را پورته شي ، يا دومره را پورته شي چې څوک ورته کتلای نشي ، او تر څو چې لمر ته کتل کېږي ، تر هغه وخته پورې لمونځ جائز ندی   . ( عمدة القاري )

او د لمر ډوبېدو په وخت کې هغه وخت لمونځ ناجائز وي ، چې کله د لمر رڼا سره شي .

( البحر الرائق )

مسئله : که د ورځې نفل کوي نو يه يوه نيت باندې څلور رکعته کولای شي ، په يوه نيت باندې لدې نه زيات کول مکروه دي ، او که د شپې نفل كوي نو په يوه نيت باندې اته رکعتونه کولای شي ، او د شپې په يوه نيت باندې له اتو نه زيات کول مکروه دي . ( الدر المختار )

( که ډېر نفل کوي نو ) غوره خبره داده چې د ورځې او شپې په يوه نيت باندې څلور رکعتونه وکړي . ( الدر المختار )

مسئله : د سنتو او فرضو په منځ کې خبرې کول د سنتو ثواب کموي . ( الدر المختار )

د نفلو نيت : ډېر عام خلک د نفلو د نيت پوښتنه کوي ، د نفلو نيت دادی چې اووايې : دوه رکع��ه نفل کوم ، يا څلور رکعته نفل کوم ، او که د وخت نوم ورسره اخلي نو دومره دې اووايي چې : پدې حاضر وخت ، او که يې په زړه کې وي او دا الفاظ په خوله ونه وايي نو هم لمونځ يې کېږي .

د( اِشراق ) لمر ختلو د وخت لمونځ :

اشراق د لمر ختلو وخت ته وايي ، چې څنګه لمر د انسان د قد اومره يوه نېزه را پورته شي ، په دغه وخت کې لمونځ کول ډېر ثواب لري ، پدې هکله ګڼ روايتونه راغلي دي ، په يوه کې دوه رکعته ، بل کې څلور او په درېم کې دولس رکعتونه راغلي دي ، هر يو يې بېل بېل ثواب لري .

د اِشراق دوه رکعتونه :

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د سهار لمونځ په جماعت سره وکړي ، بيا کښيني او د الله ذکر کوي ، تر دې چې لمر را وخېژي ، بيا دوه رکعته لمونځ وکړي ، دا د ده لپاره داسې ده لکه يو حج او يوه عمره يې چې کړي وي ، پوره ( حج او ) پوره ( عمره ) . ( ترمذي )

عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من صلى الغداة في جماعة ، ثم قعد يذكر الله ، حتى تطلع الشمس ، ثم صلى ركعتين – كانت له كأجر حجة وعمرة , تامة تامة . (رواه الترمذي و قال: حسن غريب)             له معاذبن انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د سهار له لمانځه نه وروسته په خپل ځای باندې کښېني ، او د خیر له خبرو نه پرته بل څه نه کوي ، تر دې چې ( لمر را پورته شي او ) د څاښت دوه رکعته لمونځ وکړي ، نو د ده ټول ګناهونه به وبخښل شي ، که څه هم هغه د سمندر له زګ څخه ډېر وي . ( أبوداؤد ، احمد )     عَنْ مُعَاذِ بْنِ أَنَسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلمقَالَ: مَنْ قَعَدَ فِى مُصَلاَّهُ ، حِينَ يَنْصَرِفُ مِنْ صَلاَةِ الصُّبْحِ ، حَتَّى يُسَبِّحَ رَكْعَتَىِ الضُّحَى ، لاَ يَقُولُ إِلاَّ خَيْرًا – غُفِرَ لَهُ خَطَايَاهُ ، وَإِنْ كَانَتْ أَكْثَرَ مِنْ زَبَدِ الْبَحْرِ . ( رواه أبوداؤد و اللفظ له ، و أحمد )

د اشراق څلور رکعتونه :

له نُعَيْم بن هَمَّار رضي الله عنه څخه روايت دی چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : الله جل جلاله فرمايي چې : ای انسانه ! د ورځې په سر کې څلور رکعته لمونځ مه پرېږده ، نو د ورځې د وروستۍ برخې له تکليفونو څخه به دې وساتم . ( رواه أحمد )   عَنْ نُعَيْمِ بْنِ هَمَّارٍ قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : يَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ : يَا ابْنَ آدَمَ ! لاَ تُعْجِزْنِى مِنْ أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ فِى أَوَّلِ نَهَارِكَ – أَكْفِكَ آخِرَهُ . ( رواه أبوداؤد )

عائشه رضي الله عنها فرمايي   چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : څوک چې د سهار لمونځ وکړي ، بيا په خپل ځای باندې کښينې ، په کوم دنيوي کار باندې ځان مصروفه نکړي ، د الله تعالی ذِکر کوي تر څو چې ( لمر را پورته شي او )   د څاښت څلور رکعته لمونځ   وکړي – نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو ، چې هېڅ ګنا يې هم نه وه . (مسند ابو یَعْلی )

عن أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها تقول : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : من صلى الفجر – أو قال الغداة – فقعد في مقعده فلم يلغ بشيء من أمر الدنيا و يذكر الله حتى يصلي الضحى أربع ركعات خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه لا ذنب له . ( مسند أبي یعلی ، مسند عائشة رضي الله عنها )

أكفك آخره : أي شر ما يحدث في آخر ذلك اليوم من المحن والبلايا ( التيسير بشح الجامع الصغير للمناوي ) أكفك آخره : أي أكفك النوافل المبهمة التي لا نعلم تفصيلها لا الصلاة المكتوبة . ( العرف الشذي للکشميري )                   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *