د سویډن د کمېټې خبرپاڼه: د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی د افغانستان په شمال کی پروت د بلخ ولایت په نهر شاهی ولسوالی کې د خالد ابن ولید
عالی لیسی د ودانیز کارونو پیل وکړ. د سویډن کمیټی نوي سرمنشي اننا کارین جوهانسن بلخ ولایت ته په خپل لومړی سفر کې
ددی لیسی د نوی ودانئ د جوړولو د بنسټ ډبره کیښوده.
د خالد ابن ولید عالی لیسی په زړه ودانئ کې د ټولګیو لپاره د خونو د کمبود له امله زده کونکي ستونزو سره مخ وو. د دی لیسی لپاره په
نوی وداني کی د ټولګیو لپاره اته خوني ، د لیسي د ساتونکي لپاره یوه خونه، تشنابونه، د لیسي چارچاپیره دیوالونه، د هلکانو او انجونو لپاره
جلا ځایونه او د زده کونکو او ښوونکو لپاره ټول اړینی اسانتیاوی په پام کې نیول شوی دي.
د دغی لیسی ودانې به د نوي ۲۰۱۳م پروژي له مخي جوړه شي چی د سویډن دولت لخوا تمویل او په شمال کي په کار اچول شوي ده.
د خالد ابن ولید عالی لیسی د بنسټ د ډبرې کیښودلو لپاره په جوړه شوی غونډه کې د دولت لوړپوړو چارواکو، د بلخ ولایت مرستیال والی،
د سویډن سفارت چارواکو سربیره د ښووني او روزني د ریاست رئیس، د اقتصاد د ریاست رئیس او د بلخ ولایت د تلویزیون رئیس او یو شمیر زده کونکو او ښوونکو ګډون درلود.