له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له ماښانه نه وروسته شپږ رکعتونه وکړي ،او په منځ کې يې بدې خبرې ونکړي ، نو دا داسې ده لکه دولس کلونه عبادت ( يې چې کړی وي ) (ترمذي)
له عمار بن ياسر رضي الله عنه نه روايت دی چې : خپل محبوب رسول الله صلی الله عليه وسلم مې وليدلو چې : له ماښام نه وروسته يې شپږ رکعتونه کول ، او فرمایل يې چې : څوک چې له ماښام نه وروسته شپږ رکعتونه وکړي نو ګناهونه به يې ورته وبخښل شي ، که څه هم هغه د سمندر د زګ هومره زیات وي . ( طبراني )
عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم :من صلى بعد المغرب ست ركعات ،لم يتكلم فيما بينهن بسوء – عدلن له بعبادة ثنتي عشرة سنة . ( رواه الترمذي و قال : غريب . و ابن ماجة و ابن خزيمة )
عن عمار بن ياسر رضي الله عنه قال : رأيت حبيبي رسول الله صلى الله عليه و سلم صلى بعد المغرب ست ركعات ، وقال : من صلى بعد المغرب ست ركعات غفرت له ذنوبه– وإن كانت مثل زبد البحر .(لايروى هذا الحديث عن عمار إلا بهذا الإسناد تفرد به صالح بن قطن . ( المعجم الأوسط للطبراني )
مسئله : ښه داده چې د ماښام له دوه رکعته سنتو څخه وروسته دا شپږ رکعتونه وکړي ، ځکه چې د ماښام دوه رکعتونه د ورځې په دولسو سنتونو کې حسابېږي چې بېل ثواب لري . و الله أعلم .
له ماښام نه تر ماسخوتن پورې عبادت کول :
حذيفه رضي الله عنه فرمايي چې : زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم ، د ماښام لمونځ مې ورسره وکړو ، بيا هغه تر ماسخوتنه پورې لمونځونه کول . ( نسائي ) عن حذيفة قال : أتيت النبي صلى الله عليه و سلم فصليت معه المغرب فصلى إلى العشاء . رواه النسائي بإسناد صحيح , ( كذا في المتجر الرابح للدمياطي رحمة الله عليه)
د تهجدو ثواب :
له اسماء بنت يزيد رضي الله عنها څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د قيامت په ورځ به ټول خلک په يوه ميدان کې را ټول کړی شي ، بيا به يو آواز کوونکی آواز وکړي چې : هغه کسان چېرته دي چې ( د شپې لمونځونه به يې کول او ) څنګونه به يې له بسترو څخه لرې وو ؟ دوی به ودرېږي , خو ډېر لږ خلک به وي ، بيا به بې له حساب څخه جنت ته داخل شي . بيا به نورو خلکو ته امر وشي چې حساب ته ورشئ . ( بيهقي في شعب الإيمان )
عبد الله بن سلام رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې ته راغی نو ټول خلک په بيړه ورغلل ، زه هم له خلکو سره ورغلم ، چې کله مې د ده مبارک مخ وليدلو او ښه فکر مې پکې وکړو نو راته معلومه شوه چې دا د دروغجن مخ ندی .
اوله خبره مې دا ورڅخه واورېدله چې خلکو ته يي ويل : ای خلکو ! سلام خپور کړئ ، او ډوډۍ ورکوئ ، او له خپلوانو سره ( ښې ) اړيکې ساتئ ، او د شپې چې خلک ويده وي تاسو لمونځونه کوئ – نو جنت ته به په سلامتۍ سره داخل شئ. ( ترمذي )
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : زما په مسجد کې يو لمونځ د لس زره لمونځونو ثواب لري ، او په مسجد حرام ( مکه ) کې يو لمونځ د يو لک لمونځونو ثواب لري ، او د جهاد په ځمکه کې يو لمونځ د شل لکه لمونځونو ثواب لري ، له دې ټولو څخه ډېر ثواب هغه دوه رکعته لمونځ لري چې کوم بنده يې د شپې په منځ کې وکړي ، او يواځې د هغو ثوابونو نيت لري چې له الله تعالی سره دي .
( کتاب الثواب لأبي الشيخ ابن حيان )
او که همدا دوه رکعته لمونځ د شپې په تيارو او د جهاد په سپېڅلي سنګر کې وي نو . . . .
عن أسماء بنت يزيد : عن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : يحشر الناس في صعيد واحد يوم القيامة فينادي مناد فيقول : أين الذين كانت تتجافى جنوبهم عن المضاجع فيقومون و هم قليل فيدخلون الجنة بغير حساب ثم يؤمر بسائر الناس بالحساب ( رواه البيهقي في شعب الإيمان )
عن عبد الله بن سلام قال : لما قدم رسول الله صلى الله عليه و سلم المدينة – انجفل الناس إليه ، فجئت في الناس لأنظر إليه ، فلما استثبت وجه رسول الله صلى الله عليه و سلم عرفت أن وجهه ليس بوجه كذاب ، وكان أول شيء تكلم به أن قال : أيها الناس ! أفشوا السلام ، وأطعموا الطعام ، وصلوا والناس نيام ، تدخلون الجنة بسلام . ( الترمذي وقال : هذا حديث صحيح )
عن أنس رضيالله عنه يرفعه قال : صلاة في مسجدي تعدل بعشرة آلاف صلاة ، وصلاة في المسجد الحرام تعدل بمائة ألف صلاة ، والصلاة بأرض الرباطتعدل بألفي ألف صلاة ، وأكثر من ذلك كله الركعتان يصليهما العبد في جوف الليل لا يريد بهما إلا ما عند الله عز و جل. (رواه ابن حيان في كتاب الثواب ) کذا في المتجر الرابح للحافظ الدُّمياطي رحمة الله عليه
مسئله :د تهجدو لږ تر لږه دوه رکعتونه دي ، درميانه يې څلور او ډېر يې اته رکعتونه دي . ( رد المحتار )مَنْ اسْتَيْقَظَ مِنْ اللَّيْلِ وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ فَصَلَّيَا رَكْعَتَيْنِ كُتِبَا مِنْ الذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ ” رَوَاهُ النَّسَائِيّ . أَقُولُ : فَيَنْبَغِي الْقَوْلُ بِأَنَّ أَقَلَّ التَّهَجُّدِ رَكْعَتَانِ وَأَوْسَطُهُ أَرْبَعٌ وَأَكْثَرُهُ ثَمَانٍ ، وَاَللَّهُ أَعْلَمُ . ( رد المحتار : 2 / 25 )
فائده : د تهجدو لپاره ضروري خبره داده چې مسلمان دې له ګناهونو او حرامو څخه پاک وي ، دا د تهجدو خصوصیت دی چې ګناهګار سړی يې نشي کولی ، او دا د تهجدو ځانګړی راز هم دی .
يو کس حسن بصري رحمة الله عليه ته اوويل چې : زه غواړم چې د شپې لمونځ وکړم ، د ويده کېدو په وخت کې د اوداسه اوبه هم سر ته کېږدم خو بيا هم نه شم را پورته کېدلی ؟ حسن بصري رحمة الله عليه ځواب ورکړ چې : ګناهونو دې تړلی يې .
سفيان ثوري رحمة الله عليه فرمايي چې : زه د يوې ګناه له امله پنځه مياشتې له تهجدو څخه محروم وم ، يو کس پوښتنه وکړه چې : دا کومه ګناه وه ؟ سفيان اوفرمايل چې : يو کس مې وليدلو چې ژړل يې ، ما په زړه کې له ځان سره اوويل چې : دا سړی ريا کار دی .
دوهم – بايد مسلمان د غرمې خوب وکړي ، ځکه چې د دې له امله بيا د شپې را پورته کېدل اسان وي .
او بايد د تهجدو په نيت يو مسلمان د شپې ډوډۍ کمه اوخوري ، ځکه چې ډېره ډوډۍ بيا سړی وېښېدو ته نه پرېږدي .
دريم – د ويده کېدو په وخت کې که مسلمان د تهجدو اراده ولري او د سورت کهف آخري رکوع ولولي بيا ويده شي نو الله جل جلاله به يې د تهجدو په مناسب وخت کې را پورته کړي ، په حديث شريف کې راغلي چې که څوک د تهجدو په نيت ويده شي ، خو دشپې خوب پرې غالب شي او له لمانځه څخه پاتې شي نو الله جل جلاله به د لمانځه ثواب ورکوي .
فائده : د تهجدو په هکله سنت داده چې : که کومه شپه پاتې شي نو د ورځې دې را وګرځوي .
فائده : د رسول الله صلی الله عليه وسلم ، د صحابه کرامو ، د مخکنيو او اوسنيو عالمانو ، سترو فاتحينو , پيرانو او بزرګانو له حالاتو څخه معلومېږي چې تهجد د هغوی د ژوند لازمي برخه وه ، دا د تهجدو په هکله لنډه خبره ده . تهجد هغه لمانځه ته وايي چې : له يو څه خوب څخه وروسته څوک را پورته شي او لمونځ وکړي ، د دې لپاره تر ټولو غوره وخت د شپې وروستۍ برخه ده ، خو که يو څوک نشي را پورته کېدلی ، بيا دې د ويده کېدو په وخت کې د نفلو په نيت څو رکعته لمونځ وکړي .
په همدې هکله بزرګانو ويلي چې : که څوک له وترو څخه مخکې او له دوه سنتو څخه وروسته دوه رکعته کوي نو هم به د شپې د لمانځه ثواب ورته حاصلېږي .
د وترو يوه مسئله : کوم سړی چې په ځان باندې يقين لري چې د شپې په وروستۍ برخه کې را ويښېدلای شي ، د هغه لپاره بيا دا غوره ده چې وتر پرېږدي او وروسته يې له تهجدو سره وکړي ، يعنې د تهجدو په آخر کې ، او د چا چې دا يقين نه وي د هغه لپاره غوره داده چې د ماستخوتن له لمانځه سره وتر هم وکړي .
خو که يې ماسخوتن وتر وکړلو ، او بيا تهجدو ته هم را پورته شو نو بيا دې دوهم وار د تهجدو په وخت کې وتر نه کوي ، ځکه چې دا بيا نفل کېږي ، او نفل درې رکعته نه وي . ( فتاوی دار العلوم ديوبند للمفتي محمد شفيع ص ۳۱۰ ط : دار الاشاعت کراتشي )
د تهجدو په نيت د ماسخوتن لمونځ وروسته کول :
د ماسخوتن لمونځ له نيمې شپې نه وروسته ادا کول ، او دا وروسته والی د تهجدو لپاره وسيله ګرځول ډېر بد کار دی ، ( مکروه دی ) لدې کراهت نه په ظاهره تحريمي کراهت مراد دی ، ځکه چې د ماسخوتن لمونځ تر نيمې شپې پورې ادا کول مباح ده ، او له هغې نه وروسته مکروه ، نو کوم کراهت چې د مباح په مقابله کې وي هغه کراهت تحريمي وي ، او د شافعیانو رضي الله عنهم په اند خو د ماسخوتن لمونځ پدې وخت کې کول جائز نده . ( مکتوبات امام رباني : ۱ / 172 , 173 , مكتوب نمبر 29 , ط : اسلامي كتب خانه , لاهور )
په اودس سره ويده کېدل :
له ابو اُمامه رضي الله عنه څخه روایت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د شپې پاک (په اودس سره) ويده شي ، نو چې د شپې په کومه برخه کې را ويښ شي او له الله جل جلاله څخه کومه دعا وکړي نو قبلېږي به ، د دنيا په هکله وي که د آخرت په هکله . ( ترمذي )
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د شپې پاک ( په اودس سره) ويده شي نو په خوا کې به يې يوه ملايکه شپه تېره کړي ، دا کس چې د شپې په هره برخه کې را ويښېږي نو هغه ملايکه ( دعا ورته کوي او ) وايي چې : ای الله ! فلاني بنده ته دې بخښنه وکړه ، ځکه چې هغه پاک ويده شوی وو . ( ابن حِبان )
عن أبي أمامة الباهلي قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : من أوى إلى فراشه طاهرا يذكر الله حتى يدركه النعاس- لم يتقلب ساعة من الليل سأل الله شيئا من خير الدنيا والآخرة إلا أعطاه إياه . ( رواه الترمذي وقال : حديث حسن غريب )
عن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : ( من بات طاهرا بات في شعاره ملك فلم يستيقظ إلا قال الملك : اللهم اغفر لعبدك فلان فإنه بات طاهرا ) ( صحیح ابن حِبان ، و قال شعيب الأرنؤوط : رجاله رجال الصحيح )
له اودس نه وروسته دوه رکعتونه :
عُقبه بن عامر رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې په سمې طريقې سره اودس وکړي ، بيا دوه رکعته لمونځ وکړي ، داسې چې : زړه او مخ يې ( د الله لور ته ) متوجه وي ، نو د هغه لپاره جنت واجب شو . ( مسلم )
عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ قَالَ : كَانَتْ عَلَيْنَا رِعَايَةُ الإِبِلِ ، فَجَاءَتْ نَوْبَتِى فَرَوَّحْتُهَا بِعَشِىٍّ فَأَدْرَكْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلمقَائِمًا يُحَدِّثُ النَّاسَ فَأَدْرَكْتُ مِنْ قَوْلِهِ : مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّى رَكْعَتَيْنِ مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ إِلاَّ وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ . رواه مسلم .
مسئله : دا لمونځ به له د اودس له ختمېدو سره کوي ، داسې چې د بدن غړي يې لا وچ شوي نه وي . ( الدر المختار ) و ندب رکعتان بعد الوضوء ، يعني قبل الجفاف . ( الدر )