د هرې مياشتې د ۱۳ ، ۱۴ ، او ۱۵ روژه :
له جرير بن عبد الله البَجَلِي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : په هره مياشت کې درې ورځې روژه نيول داسې ده لکه د ټول عمر روژه .( يعنې ) د رڼا د شپو روژه ، د ديارلسم او څوارلسم او پنځلسم. ( نسائي )
فائده : د ې درې ورځو ته ځکه د رڼا ورځې أيام البِيْض وايي چې د دې ورځو په شپو کې د سپوږمۍ رڼا زياته وي .
عن جرير بن عبد الله البجلي عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : صيام ثلاثة أيام من كل شهر صيام الدهر ، أيام البيض : صبيحة ثلاثة عشرة وأربع عشرة وخمس عشرة ( رواه النسائي بإسناد صحيح , المتجر الرابح ص 243 )
هر ه مياشت کې درې ورځې روژې نيول :
له عبد الله بن عَمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : هره مياشت کې درې ورځې
روژه نيسه – دا داسې ده لکه د ټول عمر روژه . ( بخاري )
عن عبد الله بن عمرو بن العاص قال: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم:صُمْ من كل شهر ثلاثة أيامفذلك صوم الدهر أو كصوم الدهر .(رواه البخاري )
د دوشنبې او پنجشنبې روژه :
له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د دوشنبې او پنجشنبې په ورځ باندې ( د بندګانو ) عملونه الله تعالی ته وړاندې کېږي ، نو زه دا خوښوم چې زما عمل وړاندې کېږي او زه روژه يم . ( ترمذي )
په يو بل حديث کې راغلي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوشنبې او پنجشنبې روژه نيوله ، نو چا ورڅخه پوښتنه وکړه چې : تاسو د دوشنبې او پنجشنبې روژې نيسئ ( څه وجه ده ) ؟ هغه مبارک اوفرمايل چې : پدې ورځو کې الله جل جلاله هر مسلمان ته بخښنه کوي يواځې هغو دوه کسانو ته بخښنه نه کوي چې يو بل سره يې دښمني وي ( خبرې نه کوي ) الله تعالی وايي چې : دواړه تر هغې پرېږدئ تر څو چې صلح کوي . ( ابن ماجه )
عن أبي هريرة : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : تعرض الأعمال يوم الإثنين والخميس فأحب أن يعرض عملي وأنا صائم ( رواه الترمذي )
د چهار شنبې پنجشنبې او جُمُعِې روژه :
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د چهار شنبې ، پنجشنبې او جُمُعِې روژه ونيسي ، د ده لپاره به الله تعالی په جنت کې يوه ماڼۍ جوړه کړي ، دا ماڼۍ به د ملغلرو ، ياقوتو او زمرودو وي او( د جهنم ) له اور څخه به خلاصون هم ورته وليکل شي . ( طبراني )
له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د چهار شنبې پنجشنبې او جُمُعِې روژه ونيسي او بیا د جُمُعِې په ورځ لږ يا ډېر خيرات وکړي ، ټول ګناهونه به ورته وبخښل شي چې دې کس کړي دي، تر دې چې داسې به شي لکه په کومه ورځ چې مور يې زېږولی وو ( له ) ګناهونو ( څخه پاک ) ( طبراني ، بيهقي )
عن أنس بن مالك أنه سمع النبي يقول : من صام الأربعاء والخميس والجمعة بنى الله له قصرا في الجنة من لؤلؤ وياقوت وزبرجد ، وكتب له براءة من النار. ( الطبراني في الأوسط )
عن ابن عمر : يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : من صام يوم الأربعاء ويوم الخميس ويوم الجمعة ثم تصدق يوم الجمعة بما قَلّ او کثُر من ماله غفر له ذنب عمله حتى يصير كيوم ولدته أمه من الخطايا . ( الطبراني في الکبير ، و البيهقي )
يوه ورځ وروسته روژه نيول :
له عبد الله بن عَمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او فرمايل : الله تعالی ته تر ټولو روژو څخه د داود ( عليه السلام ) روژه خوښه ده ، هغه به يوه ورځ روژه نيوله او يوه ورځ به يې ماتوله ، او الله تعالی ته په ټولو لمونځونو کې د داؤد ( عليه السلام ) لمونځ خوښ دی ، هغه به د شپې په اوله نيمه برخه کې ويده کېدو ، د شپې په درېمه برخه کې به يې لمونځ کولو بيا به په شپږمه برخه کې ويده کېدو . ( بخاري ، مسلم )
عن عبد الله بن عمرو قال: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم :أحبالصيام إلى الله صيام داود كان يصوم يوما ويفطر يوما وأحب الصلاة إلى اللهصلاة داود كان ينام نصف الليل ويقوم ثلثه وينام سدسه . ( بخاري و مسلم )