پاک یا حلال خواړه د قران له نظره
پاک خواړه هغه خواړه دی چې اسلام روا بللي او حلال دی د انسان وجود ته ګټه رسوي چې ډولونه یې ډېر دي ،خو زه یې ځنې برخې لاندې معرفي کوم چې د حاملګي پر دوران ډېر مهم دي:
۱ – د حیواناتو(څارویو) غوښه:
په دې اړه قران کریم کې ذکر شوي: (( ولانعام خلقها لکم فیها و منافع و منها تاکلون)) سورة نحل ایت ۵. ژباړه: (( چارپایان مو ستاسي د ګټې له پاره پیدا کړ چې د ویښتو او پشم څخه د سړو د لرې کېدو له پاره ګټه واخلئ او شېدې او غوښه نه یې غذا جوړه کړئ)).
په پورته ذکر شوي ایت شریف کې لېدل کېږي چې غوښه بدن ته ډېر ضروري ده او ځینې کسان یې د خوراک څخه ډډه کوي که چېرې دا نه خوراک ډېر شي، نو انسان وجود ته زیان رسوي، ځکه په غوښه کې پروتین وجود لري او د پروتین په نه شتون کې لاندې پېښې د انسان په بدن کې رامنځته کېږي.
۱ – په ماشومانو کې په طبیعي ډول د ودې او رشد خلا رامنځته کوي چې د بدن اندامونه او قد یې وده سمه نه شي کولای.
۲ ـ د هضم له پلوه بدن کمزوری کېږي او د اسهال ناروغۍ رامنځته کوي.
۳ ـ ځیګر د خپلو دندو په ترسره کولو کې ناتوانه کېږي.
۴ ـ د عضلاتو کمزوري.
۵ – د ویني کموالی.
۶ – کم عقل توب پیدا کوي.
غوښه په خپل جوړښت کې وسپنه، نیاسین، ویتامین c او د نورو غذايي موادو په پرتله B ویتامین ډېر لري.
۲ ـ د کبانو غوښه :
په دې اړه ایت شریف دی : (( وهوالذی سخر البحر لتاکلو منه لحما طریا و تستخرجوا منه حلیة تلبسونها و تری الفلک مواخر فیه …)) سورة نحل ایت ۱۴، ژباړه : (( او خدای (ج) سیندونه ستاسو له پاره مسخر کړل تر څو د ماهي له غوښې( حلال ماهي) څخه خواړه تر لاس کړئ او هم ترې زیورات(در او مرجان) را و باسئ او ځانونه پرې سینګار کړئ او هم په هغې کې کښتۍ وچلوئ)).
د کب غوښه هم د بدن له پاره ښې پایلې لري چې ځانګړنې یې په لاندې ډول دي:
۱ – د کب غوښه زیاته اندازه له پروتین څخه برخمنه ده.
۲ – د کب غوړي زیاته اندازه ویتامین لري چې د هغې له ډلې ویتامین A د شب کوري له پاره مهم دي او D ویتامین د هډوکو په وده او نمو کې برخه اخلي.
۳ ـ کب د کلسیم هم مهمه سرچینه ده.
۴ ـ کب غوښه: د تروئید غدې له پاره هم مهم دی تر څو یاده غده خپله دنده به سمه توګه تر سره کړي یعنې تیروکسین هورمون تولید کړي او دا غدا د خوړو د تبادلې عملیه او د بدن په وده کې کومک کوي که چېرې مونږ د ماهي د غوښې څخه ګټه وانه خلو تیروکسین زمونږ په وجود کې کمېږي او تروئید غده غټیږي چې په عامه اصطلاح کې جاغور ورته وايي رامنځته کېږي، نو ځکه هغه خلک چې له سیندنو څخه لرې ژوند کوي او د کب خوراک څخه بې برخې دي، نو دا ناروغۍ په کې ډېره لېدل کېږي.
۴ – د حیواناتو شېدې:
شېدې یواځینې غذا ده چې ښه مزه لري او په اسلام کې هم لوړ ارزښت لرونکي خواړه دی چې انسان یې باید شکر پر ځای کړي.
په دې اړه الله (ج) فرمایي: (( و ان لکم فی الانعام لعبرة نسقیکم مما فی بطونه من بین فرث و دم لبنا خالصا سایعا للشاربین)) سورة نحل ایت ۶۶، شېدې چې خالصه غذا ده چې کله له سینو څخه وویستل شي سم مهال د خوړو وړدي شېدې څو ښه خصلتونه لري چې ښه مزه لری رنګ یې سپین او مزه یې خوږه ده کله چې له غوا څخه اخیستل کېږي همغه وخت یې د حرارت درجه د انسان د بدن د حرارت درجې سره برابره وي شېدې پاکې وي او زرهمضیږي.
یو روسي پوه(بوهمرلینز) ځنې څېړنې کړي او په دې عنون یې مقالې لیکلي چې (بیرته ځوانېدل) په دې مقاله کې هغه د یوه مسلمانه قبیله چې د یوګیسلاویا اوسیدونکي دي چې د هغوی عمر له ۱۰۰ کلونو څخه هم زیاتیږي لېدلې ده ده په څېړنو کې وښودل چې دې خلکو زیاتره د غوا او وزې غوښه، شېدې او شات څخه خواړه تر لاسه کړي او د خوګ د غوښې او ناروا مشروباتو څښلو څخه یې ځان ساتلی دی.
۵ – زیتون:
د غذا مهمه برخه ده چې قران کریم کې الله ج له هغې څخه یادونه کړې ده چې یوه اندازه شحم، پروتین، کلسیم ، اوسپنه او فاسفیت لري او د D A او B کمپلکس ویټامینونه څخه برخمن دی چې پورته ویټامینونه او مواد ټول د جنین په وده او نمو کې ستره ونډه اخلي، نو حامله میرمنو ته یې خوړل ضروري دي.
له زیتونو څخه غوړي هم جوړیږي چې خلک یې په غذا وکې استعمالوي او دانی په خوړو کې هم یو ځای کوي. مهمه ځانګړنه د زیتونو غوړیو دا ده چې اسیدونه یې د ویني له غوړېدو(کلسترول) څخه مخنېوې کوی، نو څوک چې زیتون استعمالوي د هغه د زړه په عضله او مغز باندې شحم ځای نه نیسي.
۶ ـ خرما:
(وزیتونا و نخلا) سورة عبس ایت ۲۹ پورته وینو چې د خرما او د زیتونو یادونه په قرانکریم کې شوې ده او خرما نه تنها ډول ډول مفید مواد لري اود غذا مهمه برخه جوړوي، بلکې په روژې میاشت کې د ماښام په روژه ماتي وخت کې خوړل یې ثواب دی او کوم کار چې خلک کوي هم په کې دنیاوي او اخروي ثواب وي په ډې وخت کې همدا متل وايي (هم خرما هم ثواب) خرما د ۷۰-۷۸ ٪ له قندي موادو څخه جوړه شوې ده چې د نورو میوو په پرتله غني غذا ده او هم ارزانه او د کال په ټولو موسمونو کې پیدا کېږي او د نورو میو په څېر میکروب په اسانۍ نه شي کولای په خرما کې ځای پر ځای شي.
ځنې خاصیتونه هم لري خرما زر هضمیږي او زر په بدن کې جذبیږي او د خوړولو څخه په کم وخت کې په انرژي بدلیږي او په خرما کې پروتیني او شحمي او معدني مواد هم شامل دي او په هغه سمیو کې چې خلک یې خرما ډېره خوري هلته د سرطان ناروغۍ دومره نه لیدل کېږي او حامله میرمنو له پاره یې خوراک حتمي او ضروري دی چې په خرما کې داسې ماده شته چې د جنین د مور سره مرسته کوي او د اوکسي توسین خاصیت لري.
۷ ـ کیله :
د کیلې یادونه هم په قران کریم کې شوې ده چې دا غذا کېدای شي د چا له پاره زینتي خواړه وي، خو په ځینو وچو کې لکه افریقا، امریکا، په ځینو هېوادونو لکه فلپین کې د اصلي خواړه بلل کېږي په دې مېوه کې قندي مواد په زیاته اندازه شته هر څومره چې دا مېوه پخه شي په همغه اندازه یې قندي مواد زیاتیږي.
سر بېره پر دې یوه اندازه معدني مواد لکه کلسیم، فاسفر او یوه اندازه مس او اوسپنه هم لري او ځینې ویټامینونه لکه بې کمپلکس A او D موجود دي چې د جنین په غذايي ضروریاتو کې مرسته او ګټه رسوي.
۸ ـ انګور:
د انکور په اړه هم په قرانکریم کې یادونه شوې او یواځینې مېوه ده چې په ټوله نړۍ کې موندل کېږي بېلا بېل ډولونه لري او د خوړوه مهمه برخه جوړوي چې زمونږ له هېواد څخه هم ځنې ګاونډیو هېوادونو ته صادریږي.
انګورو ځانګړنه دا ده چې ښه مزه لري، قند او ګلوکوز په زیاته اندازه په کې موندل کېږي انګور داسې مېوه ده چې په اسانۍ سره به بدن کې جذبیږي.( طب در قران: ۱۶۴- ۱۷۱ مخ).
په طب ابوعلي سینا بلخي کې د خوړو د موسمونو په اړه هم بحث شوی چې دلته یې یو څوکرښې رانقلوم: (( په پسرلې کې باید غوښه او ګرم مشروبات څخه ډډه وشي، تازه خوراکونه یعنې سبزیجات وخوړل شي له دې سره ورزش(سپورت) هم وشي. د ګرم تریخ او تروش شیانو له خوړلو څخه دې ډډه وشي.
په اوړي کې دې خوراک او خپل وزن دې هم کم کړي، … په مني کې هوا ناڅاپي بدلیږې د خپل ځان خیال دې وساتل شي ځان دې ګرم و ساتي په ماړه نس دې نه وېده کېږي په یخو اوبو کې دې نه ننوزې… او په ژمې کې دې یوه اندازه مغزي خواړه وخوري د سبزیجاتو څخه دې استفاده وکړي په ژمي کې د انسان بدن ټول غړي په سمه توګه خپلې دندې تر سره کوي او ناروغۍ په دې موسم کې نسبت نورو موسمونو ته کمې وي)) (طب ابوعلي سینا بلخی: ۵۷ مخ).
ځنې غذاوې شته چې په هغې سره د بدن د نارغیوعلا ج کېږي چې په بېلابېلو اسلامې کتابونو کې ذکر شوی دی.