د افغانستان ولسونه په تاریخ کې په یوه داسې ډول د یوه مشر د ټاکلو لپاره نه دي راوتلي، دا به لومړی تاریخي سیاسي بدلون وي چې د ولس په رایه واک له یو ریس جمهور څخه بل ته په قانوني ډول لیږدیږي .

ولس کومې لوبې سیاسي کړ؟

خوله په خوله ، د رسنیو پر مټ له پښتانو سره د شمالي والو تضاد افغان ولس دې چمتو کړ چې د یوه داسې کاندید په ګټه رایه وکاروي چې کولای شي افغانستان اداره کړي .

ولسونو په لومړي او دوهم پړاو ټاکنو کې په ډاګه کړه چې د دوی سیاسي شعور لوړ شوی دی او له بل هر وخت یې د هیواد د ښیرازی او ابادی حس پیاوړی شوی دی زموږ ځوان قشر په تیره یوه لسیزه کې د تعلیم په ګڼه سمبال شو .

نو په داسې یوه حالت کې زورواکي او جنګسلاري کومه نتیجه نه ورکوي ، که یو څوک تر هغې خپل سیاسي اخلاق وبایلي چې ټول ولس ته د حیوان خطاب کوي او خوبونه د ولسمشری ګوري ، نو ددې تمې د پوره کولو لپاره یې هیڅ لار نه ده پاتې ، که دوی هر ډول سیاسي هڅو ته لاس واچوي ، د افغانستان د لر او بر ولس ذهنیت د ډاکټر عبدالله او د هغې د پلوي کړیو پر وړاندې په داسې یو ډول جوړ شو چې خپل پخوانی سیاسي ارزښت یې هم وبایله پر ځان یې خپله ولسونه بې باوره کړل ، تل به دا ولسونه پر یوه داسې شخصیت چې ولاړ ولسمشری ته وي او سپکوی ټول افغان ولس ته کوي باور ونکړي . د دوی مشرانو او پلویانو سیاسي لوبه پر قومیت بدله کړه ، نو ولسونو هم پاڅون وکړ ، او د قومیت پر مسله واقعآ چې تل ولسونه پاریدلي او اقدام یې رښتیا یو څوک ترواکه رسولی دی .

له هغه وخته راهیسې چې ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان حکومت څخه د باندې شو ، او سیاسي هڅې یې ددې لپاره پیل کړې چې ګوندې یو وخت پر دې لوی افغانستان زه واکمن کړي ، ډیر شمیر کارپوهانو یې په اړه ددې خبرو د تصدیق لپاره هڅې وکړې چې شمال ټلواله خپلو خلکو ته د پښتانو پر وړاندې په داسې یو ذهنیت ورکولو اخته دي چې ګوندې پښتون زموږ سر سخت رقیب دی او باید په هر قدم کې له پښو وغورځول شي .

په لویو مجالسو ، د ولسې جرګې په غونډو او یو شمیر نوروملي مسلو کې پښتانو ته په باربار د نظار شورا په خاص هدایت سپکوی وشو .

نو په دې اساس ولس دې ډول قومي تضاد سیاسي کړ اما تر دې وروسته دې نور ولس او بیا په تیره پښتون ډاکټر اشرف غني احمدزی د قومیت کاندید یا ولسمشر نه ! بلکې د ولس کاندید او ولسمشر وبولي .

One thought on “ولس کومې لوبې سیاسي کړ ؟ – طیب بریال”
  1. زه فکر کوم چی د قومیت مسله یوازی ځینو تنګ نظرو پوری محدوده ده. دا مهمه نه ده چی داکتر عبدالله او یا داکتر غنی په کوم قوم پوری تړلی دي. دا مهمه ده چی دوی څوک دی او د افغانستان لپاره څه کوی.
    زه په خپله هم پښتون یم او هم تاجک ،خو زه په دی پوه یم چی افغانستان یو پوه او زړه ور ولسمشر ته اړتیا لری. هغه مشر چی د ټوپک په ژبه نه بلکی د قلم په ژبه خبری وکړی. او زه دا ټول د غنی صاحب په شخصیت کی وینم. عبدالله باید اصلا میدان ته نه راوته، ګټل خو لا ډیره لیری خبره ده. زه فکر نه کوم چی غنی صاحب په شان به په ټوله نړۍ کی نور وی. عبدالله خو پوهیږی چی د ده او د غنی صاحب فرق دومره دی لکه یوه ټوټه بیځانه تیږه چی له لمر سره ځان پرتله کړی، نو ولی خوشی دومره منډی تړړی.
    زه فکر کوم چی د عبدالله حافظه ډیره خرابه شوی ده، هغه څنګه دا امید کوی چی د ټولو جنایاتو او جرایمو سره سره به په خلکو حکومت کوی. افغانان د جنایتکارانو محکمه غواړی او دوی دومره بیشرمه دی چی خپله اصلی دنده او ریښه یی هم هیره شوی او د ارګ خوبونه ویني.
    عبدالله داسی یو سړی دی چی ټول عمر یی په غرونو کی او په وژلو کی تیر شوی، نه سیاسی شعور لری او نه هم ادب او اخلاق، زه مطمین یم که همدا اوس د هغه نه د افغانستان د تاریخ او جغرافیی نه هم پوښتنه وشی نو پوه به پری نه شی. بل پلو که تاسو د داکتر غنی په هکله په انترنیت کی وګوری نو ګوته به تر غاښونو لاندی ونیسی. هغه ورځ ما د هغه په اړه ډیر ولوستل، قسم دی چی د ډیر افتخاره می په سترګو کی اوښکی راغلی، او خدای (ج) ته می دعا وکړه چی په افغانانو دی ورحمیږی. دا به ډاکتر غنی ته هم اسانه نه وی چی د دیرشو کلونو ګډوډی په پنځو کلونو کی پاکه کړی، خو د یو ځای نه یی خو به پیل کړی، لږ تر لږه خو افغانستان به بیرته شا ته لاړ نه شی، که خدای مه کړه عبدالله یی وګټی نور نو افغانستان به ۵۰ کاله شا ته لاړ شی، خلک به په خپلو کورونو کی ارام ونه لری، عیننا لکه د ۹۰ لسیزی پیښی به بیا تکرار شی.
    په اخر کی می له ټول هیوادوالو دا غوښتنه ده چی د قومیت مسله دی یوی خوا ته پریږدی او خپل هیواد دی نه ورانوی. مونږ ټول ورونه یو، یوازی دا خاینین او غله غواړی چی مونږ یو له بله بیل کړی تر څو د دوي منافع خوندی وی.
    د یو ازاده، غښتلی او غنی هیواد په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *