همت یار جانزی : پکتیکا
دپکتیکاولایت دپولیسو له روزنیز مرکز څخه د۵۴ ساتنمنانو ترڅنګ څلورو ښځینه ساتنمنانې له مسلکي زده کړو وروسته فارغې او دفراغت سندونه یې په همدي مناسبت په یوه جوړه شوي غونډه کي ترلاسه کړل.
دپکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ په دې اړه تاند ته وویل، یادو پولیسو ته دتېرو څلورو میاشتو په اوږدوکې مسلکي زده کړې ورکړل شوې،اولومړی ځل دی چې په دې ولایت کې څلور ښځینه هم له دې مرکز څخه فارغېږي او زیاته یي کړه چي د پکتیکا په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کي به په دندو وګمارل شي .
د پکتيکا والي محب الله صميم په ټولنه کې د ميرمنو رول خورا مهم وباله او د پوليسو په ليکو کې يې د ښځينه پوليسو ګمارنه يوه لويه اړتيا وبلله..
صمیم خوښي څرګنده کړه، چې د افغان دولت او نړېوالې ټولنې په مرسته زمونږ امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې په مسلکي پوهه ترلاسه کوي او په ښو تجهيزاتو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کيږي.
دفارغ شویو له ډلې بي بي سمیرا تاند ته وویل(( خوشاله یم، چې دپولیسو دساتنمناني ویاړ راپه برخه شو.))
نوموړې زیاته کړه، په ټولنه کې دنارینه وو ترڅنګ ښځینه هم په هره برخه کې دخدمت کولو حق لري، او دپه دې برخه کې یې دنارینه وو ترڅنګ دښځینه وو ونډه هم اړینه وبلله..
د پکتيکا ولايت د پوليسو له روزنير مرکز څخه د تيرو څلورو کلونو په اوږدو کې نږدې درې زره د ملي پوليسو سرتيري او پنځه سوه ساتمنان له څلورو مياشتو مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي دي، خو دا لومړی ځل دي چې له ياد مرکز څخه څلور ښځينه پوليسې د ساتنمنۍ په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.