تاند- د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د سند ایالت د مرکز کراچۍ ښار پولیسو نن /چهارشنبه/ وویل چې د څلورو تنو مړي، چې له پېژندلو وتلي دي او ناپېژندیو وسله والو تښتولي ول، نن د کراچۍ د حقوقو (قانون) د پوهنځي مخته وموندل شول.
یو بل د کراچۍ ښار په رومي واټ کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
د ګلشن معمار، بلال کالوني، مانګورپیر، اورنګي ټاون او جي ټي پُل په سیمو کې ۱۷ تنه ووژل شول.
د دغو وژنو مسوولیت تراوسه پوري چا په غاړه نه دی اخیستی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې له کلونو راهیسي د سیالیو ډلو ترمنځ نښتې کېږي. په دې ښار کې د اکثرو قتلونو علت نه څرګندېږي.