تاند- د بامیان ولایتي چارواکي وايي چې نن /چهارشنبه/ په دغه ولایت کې د امریکا یوه بې پېلوټه الوتکه ولوېده.
د بامیان د شیبر ولسوال محمد فرید وویل چې یوه امریکايي بې پېلوټه الوتکه نن ماسپښین دوې بجې د دې ولسوالۍ پای موري کلي ته نژدې ولوېده.
ښاغلي فرید زیاته کړه چې سیمه کلابنده شوې ده ځکه چې په الوتکه کې وسله شته او دا خطر دی چې وچوي.
د شیبر ولسوال وویل چې الوتکه له غره سره ولګېده او دا څرګنده نه ده چې هغه د کوم هدف په لټه کې وه او که نه وه.
ده دا هم وویل چې له لوېدو وروسته الوتکه بیخي ویجاړه شوې او ویوازې یې ځینې ټوټې پاتې دي.
بامیان د افغانستان یو تر ټولو امن ولایت دی خو د دې ولایت د ګاونډي پروان هغه سیمې چې بامیان ته نژدې دي، نسبتاً ناامنې دي.