۲۵ جون ۲۰۱۴ / ۴ چنګاښ ۱۳۹۳

ويسا اکاډمي (خصوصي ښوونځي) چې په ۲۰۱۱کې يې په کندهار کې فعاليت پيل کړی وو خپل درېيم تعليمي کال هم بشپړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې برياليو زده کوونکو ته بريليکونه ورکړل.

ددغه خصوصي ښوونځي مدير ښاغلي افغان وويل چې که غواړو د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره يو ځای او د سيالانو سيال شو نو يوازينۍ لاره يې علم ته مخه کول او له جنګ جګړو څخه لاس اخيستل دي.

د نوموړي په وينا، ويسا اکاډمي غواړي چې د تعليمي کال تر بشپړېدو وروسته زده کوونکو ته د ګرميو درې مياشتنۍ رخصتي ور نه کړي او په دغه موده کې به زده کوونکو ته د راتلونکو ټولګيو لپاره ارتقايي کورسونه تدريس کړي.

1 د ويسا اکاډمي مسوسس غوث الدين فروتن وويل، چې ويسا اکاډمي په کندهار ولايت د لومړي ځل لپاره د معارف په برخه کې يو نوښت وکړ او د افغانستان د پوهنې وزارت د نصاب تر څنګ يې د اکسفورډ پرمختللي نصاب تدريس هم پيل کړ.

نوموړي د زده کوونکو له پلرونو او کورنيو غوښتنه وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د اکاډمي له ادارې سره مرسته وکړئ او وخت پر وخت د خپلو ماشومانو د زده کړې بهير وڅاري او ادارې ته خبر ورکړئ.

فروتن وويل سمه ده، چې يو ماشوم شپږ ساعته په ښوونځي کې وي خو اتلس ساعته په کور کې وي. معلم به د تدريس او ښوونې په برخه کې کار کوي خو دا د کورنۍ مسئوليت دی چې خپل ماشومان وڅاري، مرسته ورسره وکړئ او ځانونه يقيني کړي چې کورنۍ دنده تر سره کوي.

1په غونډه کې د اکاډمي د زده کونکو تر منځ (موږ د علم پلوشې = رنګ به ورک کړو د جګړې) او Welcome Education, Goodbye Weapons تر سرليک لاندې د تقرير سيالي هم تر سره شوه.

د سيالۍ ګډونوالو په اړونده موضوع په پښتو او انګليسي ويناوې وکړې او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.

د ويسا اکاډمۍ د لومړي ټوګي زده کوونکی خالد احم چې پخپل ټولګي کې په لومړۍ درجه بريالی شوی وايي چې دلته يې د پښتو ژبې تر څنګ په انګليسي هم ډېر څه زده کړي او اوس ورباندې خبرې کولی شي.

هغه وويل،موږ ته هره ورځ کورنۍ دنده راکول کېږي او چې په ويسا اکاډمي کې ټول مضامين ورته په انګيسي ژبه تدريسېږي او د نورو ښوونځيو په پرتله په کې ډېر څه کېږي.

د کندهار ولايت د معارف رياست ښاري مرستيال محمد طاهر ايوبي دغسې غونډې او پروګرامونه وستايل او د ماشومانو د استعدادونو په روزنه کې يې اړين وګڼل.

د نوموړي لخوا د ويسا اکاډمي د هغو زده کوونکو چې په هر ټولګي په لومړۍ درجه بريالي شوی پلرونه په مننليکونه ونازول او له هغوی نه يې ځانګړې مننه وکړه.

د ملالۍ پوهنتون رئيس عزت الله مدقق د ماشومانو استعداد او وړتيا وستايل. نوموړي وويل چې ددې ماشومانو استعداد او وړتيا ته په کتو مې په سترګو کې اوښکې راغلې او ډېر خوشاله يم چې زموږ تنکي ماشومان دا دی د پښتو ژبې تر څنګ په انګليسي ژبه هم زموږ په ستونزو او حل لارو خبرې کوي.

نوموړي د ټولو ماشومانو له کورنيو مننه وکړه چې خپلو ماشومان يې ښوونځي ته لېږلي او د زده کړو په برخه کې ورسره مرسته کوي.

 د دغه خصوصي ښوونځي مسوول غوث الدين فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ويسا اکاډمي په کندهار ولايت کې د ماشومانو لپاره د معياري او پرمختللې زده کړو مرکز دى چې د معارف د نصاب تر څنګ په کې د اکسفورډ نصاب تدريس کېږي، چې دا مهال په ډېرو هېوادونو کې تدريسېږي.

 په ويسا اکاډمي کې دا مهال شاوخوا درې سوه نجونې او هلکان زده کړې کوي. د دې ادارې مسوولين وايي چې په نوي تعليمي کال کې د يوې مجهزې او پرمختللې ليسې د جوړولو پلان لري چې د معارف وزارت او اکسفورډ ګډ نصاب به تدريسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *