په کندهار کې ويسا اکاډمي (خصوصي ښوونځي) خپل درېيم تعليمي کال هم بشپړ او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې برياليو زده کوونکو ته بريليکونه ورکړل.
په غونډه کې د اکاډمي د زده کونکو تر منځ (موږ د علم پلوشې = رنګ به ورک کړو د جګړې) او Welcome Education, Goodbye Weapons تر سرليک لاندې د تقرير سيالي هم تر سره شوه.
د سيالۍ ګډونوالو په اړونده موضوع په پښتو او انګليسي ويناوې وکړې او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
