په دې کتاب کې د متلونو ٨٠ کېسې راغلې. دا کيسې تکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي عبدالنافع همت راټولې کړې دي، خپل وطنه، ګل وطنه کتاب په دې وروستيو کې د علامه رشاد د خپرندويې ټولنې لخوا ١٠٠٠ ټوکه چاپ شو.

خپل وطنه ګل وطنه کتاب ١٤٤ مخه لري، ژبه يې ښکلې، ساده او روانه ده. لوستونکي خوند ترې اخلي او د هر متل کيسه يې د لنډې کيسې په بڼه ليکل شوې ده. د کتاب د لومړي مخ رسامي د لنډو کيسو او ناولونو ليکوال نصيراحمد احمدي رسامي کړې او پر بل مخ يې د ښاغلي (( همت )) د پخوانيو چاپ شوو کتابونو ټايټلونه ښکاري.

پر دې کتاب د افغانستان مشهورو ليکوالانو ښاغلو سليمان (لايق) او حبيب الله ( رفيع ) سريزې کښلې چې په دې سريزو کې د متلونو د کيسو پر اهميت خبرې شوي او لوستونکو ته نوې څه لري.

تر دې مهاله په پښتو ژبه کي د متلونو د کيسو څو مجموعې چاپ شوې، لکه د ابوالخير ځلاند، ولي محمدولي، موسی خان شينواري، علم ګل سحر د متلونو کيسې راټولي کړي او په کتابي بڼه يې چاپ کړي دي چې په خپل ځای د اهميت وړ دي، خو د خپل وطنه، ګل وطنه د کتاب يوه ځانګړنه دا ده چي تقريبا ټولي کيسې يې نوې دي، آن دا چي اکثره متلونه يې هم نوي او تر اوسه پوري نه دي ثبت شوي. بل دا چي د کيسې راوي، د راوي لنډه پېژندګلوي، د ثبت نېټه او پته ليکل شوې ده چي دا د فولکلور ټولولو نړيوال او اکاډيميک معيار دی.

ويې لولی او خوند ترې واخلئ.

مننه

2 thoughts on “خپل وطنه ګل وطنه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *