د میدان وردګو ولایت، جلریز ولسوالۍ په خدرخیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې اړوند پنځه وسله وال طالبان ژوندي ونیول .
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې د دغه عملیاتو په ترڅ کې سل کیلوګرامه چاویدونکې توکې،په سلګونه بېلابېلې مرمۍ،یو میل کله کوف د سل مرمیو سره او نور مهمات او توکې ترلاسه کړي دي .
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
د یو بل خبر له مخې د نرخ ولسوالۍ په شهاب الدین ښوونځې ته څېرمه د وسله والو مخالفینو له لورې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شوي،چې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوي دي.
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند