په څو راتلونکو اونیو کې به په غالب ګومان د اطلاعاتو فرهنګ یو نوی وزیر ولرو. دغه وزیر ته یو وړاندیز لرم خو له وړاندیزه مخکې اول د هېواد دولتي ورځپاڼې د چنګاښ د دویمې نېټې یو خبر ولولئ. د خبر عنوان دی: ( په نړۍ کې ادبیات په ټولیزه توګه او دیوه ځانګړي لیکوال ادبي آثار په بېلابېلو لارو چارو نقد او څېړل کېږي)

د خبر بشپړ متن:« په ادبي تحقیقاتو کې د نویو لارو چارو د اړتیا سیمنار پرون د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا جوړ شو. په دې سیمنار کې څېړنپوهې ثریا پوپل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس حامد کرزي د پېغام له لوستلو وروسته د دغه سیمنار د جوړولو په هدفونو رڼا واچوله. وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني د اطلاعات او فرهنګ د وزیر سید مخدوم رهین پیغام ولوست. د اطلاعات او فرهنګ وزیر په خپل پېغام کې د ادبي تحقیق څو مهمو چلندونو ته اشاره کړې ده او طرحه کړې یې ده ، ټول پوهېږو چې په ټوله نړۍ کې ادبیات په ټولیزه توګه او د یوه ټاکلي لیکوال ادبي آثار په بېلابېلو لارو چارو نقد او څېړل کېږي. د بڼو جوړونکي د کلمو په کارولو د جملو په تنظیمولو او ژبني جوړښت سره اثر مهم بولي. خو د ادبي آثارو یو شمېر نور څېړونکي د اثر محتوا او پېغام او د مضمون د مهم والي اندازې ته پاملرنه کوي. داسې څېړونکي شته چې ادبي اثر د مضمون او محتوا له پلوه نه، د هغه د شکلي جوړښت له پلوه نه، بلکې په مخاطب د اثر د اغیزې له پلوه څېړي.

دریمه ډله عقیده لري چې کله نا کله د ژبې جوړښت او یا ډېرې ارزښت لرونکې محتوا سره ډېر ښکلی اثر حاشیې ته ځي او یو منځنی ادبي اثر له دې کبله چې ټکان رامنځ ته کوي د خلکو د پیوستون او د خلکو په کړنو کې ستر بدلون او بل اندېشي لري په ژبو راځي او لیکوال لوړ معرفي کوي. ډېره مهمه ده چې په دې سیمنار کې په ادبي تحقیقاتو کې بېلابېل چلندونه معرفي او وپېژندل شي.

په دې سیمنار کې یو شمېر څېړونکو، لیکوالانو او ادیبانو خپلې تحلیلي او ادبي مقالې ولوستې.»
زه په دې نه غږېږم چې د وزیر صاحب د پېغام ځینې جملې واضحې نه دي او په دې هم څه نه وایم چې د پیغام او تحقیقي مقالې فرق پکار ده کنه، بلکې نورو ټکو ته اشاره کوم.

د سیمنار د خبر له دوه سوه نهه اتیا کلمو څخه دوه سوه دوه ویشت له وزیر صاحب سره او پاتې اووه شپېته کلمې د جمهور رییس له پېغام او د محققانو د مقالو په شمول له ټول خبر سره تعلق لري. که خبره له سرکاري نظره وڅېړو نو ولې د ولسمشر د پېغام هیڅ برخه نه ده را اخیستل شوې او که یې سرکاري اړخ په نظر کې ونه لرو بیا خو د پوهانو خبرو ته هم څه نا څه اشاره پکار وه چې په دې سیمنار کې یې برخه اخیستې ده او د سیمنار اصلي لوبغاړي دي.
دلته لولو چې د علومو اکاډیمي رییسې د سیمنار په هدفونو رڼا واچوله. د سیمنار هدف یا اهداف د دې خبر یو اصلي عنصر و خو لوستونکی د خبر د نورو اکثرو عناصرو په څېر په دې باب هیڅ نه لولي.

بله خبره دا کوم چې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ورځپاڼې د ټول دولت ورځپاڼې دي مګر اکثره وخت یوازې د اطلاعاتو کلتور د وزیر خبرې پکې راځي. دا خو داسې ده لکه څوک چې په خپل کور کې ځان ته قدر ورکوي. که د ژورنالیزم یو څېړونکی په تېرو څو کلونو کې په دولتي رسنیو کې خپاره شوي خبرونه او عکسونه له دې نظره وڅېړی چې وزیر صاحب پکې څومره حضور لري، جالبو نتیجو ته به ورسېږي.

د اطلاعاتو کلتور راتلونکي وزیر ته زما وړاندیز دا دی چې خپلو مامورینو ته حکم وکړي چې په دولتي رسنیو کې له اطلاعاتو کلتور وزیر سره اړوندو رپورټونو او ټولو نورو خبرونو ته یوازې د هغو د خبري ارزښت له نظره وګوري او له دولتي رسنیو د شخصي تبلیغ ذریعه جوړه نه کړي.

زما یو دوست د یوه اخبار مدیر و، ښه فعال سړی و خو د اخبار په ګڼو کې د خپل عکس د چاپولو او له ځان سره اړوندو خبرونو د خپرولو ډېر لېوال و. دې سلوک د ګټې په ځای تاوان ورته کړی و.

په پای کې دې ټکي ته هم اشاره کوم چې هره اداره او هر وزارت د خپلو فعالیتونو بولیتنونه او خاصې خپروونې لري چې په هغو کې که د اړوندې ادارې کسان زیات یاد شي، غیرطبیعي خبره نه ده، مګر اصلاح، انیس یا هېواد د ټول هېواد او ټول دولت ورځپاڼې دي، نه د خاص وزارت، ځکه خو یې په خبرونو او تبلیغاتو کې بېلانس ته اړتیا ده. البته، په بولیتنونو کې هم د ژورنالیزم د اصولو رعایت پکار دی او له هغه څه دې خبر نه جوړېږي چې خبري اهمیت نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *