نجیب محفوظ لومړنی مسلمان لیکوال دی چې په ۱۹۸۸ کې یې نوبل جایزه یوړه. د نوبل د جایزې په وړونکو کې فرق دی. ځينې یې له جایزې سره مشهور شول او ځینو یې د جایزې شهرت او اعتبار زیات کړ. زما په خپل ګومان محفوظ له دویمې ډلې سره تعلق لري.

محفوظ د زړبودن د مشکلاتو په وجه د نوبل جایزې د ترلاسه کولو لپاره سویډن ته سفر ونه کړ، خو د سویډن اکاډیمي ته یې خپله لیکلې وینا واستوله چې بل چا ولوسته. محفوظ په دې وینا کې وایي چې دی د یوه مصري په حیث د دوو تمدنونو بچی دی؛ یو د لرغوني مصر او بل د اسلامي تمدن.

محفوظ په خپل پیغام کې لیکي چې د لرغوني مصر د امپراطوري د فتوحاتو یادونه نه کوي، او ان د هنر او ادب او د هغه وخت د مشهورو شهکارونو مثلا اهرامونو یادونه هم نه کوي. دی وایي ، زه د مصر د لرغوني تمدن د عظمت یو بل اړخ ته اشاره کوم:« په یوه شړېدلي پاپیروس باندې لیکلي دي چې د لرغوني مصر فرعون ته اطلاع ورسېده چې د حرم د ځینو ښځو او ځینو درباریانو تر منځ ناروا رابطه موجوده ده. توقع کېده چې د هغه وخت له روحیې سره سم به فرعون ټول تورن ووژني خو ده بل کار وکړ. ده د قانون لوی مجریان راوبلل او ورنه ویې غوښتل چې تحقیق وکړي. فرعون هغوی ته وویل چې دی غواړي په حقیقت باندې پوه شي او د حقیقت په رڼا کې عادلانه فیصله وکړي.» [د لرغوني مصر هر واکمن به فرعون بلل کېده، لکه د روسیې پاچا ته چې تزار یا د لرغوني روم واکمن ته چې قیصر وایو.]

محفوظ لیکي چې د ده په نظر دغسې چلند د یوې امپراطوري تر جوړولو او د اهرامونو تر درولو ستر او باعظمته دی. « د هغه تمدن اوس مازې کیسې پاتې دي او یوه ورځ به تر ټولو لوی هرم هم پوپنا شي مګر حقیقت او عدالت به ترهغو پورې شته وي چې بنیادم بېدار وجدان او غور کوونکی ذهن ولري.»

محفوظ د نوبل کمېټې ته په خپل استولي پیغام کې د اسلامي تمدن په باب لیکي چې دلته د اسلامي تمدن د دې اړخ په باره کې څه نه وايي چې د ازادي، برابري او عفوې په بنیاد یې د ټول انسانیت د راغونډیو اواز اوچت کړ او د اسلام د ستر پېغمبر په باره کې هم ، چې د اروپا ځینو مفکرانو تر ګردو ستر انسان بللی دی، د څه ویلو اړتیا نه ویني. دغه راز د هغې ورورګلوۍ په اړه هم نه غږېږي چې د اسلام تر چتر لاندې، د زغم د روحیې په برکت، د مختلفو دینونو او توکمونو تر منځ راپیدا شوه. دی د اسلامي تمدن د عظمت په باره کې یوه بله خبره کوي: « د شرقي روم په خلاف یوه بریالۍ جګړه کې مسلمانانو د لرغوني یونان د حکمت، طب او ریاضي د ځینو کتابونو په بدل کې رومیانو ته د هغوی جنګي اسیران وروسپارل. په دغه مثال کې چې معرفت ته د انسان د درناوي څرګند ثبوت دی، وینو چې که څه هم د معرفت غوښتونکي په یوه الله باوري دي خو له یوه مشرک تمدن څخه یې د معرفت د مېوې ټولولو ته لمن غوړولې ده.»

هر لوی لیکوال د خپل وخت خلکو ته مهم پېغامونه لري. لوی لیکوال که د ماضي په باب هم خبرې کوي، هغه څه پکې راباسي چې اوسنو خلکو ته پکارېدلای شي. اوسنی مصر به تر افغانستان پرمختللی وي مګر په ټوله کې د دریمې نړۍ یو وروسته پاتی ملک دی او د دغسې ټولنو په ستونزو کې مشابهوته زیات وي.

زموږ په هېواد کې ګڼ کسان د چټ و پټ عدالت شوقیان دي. مونږ په ډېرو مجلسونو کې اورو چې که خاین ونیول شي او سمدستي په دار وځړول شي بیا به هر څوک سترګه کوي ؛خو ان څو زره کاله پخوا داسې کسان وو چې د دغسې چلند په نیمګړتیا پوهېدل او د عدالت د اجرا لپاره یې د حقیقت موندل ضروري بلل.

زموږ په وطن کې چې قتلونه ډېر کېږي، یوه وجه یې دا ده چې قضاوت راته ډېر اسان ښکاري. د پلاني مرګ روا دی، پلانی د وژلو دی، پلانی باید په پڅه چاړه حلال شي… دا هغه جملې دي چې ګڼ کسان یې ځانونو ته د ویلو صلاحیت ورکوي. که هر څوک د طبابت اجازه ولري د خلکو د روغتیا به څه حال وي؟ او که هر څوک چې توپک یې په اوږه دی، د قضاوت حق ځان ته ورکړي، د انصاف او عدالت انجام به څه وي؟ یو وخت مې یو قاتل چې په لسګونو کسان یې په یوه ورځ وژلي وو، په یوه مېلمستیا کې ولید. یوه ساده کلیوال یې وویل:« قوماندان صاحب، خلک وایي چې ښه دې ونه کړل، له حوصلې به دې کار اخیستی و! قاتل په ځواب کې ورته وویل: ما ته خبر راغی چې ورور دې لګېدلی دی، په سترګو مې توره شپه شوه، په ځان پوه نه شوم، پسې ورغلم، دوی ټولو ځان په یوه کنده کې پټ کړی و، تیاره وه، نه لیدل کېدل، صغیر و کبیر ټول ولګېدل.»

له پوهې او معرفت سره د مسلمانانو د مینې په مثال کې دې پوښتنې ته یو ځواب وینو چې مسلمانان ولې یو وخت د دنیا تر ټولو متمدن او پرمختللي خلک وو خو اوس نورملتونه د تمدن د کاروان سرلاري دي؟ هغوی چې د کتابونو لپاره جنګي اسیران خوشي کوي او هغوی چې په خپلو لوڼو او زامنو د مکتب دروازې بندوي، ډېر فرق سره لري. زموږ په ټولنه کې ګڼ کسان د اسلامي تمدن د تېر عظمت د بیا لیدو ارمانجن دي. د دوی ارزو محترمه ده خو اکثرو یې په دې فکر نه دی کړی چې د سیالۍ د پوره کېدو او د میدان د ګټلو لارې چارې کومې دي؟ ایا مسلمانان باید په خپل منځ کې د یو بل وینې تویې کړي چې ترقي وکړي او که یو بل ته لاس ورکړي؟ ودانۍ د وینو په تویولو جوړېږي، که د خوَلو په تویولو؟ بې له علمه ، بې له ساینسه او بې له تکنالوژي کومه بله لار شته چې له بې وسي، بېوزلي او نورو ته له محتاجي مو راباسي؟

نجیب محفوظ چې څلورنوي کاله ژوند وکړ، د خپلې لیکوالي په څه باندې اویا کلنه موده کې څلور دېرش ناولونه، تر درې سوه پنځوس ډېرې لنډې کیسې، په درجنونو سناریوګانې او پنځه ډرامې لیکلي دي. د هغه د آثارو په باره کې ویل کېږي چې سیاسي رنګ پکې غالب دی. ده ویلي دي :« زما په ټولو لیکنو کې به سیاست ومومئ. تاسې به داسې کیسه پیدا کړئ چې مینه یا بله موضوع پکې نشته خو بې سیاسته کیسه به پیدا نه کړئ. سیاست زموږ د فکر اصلي موضوع ده.»

اجمل پسرلي د نجیب محفوظ په کیسو او سبک باندې یو کتاب لیکلی دی چې ( نجیب محفوظ څرنګه کیسې لیکي؟ ) نومېږي. دغه کتاب د کیسو د فن او د نجیب محفوظ د هنري نبوغ په باره کې ډېر څه رازده کولای شي. د نجیب محفوظ یو ناول ( غل او سپیان) امان الله عمران ترجمه کړی او په ۱۳۸۸ کې چاپ شوی دی. د محفوظ یوه نیمه لنډه کیسه هم پښتو شوې ده. زموږ ځینې ځوانان چې عربي یې ښه زده کړې ، د نثر لیکلو ښه استعداد لري. دوی کاشکې د محفوظ نور آثار پښتو ته راواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *