تاند- پاکستان وايي په خپله خاوره کې یې د پنځو افغان موبایل ټېلفوني شبکو ۴۵ زره سیمکارتونه بلاک کړي دي.

د پاکستان صدراعظم تېره اوونۍ ویلي و چې د افغانستان د ټېلفوني شبکو سیمکارتونه دې بلاک کړای شي څو طالبان، چې د پولو دواړو خواوو ته فعالیت کوي، د وزیرستان د عملیاتو په مهال له یو بل سره همږغي ونه کړای شي.

خو نن د پاکستان د بې سیم ټېلفون فدراسیون ویلي چې د افغانستان د موبایل ټېلفون د شبکو سیمکارتونه یې د دې لپاره بلاک کړي چې تروریستان له هغو څخه په استفادې د باج اخیستولو لپاره د خلکو په تښتولو کې کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *