تاند- د خوست، پکتیکا او پکتیا څلرویشت ټولنو نن د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله وغوښتل چې د لویې پکتیا رایو ته په سپکه سترګه ونه ګوري.

عبدالله عبدالله د لویې پکتیا د درو ولایتونو د رایو په اړه ویلي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې د دغو درو ولایتونو رایې د هغو تر اصلي نفوس زیاتې دي.

خو د لویې پکتیا د ۲۴ ټولنو ګډې جرګګۍ په یوه خبري ناسته کې د ښاغلي عبدالله څرګندونې غیرمسوولانه وبللې او د لویې پکتیا د خلکو د حیثیت د اعادې غوښتنه یې وکړه.

په دوهم ځلي انتخاباتو کې د لویې پکتیا نر و ښځو ګډون وکړ او غوڅ اکثریت اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړې.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي چې په دغو ولایتونو کې صندوقونه په جعلي رایو ډک شوي دي.

2 thoughts on “د لویې پکتیا ټولنو د خپلو رایو په اړه د عبدالله څرګندونې غیرمسوولانه وبللې”
  1. Taand Admin,

    Please note that the “back” option is not working for a while now, when you view and article and try to go back to home page, it never works. Hope to see it fixed soon.

    Regards,

    1. زمان صاحب همدا اوس کار کوي. ممکن ځیني وخت پر سایټ د زیات بیروبار او فشار له کبله کار ونه کړي.
      بیا هم مننه. کوشش به وکړو چې ستونزه د تل لپاره حل کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *