تاند- د فراه، نیمروز او هلمند مشرانو د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې د ټاکنو پایلې په خپل ټاکلي وخت اعلان کړي.

دوی په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغانستان د ثبات او ترقۍ لپاره د ولسمشرکرزي هڅې وستایلې او له راتلونکې ولسمشر څخه یې وغوښتل چې پخپله پنځه کلنه دوره کې دې د ولسمشر کرزي کړنلاره خپله کړي.

د افغانستان ولسمشر په هېوادکې د جمهوري ریاست انتخابات د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګښت نخښه وبلله او ویې ویل چې د افغانستان خلکو په ټول هېوادکې په انتخاباتوکې په پراخه توګه ګډون وکړ او په ټولو ولایتونو کې خلکو دواړو کاندیدانو ته رایې ورکړې چې دا د افغانانو د هوښیارۍ، د ولسواکۍ د غوښتنې او پیاوړتیا او د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت د لا ټیګښت علامه ده .

حامدکرزي وویل چې دا په ټوله نړۍ کې معمول دی چې په انتخاباتوکې د کاندیدانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وي خو د نظر دغه اختلاف د تفاهم له لارې حل کیږي. زموږ د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخابات هم د اندیښنې وړ نه دي. دواړه کاندیدان د دې هېواد ملي مهم شخصیتونه دي او خپله خاوره ورباندې ډیره ګرانه ده. د نظر موجود اختلاف به ډیر ژر لرې شي او د افغانستان د ټولو خلکو رایو ته به احترام وشي او په دغو دواړو کاندیدانوکې هرچا چې د افغانستان د خلکو باور ترلاسـه کړ، هغه به د دې هېواد ولسمشر شي.

د هلمند پر وروستیو جګړو ژوره اندېښنه

د فراه، نیمروز او هلمند قومي مشرانو د هلمند پر وروستیو جګړو اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې زیانمن شویو خلکو ته د ژر تر ژره مرستو د رسولو هدایت وکړي.

راپورونه وايي چې د هلمند په خونړۍ جګړه کې، چې زیات تمرکز یې په سنګین ولسوالۍ کې دی او شاوخوا ۸۰۰ وسله وال طالبان پکې ګډون لري، دواړو خواوو او ملکیانو ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

افغان چارواکو ویلي چې د طالبانو په جامه کې پاکستاني پوځیان له افغان امنیتي ځواکونو سره جنګېږي. ځینو بهرنیو رسنیو لکه العربیه هم دا جګړه د پاکستان د پوځ او افغان اردو او پولیسو جګړه بللې ده.

په دې کتنه کې ولسمشر کرزي په هلمندکې وروستۍ جګړه د پردیو د اهدافو او اغراضو د ترسره کېدو لپاره وسیله وبلله او ویې ویل چې په دغه جګړه کې د بهرنیانو لاس دی، بهرني افراد دلته جګړه کوي او په دغه جګړه کې بهرني جګړه ماران هم لیدل شوي دي.

ولسمشر یو ځل بیا پرهغو افغان طالبانو چې ځانونه د دې خاورې بچیان بولي، غږ وکړ چې پرخپل ملت ورحمېږي، د خپلو خلکو وینې نه تویوي او له جګړې لاس واخلي او که چیرې دوی په دغو جګړو کې ښکیل نه وي نو په زغرده دې اعلان وکړي چې دا جګړې د دوی لخوا نه ترسره کیږي.

حامد کرزي همدا راز وویل چې هلمند ته یې مرستې وراستولي او په دې اړه یې مربوطه ادارو ته هدایت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *