تاند- د بغلان ولایت د کېلګي (کېله ګي) په محبس کې د بندیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۲۰ تنه ټپیان شوي او نامعلوم شمېر نور وژل شوي دي.
نښته وروسته له دې پیل شوه چې امنیتي ځواکونو وغوښتل یو شمېر بندیان د کېلګي له محبسه بل ځای ته یوسي.
د بغلان امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وویل، شخړه هغه مهال پیل شوه چې کېلګي ته استول شوي قطعې هڅه وکړه چې یو شمېر بندیان د هیواد د پلچرخي مرکزي محبس ته ولېږدوي خو د دوی دا هڅه د نورو بندیانو له غبرګون سره مخامخ شوه.
امرخېل دا هم وویل چې بندیانو له څو ورځو راهیسي پر خپلو ستونزو اعتراض کاوه او له همدې کبله د محبسونو د مرستیال په مشرۍ له مرکزه بلوا ضد قطعه راغله، خو هغه بې له دې چې د بغلان ولایت له چارواکو سره مشوره وکړي، محبس ته ننوته او د بندیانو په وهلو ټکولو یې پيل وکړ.
امرخېل همداراز وویل:«دوی غوښتل چې۱۰ بندیان پلچرخي ته یوسي، د دوی دا کار د نورو بندیانو له سخت عکس العمل سره مخامخ شو. په همدې منځ کې د بلوا ضد قطعې او بندیانو ترمنځ اخوډب پیل شو چې له کبله یې یو شمېر بندیان ټپیان او څو تنه ووژل شول. د وژل شویو دقیق شمېر نه دی څرګند.»
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په درې بجې پیل شوه او تر ډېرو پوري یې دوام درلود.
د پېښې ۲۲ ټپیان د بغلان ولایتي روغتون ته رسول شوي دي.