خبریال: محمدالله همت یار
هغه غونډه چي په همدې مناسبت دحضرت بلال په عالي لیسه کي جوړه شوي وه په کي د پکتیکا ولایت د پوهني ریس کوچي ځاځي دپوهني ریاست تدریسي مرستیال محمدنسیم واجد، دپوهني ریاست ګڼوکارکوونکو، د پکتیکا پوهنتون ریس استادانو، دسیمي قومي مشرانو، ځوانانو، د همدې لیسي استادانو او شاګردانو ګډون کړی وه.
دپوهني ریاست مسئولین وايي چي دپکتیکا ولایت د ټولو ښوونځيو له شاګردانو څخه يې دپوهني وزارت دلایحي سره سم ارزیابي کړل،خو دټولو ښوونځیوپه منځ کي د حضرت بلال عالي لیسې زده کوونکي ممتاز وه ، او اداره يي منظمه وه.
دوی وايي چي وروسته يي دایکویپ پروګرام له مخي دوی ته شاوخوا اته سوه زره (۸۰۰۰۰۰) افغانی ورکړې، او په دغو پیسو يي ټولي هغه ستونزي حل کړي چي دوی ورسره مخامخ وه.
حضرت بلال لیسه اوس دهیواد په کچه د پرمختللو لیسو په قطار کي راځي.
د غونډي ګډونوالو ته ددې لیسي ښوونکي عبدالرشید مجاهد د هغو ۷۸۰۰۰۰ افغانیو حساب ورکړ چي د ایکویپ پروګرام لخوا ددوی لیسي ته ورکړل شوي وې.
په دغه غونډه کي د دې لیسي د والدینو د شورا غړي مامو شهباز د پکتیکا ولایت د پوهني ریاست څخه د یولړ کمبوتاتو د پوره کولو په برخه کي چي دلیسي چمن لپاره د اوبو د سیستم فعالول، دکتابخانې، د کمپیوتر د زده کړي لپاره د کمپیوترونو غوښتنه، او د لابراتوار د زده کړي لپاره د مسلکي استاد غوښتنه وکړه.
دپکتیکا ولایت د پوهني ریس کوچي ځآځي هم په غونډه کي دپکتیکا ولایت د پوهني په وضیعت هر اړخیزي خبري وکړې
نوموړي وویل چي دپکتیکا دپوهني وضیعت اوس تر پخوا ډیر ښه شوی او ورځ تر بلي دپر مختګ په حال کي دی.
نوموړي وویل دعمومي زده کړو په برنامه کي سږ تر پلان زیات کار شوی او د ۱۷۰۰۰ زده کوونکو په ځای ۱۹۰۰۰ نوي زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي.
کوچي ځآځي د حضرت بلال لیسي د یادو شویو ستونزو لکه د چمن لپاره د شمسیو دسیستم فعالو، دکتابخاني،کمپیوترونو فعالول، او دمسلکي استاد مقرر ولو دژر حل ژمنه وکړه.
ځاځي وویل چي یوازینی ستونزه دپکتیکا د پوهني په بهیر کي د نجونو زده کوونکو کموالی ده،اکثره خلک نه غواړي چي په خپلو نجونو زده کړي وکړي.
ځاځي په دې برخه کي له رسنیو او قومي مشرانو څخه وغوښتل د بیلابیلو پروګرامونو په جوړلو سره خلک راضي کړي چي خپلي نجوني ښوونځیوته ولیږي.
دپوهني ریس، مرستیال، کارکوونکو، دپکتیکا پوهنتون مشر،او دغونډي نورو ګډونوالو تر غونډي وروسته د دې لیسي له ټولګیو څخه هم لیدنه وکړه.
حضرت بلال لیسه دپکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کي د بازار په ۵ کیلومتری کي قرار لري، په دې لیسه کي ۱۸۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چي ټول يي هلکان دي.