وېره يو خاص رواني حالت دى چې سړى له نورمال اوعادې حالت څخه ليرې باسي اوپه غير عادي اوهيجاني حالت کې يې اچوي ٬ يا خو يې په اندامونو لړزه راولي ٬ وجود يې ريږدي ٬کله يې له خولي ځگونه راووځي يا يې خوله وچيږي اويايي نور ځان رپيږي ـ اويا خو په قهر اوغصه وي دهرڅه په وړاندې له خشونت نه ډک عکس العمل ښۍ ـدقهر څرگندول يو ډول سياسې ويره هم جوتوي ـ سياست بده لوبه ده ماتې اوبرى په کې تل غاړه تر غاړه وي ـ کله تخت اوکله تخته د دواړو امکان په کې شته ـ

د دې ويل شويو ټکو په رڼا کې د هيواد اوسنى حالت يوازې په اوسنې ستيج کې نه شو ليدلى بلکې يو ه ماضي اوبگراونډ لري ـ اوپه دې اړوند ډيره ښه توضيح کيدلاى شي ـ د افغان ټولټاکنو له اوسنې حالت نه ورته گورو

ماضې يا په تير مهال کې :

دتېري پيړى داتيايمو کلونو په جريان کې چې کوم حالت رامنځ ته شو په ټولنه کې يې زړو روابطو ااومناسباتو ته يو ټکان ورکړ ٬ نه خو خلکو غوښتل په زاړه ستايل ژوند وکړي اونه حکامو غوښتل ـ دسياسې گډوديو په لړ کې په ټولنه کې يو لړ انقطابونه رامنځ ته شول ـ يوې خواته کيڼ ځواکونه اوبلي خواته ښى لاسې ( سره له دې چى په اوسني عصر کې دادوه اصطلاحات د پخوا په څير نه تعبير کيږي )

داکتر عبدالله په دغه ډله کې يو ځوان کرکتر وو ٬ چې اوس پخيدو ته رسيدلى دى ـ ددۍ ډلي ايديو لوجيک بنياد دسمت اوژبي او پښتون دوښمنې په ستنو ولاړ وو ٬ـ(البته داسې کسان هم ول چې واقعيتونه يې ژر درک کړي اوملي دريځ يې غوره کړى دى لکه ضيا مسعود ـ ) خوپخپله دعبدالله په خبرو کې موږ په رواني لحاظ ډير څه ليدلى شو چې څو ټکي په کې د سوال لاندې راځي. ٬

داکتر صيب عبدالله ته به ياد وي چې د جبل لاسراج له تړون وروسته چې د جنرال دوستم ځواکونه تر مخه وو د شوراى نظار ځواکونه کابل ته داخل شول ـ هغه وخت يوازې د دوستم ازبک مليشه يا ۵۳ فرقه  وه چې کابل ته داخله شوه اوشوراى نظار هم د جهادي نوم نه په گټه اخيستو را ننوته پيښور کې جوړ شوى عبوري حکومت راغي اوپه کابل کې دجنگ اور بل شو ـ شوراى نظار له ډير لږ وخت نه وروسته چې په لومړي سر کې دحزب اسلامي سره مخامخ و  وروسته دحزب وحدت اودوستم سره هم مخامخ شوه ۔دقدرت دانحصار په لټه کى شوه ـ افغانستان په دغه مهال يو هيواد نه بلکې فراگمنتت اوتوټه ټوټه هيواد ووـ دافغانستان پنځه لکه پوځ اودرني عصري وسلي په همدې وخت کې ټوټه شوى له منځه ولاري ـ اردو له منځه ولاړه ـ که نوازشريف په وياړ وايي چې ما دافغانستان پوځ له منځه يووړ نو دا يو بهرنې عامل وو ـ خو کورنې عامل يې چا تر اوسه نه دې ياد کړى چې په دې باب هم بايد غور وشي ـ ددې حاکميت په مهال يا دشوراى نظار دحاکميت په مهال مرکزيت له منځه ولاړ ـ اوملوک الطوايفي رامنځ ته شوه ـدوه ژوندې مثالونه چې تعميم کيداى شي وړاندې کوم :

يوه ورځ په مکروريانو کې شوراى نظار دکانکريت لاندې يو ډبل کيبل دټانک پورې وتاړه ـ ټانک ته په مخالف لورې کې حرکت ورکړاوکيبل له ځمکي را ووت ٬ بيا يې ټوټه ټوټه کړ اوپه موټر کې يې دکابل بانک په څير بار کړ ـ

په رڼا ورځ دفردوسي ليسې په خواکې د۱۲ بلاک دريم مکروريان له پنځم منزل نه يوې نجلۍ چې ناهيد نوميده ځان را خطا کړ اومړه شوه خو خپل عفت اوناموس يې دشوراى نظار له جگړه مارو نه وساته ـ اونه دوى ته تسليمه شوه   اوس نو همدادوه مثالونه بس دى ـ

دوى هرڅه کله چې دجهاد مساله مطرح شي نو بيا جهاد جهاد کوي اوددغه نامه لاندې خپلې گټې ساتي ـ تاسې دحفيظ منصور کتاب چې پنجشير دردوران جهاد نوميږي ولولى ـ داکتاب په ۱۹۹۱ يا ۹۲ ک په پيښور کې چاپ شوى دى ـ په دغه کتاب کې دهغه پروتوکول متن هم شته چى دروسي سفارت له لوړ پوړي استازي سره په عنابه يا رخه کې لاسليک شوى دى ـ اوپه صراحت وايي چې دا معامله ان دخلقيانو اوپرچميانو څخه پټه وه ـ په دې پروتوکول کې زيات امتيازات شوراى نظار ته ورکړل شويدي ـ چې جهاد پرې پر مخ بوځي ـ ( کوم جهاد ) ؟؟۔

له بلې خوا دوستم چې دهغه په اوږو کابل ته راننوتل اوبيا يې دکابل دخلکو ان بړستنې اوبالښتونه وځغلول ۔تلويزيونونه يې په بې برښنا کورونو کې ځای پر ځای کړل نو بيا يې په کابل کې دپادشاهي خوند وليد ۔ ورته حيران لاړل چې ولا په ژوند کې خو نورې رنگينۍ هم شته ۔ دوستم يې څنډې ته کړ ۔ هغه يي له قدرت نه بی برخې کړ اولههغو سره يې په جگړو پيل وکړ ۔

حزب اسلامي حکمتيار دې ډلې ته بله بلا وه چې له لومړی ورځې يې په حاکميت کې په اساسي توگه ونډه وانه اخيسته ۔ دبن په پريکړه کې هم بې ونډې پاتې شول خو دا وار دداکتر اشرف غني احمدزي تر مشری لاندې سره دا اونور ټول قوتونه چې په هيواد کې ارامي اوسوکالي غواړي يو ځای شول ۔ خو دداکتر عبدالله عبد الله ډلې دناوړه کارررواييو په نتيجه که دوستم ٬ حزب اسلامي ٬ حزب وحدت ٬سره يوځای شول د پيرصيب اوحضرت صيب معنوې نفوذ يې هم خپل کړ ۔ ټول دبدلون اودوام له ټيم سره يوځای شول ۔ دوی يو ويده زمرې چې هغه ددې وطن اکثريت خلک د ي هم چې تل يې ورته په ژبه ٬فرهنگ دود عنعناتو اوان تاريخي شخصيتونو ملنډې وهلي هم راويښ کړ۔ (دعبدالله دوياندانو خبرو ته پاملرنه ) ۔ هغوۍ يې دې ته اړکړل چې دعبدالله دډلې دسپين سترگۍ ٬ دروغو دربو ٬لاپو شاپو په وړاندې عکس العمل په رايه ورکولو کې څرگند ک��ي ۔

څرگنده ده چې دکرزي کاکا په بې واکه واکمنئ کې نور دعبدالله دواکمنې اودابوحنيفه دمدرسې دنهم ټولگي دفارغانو وزيرانو ډلې چې قانوني صيب اوس دلومړي مرستيال ځای خپل کړی خلک ترې نور دوه سږمو ته راغلل ۔ نارينه اوښځې ټول په يوه چيغه صندقونو ته ودريدل اوخپلې رايي يې اشرف غنې ته واچولي ۔ طبيعي خبره ده چې دی دامتيازاتو دلاسه ورکولو چې دوی يې خوب هم نهليده دوی ولړزول اوس دگډوډی جوړولو په هڅه کې شول ۔وايي چې نه يې منم ٬نه منم اونه منم ۔ کاکا څه شی مني ۔

دوی دخپلو کړنو اودخپلو حريفانو څخه داسې وېرې اوترهي اخيستې دي چې نه يې خوب شته اونه يې ارام ٬ يوزې درواني ناروغانو په څير چی خوله يې وچه شي نو پرو نايه باندې اخته کسانو په څي استدلال کوي اووايي نه يې منم ۔

دوی په دې پوهيږي چې دځمکو غاصبان څوک نه شي بخښلی ۔ دکابل بانک غله څوک نه شي بخښلی۔ نو ځکه ډار اوويره پرې غالبه ده اوکله نا کله خناد هم کوي ۔ دا خلک چې هيڅ کله دپسونو خطاب ورته چا نه وو کړي دوی يې ورته کوي ۔ايا دا هم دکابل بانک اونورو جناياتو په څير يو عمل نه دی ۔ ؟ چې دی ؟

بله خبره :

دوې په ډيره سپين سترگئ څو وار اولا په کراتو وايي : ما به هيچکس حق نميدهيم يک کسيکه سالها بعد با يک بکس به کشور بيايد وزعامت کند )

خو ددې جنابانو سر بايد په دې خبره خلاص شي چې په افغاني ټولنه کې چې اوس هم لا په کې له بده مرغه ((دکاست)) ډوله مناسباتو نښي نښانې شته ۔ دلته دخان زوی دخان زوی اودکاسب زوی دکاسب زوی دی دلته دهر چا تول اووزن ٬مالوم دی ۔ دلته چې دچا پلار ٬نيکه اوغور نيکه مالوم نه وي هغه څوک په جرگه کې نه پريږدي ۔

دغني پلار ترونو اوتره زامنو سخت زندانونه تير کړل تره يې په اعدام محکوم شو ٬ هغه چې مستحق وو چې دحربي پوهنتون نوم بايد دهغه په نوم ياد شي په زرگونو افسران دهغه شاگردان ول اوروزلي يې وو ۔ هغه په ډير لوړه روحيه اوافغاني اوچت غرور درلود ۔ پوليگون ته ولاړ ۔ دغني پلار اوترونه ددې کرښو ليکونکي ښه پيژاندل چې يو ځيږ اوزړور پښتون وو ۔ بايد ووايم چې دغني پلار اونيکه په همدې وطن کې هم هديره لري هم يې هوجره اوديره درلوده اولري ېې ۔ دا يوه ډېره ساده محاسبه ده ۔ هغه له يوه بکس سره نه دی راغلي اونه يې ددالرو بوجۍ دوبی ته وړي دي ۔ بلکې دعلم اوپوهې له لارې يې مبارزه کړې ده ۔

وروستيو ټول ټاکنو ثابته کړه چې نور خلک دچور تالان له لښکر نه پزې ته راغلي دي نور ددې جهاد نه چې دحضرت عثمان کميس ترې جوړ شوی دی خلک دوه سږمو ته راغلي دي نور ددې بې فرهنگه حاکمانو نه دخلکو په مرۍ ناست دي نه دهيواد له تاريخ نه خبر دي اونه له جغرافيه اونه يې هم له نفوسونه نور ستړي شوي دي خکه خو يې په غوڅ اکريت پريکړ ه وکړه چې نور ددي ټولني اوهيواد حالت داشرف غني تر مشرتابه لاندې بدل کري ٬ ۔

سپير کی ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *