خبر موثق غمخور غواړی

هو شمالی وزیرستان کې د پاکستان پوځ پوځي عملیات پیل کړې دي هلته د عامو خلکو قتل عام شروع شوی دی، بنو ته رارسیدلی مهاجرین د څښلو اوبو ته هم په قطارونو کې درول کیږي او بیا یو یو ګیلاس اوبه د پنجابی پوځ تر نظارت لاندې ورکول کیږي چې هملته يې ځای په ځای وڅښي له ځان سره د وړلو حق يې هم نلري، دا یو ډول شکنجه او ربړونه ده د پوځیانو لخوا د دباؤ اچولو په خاطر خلک ناحقه په کوتکو وهل کیږي د شپې له مخې ځیني کسان د تحقیق په نوم وړل کیږي د عسکری قطعاتو په مراکزو کې پرې د سزا طریقه ورزده کوي، د امارت خوارج هم وروستل کیږي چې دغه حالت په سترګو وګوري، تر اوسه څلویښت کسانو ژوند له لاسه ورکړئ، مړه جسدونه يې سختې ګرمي کې خاورو ته سپارل کیږی اکثرو ته يې د غسل ورکولو لپاره اوبه هم نه وي، نن یو جسد راوړل شو چې د لویې لارې په سر له یو پوځي ټرک غورځول شوی و د سیمې خلکو غسل ورکړ په بدن يې سختې شکنجې ښکاریدې او تناسلې الې يې هم په کشکولو ترې ایستلي و.

ولې د امارت خوارج ورته راوستل کیږي؟

اول: هغوی ته ورښیي چې څنګه شکنجه افغانانو ته ورکړي.

دوهم: دوی ته خبرداری ورکول کیږي که له امر مو سرغړونه وکړه ستاسو او ستاسو د برمته شوو کورنیو حال به هم همداسې وي، موږ چې پخپلو رحم نکړو په تاسو به يې څه وکړو.

ایا دا رشتیا ده چې پاکستان د طالبانو په ضد عملیات پیل کړي؟

هو: دا رشتیا ده خو یوازې د پاکستاني طالبانو په ضد يې عملیات پیل کړي هغوی ډیر په بیرحمانه ډول قتلوي او د افغانستان د امارت طالبان يې ځایونه ورپه ګوته کوي نو د تحریک طالبان پاکستان سټه يې وویسته، د دې عملیاتو د شروع کیدو تر شا څو رازونه موجود دي.

اول: پاکستان ته د امریکا لخوا ایف ۱۵ او ایف ۱۶ الوتکې په دې شرط ورکړل شوې چې شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې به عملیات کوي او نیول شوي طالبان به دوی ته سپارل کیږي. پاکستان دا شرط قبول کړ خو د خپلې حرامچکۍ له مخې يې لومړی ټول افغان طالبان، ازبک جګړه مار له سیمې وایستل او افغانستان او نورو خوندي ځایونو ته يې ولیږل.

د پاکستان د امنیت خوندی کولو لپاره يې د تحریک پاکستان په ضد عملیات پیل کړل چې د کراچۍ هوايي دګر يې ولړزاؤ.

دریم: افغانستان ته ښیئ چې پاکستان څخه طالبان نه درلیږل کیږي دا د تاسو خپله کسله ده .

څلورم: د افغانی طالبانو د سرغړونې په وخت کې ددوي د دوي پناهګا ختمول چې د تشناب کاغذ غوندې يې وکاروي او بیا خوټې ترینه وباسي ، وګورئ د امارت چټ طالبان ولې د استاد یاسر په وژنه پټه خوله دی ؟ نران يې بولم که رسمآ يې پاکستان ته ګوته ونیوله .

پنځم: د پښتنو ، بلوچو،مسیدو، وزیرو قبایلی سیستم له بیخه ختمول او په جنسیو کې د پنجاب حکمراني قایمول .

شپږم : له امریکا امتیاز تر لاسه کول .

د ملاعمر طالبان او ازبک جګړه مار چیرته ولیږل شول :

د پاړاچنار د پیواړ له خوړ سره د کوچنی هوايي دګر نه ۵ کیلومتره واټن کې د ملیشې چوڼیو، خړ ډنډ ، ځاځیو، میدان وردک ، غزنی ، د لوګر سجاونډ، ازره ، حصارک، روجان تنګی ، کتاره، د پکتیکا او خوست سرحدی سیمو،شینوارو، نیازیانو، بټی کوټ کې دیره کړل شول ، د هلمند په څیر نوۍ جګړیزه جبهه به ډیر ژر حصارک ولسوالی کې خلاصه شي او اکمالات او د تیښتۍ لار او ګودر به يې د ازره منګلو دره او ځاځیو غرنی سیمې وي .

هغه تجارتی مالونه چې افغانستان ته وړل کیږی همدا اوس د پیښور اسلامیه کالج تر څنګ د پلوڅی طرف ته تلونکی سړک باندی ښیئ خوا کې ستر دیوال تر شا د آی اس آی لخوا د امارت لپاره په جوړ شوي پاټک کې محصول کیږي او پیسې يې ۵۰٪ امارت ته ورکول کیږی او نورې ددوي امیر صیب(پاکستان) اخلي .

جعلی شپانه: ډیرو خلکو ته يې میږي او رمي خریداری کړی ترڅو د کوچیانو تر نوم لاندې آی اس آي ته جاسوسی وکړي دغه لړی له تیرو دوه کلونو پیل شوې خو اوس عام خلک پرې خبر شول ، ددغو شپنو د کار سیمه د ننګرهار ، لوګر،میدان وردک،غزنی ،خوست ،لغمان، او د کابل ولایت ساحه ده ممکن د ټول هیواد په سطحه وی ، د لغمان والی يې هم د امین جان په نوم کوچی ده ، دغې استخباراتی پدیدې زمونږ د هیواد کوچیان هم زیانمن کړل همدغه شپانه د ورځۍ جاسوسی او معلومات راجمع کوي او شپی له مخې طالبان شي .

جعلی تجاران : ځینې کسانو ته يې د ټول هیواد به سطحه هر ښار کې دوکانونه، دواخانې او نور کار او بار تنظیم کړئ چې آصلآ د امارت او آي اس آي د فترونه او د وژونکو توکو د ساتنې او انتقال ډیپوګان او وسیله ده ، دغه وسایل اکثرا په بیلټی کړیو تجارتی اموالو کې افغانستان ته لیږدول کیږي او ددوي لخوا جوړو شوو دوکانونو ته تسلمیږی.

وســــــــــــــــلام

د هیـــــــــــــــــــــواد درد مي ارام ته نه پــــــــــــــــــریږدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *