تاند- د فرانسې حکومت اعلان کړی چې له ۲۰۱۶ څخه په دغه هیواد کې له پلاستیکي کڅوړو څخه کار اخیستل منع کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې حکومت دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې پلاستیکي کڅوړې د ژوند چاپیریال ته زیان لري.
ټاکل شوې ده چې د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له نورو موادو څخه، چې چاپېریال ته تاوان نه لري، کڅوړې جوړې شي.
د فرانسې د چاپېریال ساتنې وزیر سګولن رویال د دې پرېکړې هرکلی وکړ او هیله یې ښکاره کړه چې دا کار به سبب شي چې ډېرو خلکو ته د روزګار زمینه برابره شي.
د فرانسې پارلمان له پلاستیکي پر کار اخیستلو د بندیز په اړه د حکومت د وړاندیز ملاتړ کړی او دا طرحه یې تصویب کړه. پر دې اساس د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې په فرانسه کې څوک په پلاستیکي کڅوړو کې سودا کور ته نه شي وړلی.