د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي جیمز ډابینز وايي، د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ښه کېدل د افغان کشالې په اواري کې مرسته کوي.
نوموړي پرون له هندي چارواکو سره په خبرو کې ویلي، پاکـ – هند اړیکو کې لږ پرمختګ، د افغان کړکېچ په اواري کې سملاسي پرمختګ راولي.
هغه هندي چارواکو ته دا هم ویلي چې کله اسلام اباد ته تللی و، د لومړي وزیر نواز شریف له خبرو یې دا معلومه کړه چې ښاغلي شریف له هند سره اړیکې ښه کول خپل لومړیتوب بولي.
نوموړي دا هم ویلي چې هند په افغانستان کې مهم نفوذ لري او په دې دلیل دا مهمه ده چې هند د واشنګټن په نظریو پوی شي او امریکا د هند په نظریو پوهیږي.
جیمز ډبینز هندي چارواکو ته ډاډ ور کړی دی چې طالبان د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره شلون ونه کړي، نو دوی به ور سره کومې نتیجې ته ونه رسیږي.
په ورته وخت کې یې دا هم ویلي دي چې وسلوال طالبان به بریدونه کوي او ممکن دغه بریدونه نور هم زیات کړي:( موږ له طالبانو دا تمه هم نه لرو چې دوی دې د خبرو په نوم مرګوني بریدونه وځنډوي.)
جیمز ډبینز دا هم ویلي چې خبرې اترې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي، نه دا امریکا او طالبانو ترمنځ.
د نوموړي دا خبرې په داسې حال کې دي چې افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله راډیويي وینا کې ویلي د قطر دفتر او له طالبانو سره په خبرو کې یې دسیسه شنډه کړې ده.
ولسمشر کرزي دا هم ویلي، چې د قطر دفتر د افغان حکومت له توافقاتو پرته پرانیستل شو، ځکه یې پر وړاندې ټينګ ودرېدل او د افغانستان د خلکو په کلک ملاتړ یې دسيسه شنډه کړه.