((د اسد میاشتې د۲۹ نیټې له ټاکنو څو ساعته وروسته دعبدالله عبدالله ویاند فاضل سنګچارکي په ډیرې خوښۍ سره د ښاغلي عبدالله دبري زیري ورکړل ،ده له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې کاندید یې په بغلان ،بامیان جاغوریو او … ډیرې رایې وړې او دټاکنو ګټونکی دی خو په سبا چې دهیواد له مختلفو برخو څخه دټاکنو دمرکزونو رپوټونه ځینو رسنیو خپاره کړل سنګچارکي او ډاکتر صاحب عبدالله پوه شول چې په څومره اوبو کې ولاړ دي نو بله لاره نه وه ،هڅې یې پیل کړې چې دخلکو په وینو ترسره شوې انتخا بات بدنام کړي ، هغه و ، چې بهرنیو او داخلي ځینو رسنیو او دعبدالله دکمپاین چلوونکو دټاکنو دبد نامولو لپاره مټې را ونغښتې ،دوی په دې برخه کې دپردیو په مرسته خپلو موخو ته ورسیدل او دافغانستان ټاکنې یې چې ددولت دوسله والو مخالفینوله ګواښونو سره سره خلکو پکې برخه واخیستله ، له پوښتنو سره مخ کړې ، پخپلو پروپاګندو سره یې حالات دې حد ته ورسول ،چې په دغو ترینګلو حالاتو کې یې زموږ خلک یو ځل بیا دې ته مجبور کړل چې درایو مرکزونو ته ولاړ شي او یو ځل بیا رایه ورکړي.

دټاکنو لپاره لا تیاري روانې وې چې دعبدالله ملګرو هسې خوشې بهانې جوړولې ،دوی له هماغه پیله پوهیدل چې ټاکنې نه شي ګټلای نو باید بهانې ولټوي یوځل خو دعبدالله دکمپاین مسوول ستار مراد دا اخطار هم ورکړ چې که ټاکنې ونه ګټي نو خپل بړیڅي به له وسلو سره لارو او کوڅو ته را وباسي او وسله والې قهرجنې مظاهرې به وکړي او دکابل خلکو ته به د۱۳۷۱ کال ترخې خاطرې یوځل بیا ورپه یاد کړي ،کله چې دستار مراد دغه غیر مسوولانه خبرې دخلکو له کلک غبرګون سره مخ شوې نو بیا خپله عبدالله دهغه خبرې رد کړې دوی پوهیدل چې خلک نه غواړي د۱۹۹۲ کال بد مرغې تیارې بیا وویني خلک نه غواړي چې د جوزا داتمې د مظاهرو په څیر یې شتمني چور او تالان شي، خلک نه غواړي بیا د جنګ سالارانو دټوپک بد مرغه سیوری وویني، نو ځکه یې دهغه خبرې ددنبورې ګډې وډې نغمې وبللې او پخپله یې رد کړې.

اوس بیا چې انتخابات دوهم پړاو ته یووړل شول او دافغانستان جمهور ریس حامد کرزی سره له دې چې دټاکنو دلومړي پړاو وړونکی و،دټاکنو دوهم پړاو هم ددموکراسي دبنسټیزه کیدو او دهیواد دملي ګټو په خاطر په ورین تندي ومنل او ښاغلي عبدالله عبدالله هم دهغو هرکلی وکړ او ډیر ورته خوشحاله و،خو وروسته یې چې ښه چورت وواهه او پوه شو چې رایه ورکوونکي خو هغه دي چې تیر ځل یې رایې ورکړې وې ، نوبیا دده او دده دکمپاینرانو خبرې سره بیلې شوې ، تیره ورځ دده دکمپاین یوه غړي احمد بهزاد وویل چې که د ټاکنو دخپلواک کمیسیون په مشرتابه کې بدلون رانه شي نو دوی به ددوهم پړاو په ټاکنو کې برخه وانه خلي ،دې خبرو ما ته د ( ما چې میګوییم دنبوره ما چې مې ګوید)متل را یاد کړ .یوه دوه ورځې وړاندې عبدالله عبدالله خوشحاله و،او ان له ډیرې خوشحالي یې دافغانستان جمهور ریس حامد کرزي ته هم ټیلفون کړی و، خو اوس یې له دنبورې نورې خبرې اورو.له دې څخه څرګندیږي چې دوی پخپل بري دپخوا په څیر باور نه لري او هسې بهانې لټوي ، که په تیرپړاو ټاکنو کې دکاندیدانو شمیر زیات نه وای نو عبدالله عبدالله به اوس له حامد کرزي وروسته دوهم کاندید نه و.ځکه دنورو کاندیدانو رایې وویشل شوې هغه درغلۍ چې په پراخه پیمانه دعبدالله په ګټه وشوې هغه لا یوې خواته پریږده.

دعبدالله دغه لړزانده او ګډوډ دریځ سړي ته دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو دپخواني استازي بنین سیوان خبرې وریادوي چې هغه وخت یې له رسنیو سره کړې وې . بنین سیوان دملګرو ملتونو له خو دافغانستان لپاره استازی ټاکل شوی و،تر څو دافغانستان مسله هواره کړي بنین سیوان به سهار کابل او مازدیګر پاکستان ته،ته. تر څو دهغه وخت دحکومت او تنظیمونو دمشرانو دریځونه سره نږدې کړي او دیوه لنډمهاله حکومت لپاره لاره هواره کړي خو له دې ټولو منډو ترړو سره سره دهغه هلو ځلو نتیجه ورنکړه، کله چې له بنین سیوان څخه لامل وپوښتل شو په ځواب کې یې وویل چې سهار په پاکستان کې دتنظیمونوله مشرانو سره په یوه خبره هوکړه وکړو چې کابل ته راشم دافغان حکومت هوکړه واخلم او موضوع حل شي خو چې بیرته مازدیګر پاکستان ته ځم دتنظیمونو مشران له خپلو تیرو خبرو پښیمانه وي او نوې خبرې کوي ، چې بیا دنویو خبرو په اړه هوکړه وشي بله ورځ بیا ددوی دریځ بدل شوی وي ځکه خبرې کومې پایلې ته نه رسیږي.او د ۱۹۹۲ کال په جګړو کې دجګړو لپاره دتنظیمونو بهانې لا دټولو هیواد والو په یاد دي.

اوس هم دمحترم عبدالله د دریځ داسې ژر ژر بدلون او د بیلا بیلو بهانو راوړل سړي ته هغه تیرې ترخې خاطرې وریادوي، اوس چې دده کمپاین کوونکي وایي چې ترهغو چې دټاکنو دخپلواک کمیسیون په مشرتابه کې بدلون نه وي راغلی دوی به دټاکنو دوهم پړاو ته ولاړ نه شي ، دقانون خلاف خبره ده ځکه دقانون له مخې که دټاکنو په لومړي پړاو کې کوم کاندید پنځوس جمع یو رایې ونه ګټي ټاکنې دوهم پړاو ته ځي …))

دا د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو په وخت کې زما د هغه وخت د مقالې یوه برخه وه اوس چې د افغانستان خلکو له ډیرو ستونزو سره سره د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست لومړی او دوهم دور ټاکنې ترسره کړې او له تیرو ټاکنوکابو پنځه کاله تیر شوي دي خو بیا هم د عبدالله ناپایه بهانې پای ته نه دي رسیدلې، تر ټولو ستره بهانه یې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ریس د دندې ځنډیدل و چې دادی ه��ه له خپلې دندې استعفا وکړه خو د عبدالله بهانې لا ختمې نه دي، نور دې په دې اړه د افغانستان خلک قضاوت وکړي.

ویښ افغان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *