دا درېیم ځل دی چې موږ هم د نړۍ د ډېری هېوادونو په څېر د خپل مشر د غوراوي لپاره د ټاکنو غونډال (سيسټم) کاروو.

د دویمې نړۍ او حتی کله ناکله خو د لومړۍ په ځینو هېوادونو کې ځینې ډلې/ هېوادونه نېغ په نېغه له نوماندانو یا هم هغه حزب سره چې نوماند یې ټاکنو ته وړاندې کړی وي؛ پټې او ښکاره معاملې کوي.

لسیزې کېږي چې په افغانستان د ګاونډیو او د نړۍ د نورو مغرضو هېوادونو استخباراتي کړیو د خپلو ناولیو ګټو د تضمین او سیاسي موخو د پلي کېدو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ده.

د ټاکنو په شپو او ورځو کې بېلابېلې د «سرچوک/ ټولنيزو رسنیو اوازې» تر غوږو کېدي چې ګنې د پاکستان دولت د ټاکنو په لومړي او دویم پړاو کې په لاندې شرایطو د ډاکټر عبدالله عبدالله سیاسي او وټه‌يیز ملاتړ کړی دی:

لومړی- که ډاکټر عبدالله د افغانستان ولسمشر شي؛ پښتونستان/ ډېورنډ به په رسمې ډول پاکستان ګڼل کېږي.

احقر العباد داسې انګېري چې په پروني لاریون کې د «پښتونستان» واټ لوحه د ډاکټر عبدالله او اصلاحاتو او همګرايي د لاریونګرو په مټه ماتېدل؛ له پاکستان سره د هغه د لومړنۍ ژمنې د پوره کولو لومړی ګام و. والله اعلم!

دویم- د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې به هندوستان ته د هیڅ ډول سیاسي، بیارغاونې او کلتوريفعالیت اجازه نه ور کول کېږي.

درېیم- اوس‌مهال او په راتلونکې کې هم د افغانستان بې څښتنه اوبه؛ د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو ارزښتمنه موضوع ده. که ډاکټر عبدالله ولسمشر شي؛ نو دا موضوع به د پاکستان په خوښه تنظیمېږي. البته د «داسو» د بند په جوړولو کې د ډاکټر عبدالله تر وخت وړاندې زرغونه څراغونه د هغه دریځروښانه کړ.

څلورم- د افغانستان په داخلي سیاست، اقتصاد، رسنیز، تکړښت (سپورټ) او… کې به د هند ښکېلتیا ته د پای ټکی کېښودل کېږي.

پنځم- افغان امنيتي ځواکونه نه شي کولای چې په هند کې پوځې زده‌کړې وکړي، تجهیزات ترلاسه کړي، وسایل او نوې ټيکنالوژي واخلي.

شپږم- که افغانستان د برېښیز بیومیټریک سیسټم څښتن کېږي، نو پاکستان باید دا حق ولري چې ویې څاري.

اووم- که ډاکټر عبدالله ولسمشر شي؛ پاکستاني سوداګر به په افغانستان کې د تجارت/ ټرانزیټ پر مهال له هر ډول ټیکس سره معاف وي.

اتم- په افغانستان کې دننه به د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند- ټاپې (TAPI) پروژې په ټولو تخنیکي- سیاسي چارو کې د پاکستان نظر او پرېکړه د پاکستان له ادرسه درسره کېږي.

نهم- افغان او په افغانستان کې شته رسنۍ حق نه لري چې د پاکستان پر وړاندې سؤ تبلغات تر سره کړي.

لسم- په پښتني کمربند کې به د بلوچستان له ګوادر بندر څخه تر چین پورې د چین د تېلو او ګازو نللیکې او همدارنګه د اورګاډي پټلۍ او ستره لویه لاره تېرېږي او په بدل کې به یې افغانستان ته هیڅ امتیاز نه ورکول کېږي.

یوولسم- دا چې د افغانستان د لویو ښارونو هویت په چټکۍ سره شیعه‌وزمه کېږي؛ نو باید په جدیت سره د دې ښکارندې (پدیدې) مخه ونیول شي.

یاده دې شي چې څه موده وړاندې د پاکستان د استخباراتو د ادارې پخواني مشر او د طالبانو بنسټګر؛ جنرال حمید ګل ویلي و چې ډاکټر عبدالله د افغانستان لپاره بهترین چانس دی.

د دې ادعا د ثبوت لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

http://tribune.com.pk/story/720293/hamid-gul-says-abdullah-best-hope-for-afghan-peace/

په پای کې دا وایم چې یادې اوازې دې خدای جل جلاله نه رښتیا کوي.

د اصلاحاتو او همګرايي له ټاکنډلې دا هیله کوم چې که پورتنۍ خبرې ناسمې وي، نو دوی دې افغان ولس ته خپل دریځ روښانه کړي او له ځانه دې دفاع وکړي، تر څو ملت له اندېښنې او ګنګستیا څخه ووځي.

د خپلواک او اباد هېواد پر لور!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *