ټاکل شوې، افغان کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال جولای په ۱۸ نیټه د زمبابوې پر وړاندې د خپلو څلورو نړیوالو یو ورځینیو او دوه څلور ورځینیو سیالیو لړۍ پیل کړي. په دغو سیالیو کې د اغیزمن ګډون په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ملي لوبډلې لپاره یو میاشتنی روزنیز کمپ په لاره واچولو چې ۴۵ ملي لوبغاړو په کې ونډه اخیستې وه. د تمریناتي کمپ په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په دغو سیالیو کې د لوبو شرایطو ته په کتنې سره ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. ملي لوبډله به په ټاکل شوې نیټه د خپل منزل په لوري سفر کوي او د سیالې لوبډلې سره به خپلې سیالۍ ترسره کوي.

له ټاکل شوې ۲۶کسیزې لوبډلې څخه به ۱۶لوبغاړي په یو ورځینیو سیالیو کې لوبه کوي او د څلور ورځینیو لوبو حالت ته په کتنې سره به ۱۶لوبغاړي په څلور ورځینیو سیالیو کې ونډه اخلي. سربیره پردې، له ټاکل شوې ۲۶کسیزې لوبډلې څخه به د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره پیاوړي لوبغاړي وټاکل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې چمتووالی اغیزمن بولي او زیاتوي چې ملي لوبډله به د را روانو سیالیو په لړ کې له ځانه ډیره ځانګړې کارکردګي وښیي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *