ټولو مسلمانانو او دقلم خاوندانو ته د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلينو د روغ رمټ راخوشي کېدولو مبارکي وايم.

دا د هيواد په تاريخ کي لومړى ځل دى، چي دومره زيات اکاډميک کسان پر يوځاى تښتول کيږي او پر يوه ځاى بيرته د لوى خداى په مهربانۍ خپلو کورنيو ته ستنيږي.

دا عادي کسان نه دي، داسي کسان په نړۍ کي خورا قدر لري، ځکه هر کدر د يو ځوان په عمر زده کړي کړي او په لوړ لياقت تر دغه دروند مقام پوري رسيدلى دى.

که تاسي دا خبره راسره منى او کنه، خو زه د يادو اکاډميکو کدرونو خوشي کيدو د هيواد ښې راتلونکي ته هيله مند کړم او نن ورځ پرنېک فال نيسم.

زما د کوچنيوالي هغه وختونه تراوسه په ياد دي، چي زموږ کور ته نږدې دوې مهمي لېسې، چي اوس هم سته، دغو لېسو ته به د شپې له اړخه ځينو مجاهدينو(!) اور وراچولى ؤ، سهارچي به موږ ماشومان له کورونو راووتو، نو پر لېسو به لا د اور لمبې ګرځېدې.

يوه بله ورځ مي ښه په ياد دي، چي د همدې لېسې کتابخانه د شپې لخوا سوځول سوې او د نورو کتابونو ترڅنګ د قرانکريم سوځېدلي پاڼي هم د سهار باد يوې او بلې خواته وړلې.

د کلي سپين ږيري او کوچنيان پرراټول وو، ليکن چا جرائت نه سو کولاى، چي لګېدلى اور مړ کړي، ځکه ولاړوو خلکو داسي انګېرله، چي ښايي په دې ولاړو کسانو کي هغه څوک هم وي، چي ماښام مو کور د همدې کتابونو سوځوونکي ته ور په ګوته کړي.

هغه ورځ مي هم نه هيريږي، چي له همدغه مکتب څخه يې په سپينه ورځ يو معلم ويست او يو څو ورځي وروسته يې مړى په محله جات کي خلکو پيدا کړى و.

تراوسه مي د هغه وژل سوي معلم د مېرمني ژړا په غوږو کي انګازې کوې ، چي راپه زړه سي، نو د بدن ويښتان مي شخ شخ ودريږي.

هغه وخت ته په کتو، چي يو ښوونکى د معلم په نامه وژل کېدى او قران شريفونه د مکتب د کتابونو په نامه سوځول کېدل، نو اوس خو ډېر شکر دى، چي ٣٤ تنه علمي کدرونه له ١٢ وروځو پوښتنو ګروېږونو وروسته په روغ صحت خپلو کورنيو ته وسپارل کيږي.

که پخواني او اوسني حالات سره پرتله کړو، نو ويلاى سم، چي د دومره زياتو اکاډميک کسانو روغ راخوشي کېدل يوه ښه زېرى او له اختر مخکي اختر دى، ځکه که دا کسان په هغه وختونو کي، چي يو بې ګناه معلم وژل کېدى تښتول سوي واى! څه فکر کوى، چي بيابه يې کور، اولادونه، مور او پلار لېدلي واى؟

زما په ګومان هيڅکله نه، ځکه په هغه وخت کي داکسان تر معلم ډېر ګناهکاران(!) او مرګ يې په پټو سترګو روا بلل کېدى، ځکه ياد کسان له هيواد څخه د ناپوهۍ په له منځه وړولو کي غښتلې او د لوړي پوهي په درلودولو سره کولاى سي، چي په مسلکي ډول خلک پوه کړي، چي حق ، څه دى او باطل څه ته وايي؟

د کندهار پوهنتون استادان، چي هر چا راخوشي کړي، هرچا يې په راخلاصولو کي خولې توى کړي او هر چا ورته په درنه سترګه کتلي دي، لوى خداى به ورته خامخا ثواب ورکوي.

د هر هغه چا يې کور ودان، چي دا اکاډميک څراغونه يې له وژل کيدو ژغورلي دي.

د دغو استادانو راخوشي کېدل، موږ ډ اډمنوي، چي نور افغانان جنګ، وينه تويول او اوښکي نه غواړي.

واقعي افغانانوداخبره درک کړې ده ، چي پردى کلاشنکوف دخپل افغان ورور د ساتني لپاره وکاروي،نه خداى مه کړه د وژني لپاره .

په جګړه کي ښکېلي غاړي اوس ډېري ښه پوهيږي، چي دا هيواد سولي، ورورۍ او په رښتيا کلک چوپړ ته اړتيا لري، جګړه د يتيمانو، کونډيانو، بورو، ورارو او معلولينو شميره زياتوي، پوهه له منځه وړي او پر هيواد د جهالت توري پردې غوړوي.

اسلام تر ټولو دينونو غوره دين دى، همدغه دين خپلو پيروانو ته فرمايي ( والصلح خير)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *