ګران وطنوال په دي پوه دي چې د دوهم پړاؤ ټاکني هم په کامیابۍ ترسره سوي ، که چیري  دټاکنو پروسي ته ځغلنده نظر وکړو نو افغان ولس  په ډیر پاک او وطندوسته احساس د کورونو راووتل او خپلي رایی  یی وکارولي په ځانګړي ډول ښځو لویه قهرماني ترسره کړه او ترهروخت په ډیرشمیر درایو مرکزونو ته حاضري سوي اورایی یی صندوقونو ته واچولي .  ددیرو معیوبینو ،ناروغانو اوزړو کسانو اشتراک ټاکنو ته نوره ښکلا بخښلي وه .  په افغانستان کي د۱۳۹۳ کال دولسمشرۍ  دټاکنو پروسي ته نړیوالو ګوته په غاښ ونیول چې په  داسي یوهیواد کی چه ۳۵ کاله جګړه ځپلی دی بیاهم ټاکني په بري ترسره سوي .

دسږکال دشروع نه هرڅه وتاکنو ته منتظردی ، ټول تجارتي معاملات ، دبیارغوني کارونه ،پلورل اورانیول او ډیرداسي لوی اوواړه کارونه وټاکنو ته معطله دي ، دافغانستان او امریکي امنیتي تړون هم دټاکنو دکامیابه ترسره کیدو لپاره منتظردی . ولس په ډیره بي صبرۍ دټاکنو پایلو ته شپي اوورځي شمیري .

خو متاسفانه دډاکترعبدالله عبدالله د بیځایه اوطفلانه غوښتنو او ناخیړیو دټول ولس قهر اوغضب راپارولی دی ، داکترعبدالله چه دناکامي د لیدلو او لمسولو همت دلاسه ورکړی دی نو دواړي پښي یی په یوه موزه کي اچولي دي او هغه دخلکو خبره لور په لوټه تیره کوی کله یوڅه اوکله بل څه بهانه کوي اوغواړي چه دټاکنو داپړاو دبحران سره مخامخ کړی . داکترعبدالله داواقعیت درک کړی دی چه ولس خپله رایه وداکتراشرف غني ته ورکړیده ،اوداهم ورته جوته ده  چه داکتراشرف غني نظر وده ته دولسمشرۍ وړ شخص دی ،ځکه چه داکتراشرف غني په ملي اوبین المللی کچه منل سوی کس دی ، نه جنګ سالاردی اونه هم متعصب دی .

دټاکنو خپلواک کمیسیون ، ملل متحد ، دټاکنو نړیوالو سازمانونو اوحکومت ډیري هلي ځلي وکړی چه داکترعبدالله دټاکنو دبهیرسره همکاري وکړي او دټاکنو پایلي ومني ،خو متاسفانه داکترعبدالله دبایلونکي په ډول ماشومانه حرکات ترسره کوي کله یوڅه اوکله بل څه بهانه کوی .

دولسمشرۍ  دواړو کاندیدانو په شروع کله چه دوی ځانونه نوماند کړه نو دټاکنو دخپلواک کمیسیون ټول اصول اومقررات یی قبول او لاسلیک کړه ، اما اوس داکترعبدالله سرنه خلاصوی . دټاکنو کمیسیون دداکترعبدالله دري واړه غوښتني ومنلي اودهغه لپاره یی دلایل وړاندي کړه اواقدامات یی ترسره کړه  ،سربیره پردي بیاهم عبدالله لاري ته نه راځي او دواقعیتونو دمنلو څخه  انکار کوي ،داکترعبدالله په دي سرټمبګي سره خپل اعتبار دلاسه ورکوی او دځان دریشخند سبب ګرزي .

رښتیا خبره خو داده چه موږ په لوی لاس دټاکنو خپلواک کمیسیون کوم چه په ډیر جدیت او نه ستړی کیدونکو هلوځلو یی ټاکني ترسره کړي دکمزورۍ او ناهیلۍ لوري ته ټیل وهو ، او ددي کمیسیون خپلواکي ځني اخلو او هغه افتخار او اعتبار چه یی ترلاسه کړی دی ځني سلبوو .

داد موجوده حکومت دتیروکړنو یوه نمونه ده چه ټول ولس یی دشورای نظار اوشمال تلوالي دخوشحاله ساتلو لپاره قرباني کړی دی ،  په تیرو۱۳ کالو کي ډیر امتیازات او امکانات دشواری نظار او دپنجشیر په اصطلاح ولایت ته ورکړه سوي دي ، اوددي امتیازاتو حق دار نه دي اونه ددی وړتیا هم لری ، خو ددوی وټولو غوښتنو ته همیشه مثبت جواب ویل سوی دی ،  ترپنجشیر ډیري لويي ولسوالۍ لکه  امام صاحب ، نهرسراج ، سپین بولدک ،شین ډند اونوري ډیري ولسوالي سته چه نفوس او مځکه یی تر پنجشیر ډیره ده او دولایت وړتیا لری ،خو موجوده حکومت دجوړجاړي لپاره او دتلوالي دخوشحاله کولو لپاره دا ولسوالي په ولایت بدله کړه  اوافغان ولس هیڅ مقاومت هم ښکاره نکړ ، په تیرو ۱۳ کلنو کی لوړ اومهم وزارتونه ددغي ولسوالۍ  په واک کي ورکړه سوه ، کله چه داکترعبدالله وزیر خارجه ؤ اوددي وزارت وړتیا یی هم نه درلوده  اکثره سفارتونه وخپلو کسانو ته ورکړي وه . اوس نو دنظارشورا دبړستني پښي ډیري وایستلي او غواړي چه په ډیره بي حیایی او سپین سترګۍ سره  دولسمشرۍ چوکي هم خپله کړی .

افغان ولس ددي بچه ګانو لوبو څخه ډیرستړی سوی دی  نورنو داډول پیشوبازي دقبول وړ نه ده ، بس دی دافغان ولس په تیره بیا دپښتنو ډیر حقوق پایماله سوه او هغه هم ددي لپاره چه ملي حاکمیت او ملي وحدت وساتل سي .

نورنو دولس دصبر کاسه لبریزه سویده ، دیموکراسي او دبیان ازادي هم یوحد لري ، دشمال تلوالي خپل حدودمات کړي دي ، دوی ته اړینه ده چه مځکه اواسمان وپیژني اوخپلو ناوړو اعمالو او رنګینو خوبونو ته خاتمه ورکړی او دولس ارادي ته غاړه کښیږدی او دټاکنو پایلي ومني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *