تاند/ د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار پهقاسم علي خان جومات کې تیره شپه میاشت ولیدل شوه او اعلا یې وکړ چې سبایکشنبه ) د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده. خو د پاکستان د سپوږمۍ د لیدلو مرکزي اداره بیا وايي چې دوی میاشت نه ده لیدلې نو ځکه روژه به د دوشنبې په ورځ وي.
په قبایلي سیمو باجوړ او مومندو کې کې هم نن د روژې اوله ورځ ده.
په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې عموماً اختر او روژه له افغانستان سره په یووخت وي خو سږ کال ګومان کېده چې پښتانه به روژه له پنجاب سره په یووخت پیل کړي ځکه چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پر خیبر پښتونخوا واکمني کوي.
د نړۍ یو شمیر مشرانو د روژې د میاشتې د پیلیدو په مناسبت مسلمانانو ته مبارکي ویلي ده.د امریکا ولسمشر باراک اوباما او میرمن میشل اوباما د روژې د مبارکې میاشت د رارسیدو له امله په امریکا کې مسلمانې ټولنې او په نړۍ کې اسلامي هیوادونو ته مبارکي ویلې ده. د بریتانبیا صدراعظم دیوید کامرون هم بریتانیايي مسلمانانو او د نړۍ اسلامي هیوادونو ته د روژې د رارسېدو مبارکي ویلې ده.