دانسانپیدایښت چی له آدم علیه السلام څخه پیلیږی ورسره د علم اهمیت او فضیلت هم پیلیږی. کله چی الله جل جلا له فرښتو نه د انسان په پیدایښت کی رایه واخیسته نو فرښتو یی په ځواب کی اوویل چی ته داسی څوک پیدا کوی چی هغه به په ځمکه فساد، شر، جنګ جګړی او وینی تویوی. نو الله ورته اوفرمایل چی تاسی په هغه څه نه پوهیږۍ چی زه پری ښه پوه او عالم یم.
کله الله جل جلا له آدم علیه السلام د خټو څخه جوړ کړ نو فرښتو ته یی د سجدی امر وکړ، ټولو فرښتو سجده وکړه خو یواځی ابلیس علیه اللعنه د سجدی څخه انکار وکړ.
الله جل جلا له فرښتو نه د شیانو د نومونو اخیستلو غوښتنه وکړه خو هغوۍ بیزاری وښودله، نو الله جل جلا له آدم علیه السلام ته وفرمایل چی وښایه(ووایه)ددی شیانو نومونه. آدم علیه السلام د هغه ټولو شیانو نومونه واخیستل چی الله جل جلا له ورته علم ورکړی وو او ورښودلی یی وو.
ددی څخه مالومیږی چی علم خورا ډیر اهمیت لری او د فوقیت یو معیار هم دی. الله جل جلا له آدم علیه السلام ته په فرښتو لوړوالی، فوقیت او لویه مرتبه وښودله. او ددی څخه دا هم ثابته شوه چی لمړی شی چی الله انسان ته ورپه برخه کړ هغه علم وو.
د قران کریم لمړی آیت چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی وو هغه هم د علم څخه بحث کوی او د علم تلقین پکی شوی دی. که څه هم رسول الله صلی الل علیه وسلم امی وو خو بیا هم ورته د ٫٫اقراء٬٬ لفظ استعمال شوی وو چی مانا یی ده ٫٫ولوله٬٬.
د علم په باره کی قرآنی ایتونه او نبوی احادیث ډیر زیات دی چی دلته یی مشت نمونه خروار را اخلو.
په قرآن کریم کی د علم او د جهل توپیر په ډیرو ځایونو کی او په ډیر عجیبه انداز کی شوی دی. لکه چی د عالم او جاهل باره کی قران داسی وایی.
٫٫ اوویه آیا هغه کسان چی پوهیږی او هغه کسان چی نه پوهیږی سره برابر دی؟ بیشکه چی پوه خلک ددی څخه پند اخلی٬٬. سوره زمر ۹
د پاسنی ایت نه دا مالومیږی چی هر ګز ندی برابر هغه چا سره چی علم دی او هغه چا سره چی نشته یعنی جاهل دی.
په بل ځای کی الله جل جلا له د عالم ،روښنایی او جاهل او تیاری مقایسه د ړوند او بینا سره کوی. آیا ړوند او بینا سره برابر کیدای شی؟ نه! هر ګز نه! الله جل جلا له فرمایی. ٫٫ اووایه ورته! آیا برابر دی ړوند(جاهل) او بینا (عالم) یا تیاره او روښنایی٬٬. سوره فاطر ۱۹-۲۰
الله د علماوو یا د اهل علمو په نورو بی علمو فضیلت بیانوی او فرمایی.
٫٫پس که چیری تاسی په څه نه پوهیدئ نو بیا د اهل علمو څخه وپوښتۍ٬٬.
په علم باندی الله جل جلا له د انسان درجی لوړوی. لکه چی فرمایی. ٫٫ هغه کسان چی ایمان یی راوړی دی او پوه ورکړل شوی ، الله جل جلا له یی درجی لوړوی٬٬. سوره المجادله ۱۱
ددی څخه دا جوتیږی چی د ایمان راوړلو دار و مدار هم په علم او معرفت سره کیږی او بیا د ایمان څخه وروسته علم حاصلول په رښتیا سره هم درجی بلندوي او دغه فضیلت، عظمت او رفعت نو بیا هیڅ جاهل ، بی علمه او بی شعوره انسان ته ندی په نصیب.
نبوی احادیث هم د علم په باره کی ډیر ګویان دی چی دلته یی یو څو تری را اخلو.
د علم فرضیت په هکله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی.٫٫ علم په هر نارینه او ښځینه مسلمان باندی فرض کړ شویدی٬٬. بل ځای کی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی.٫٫ علم حاصل کړه د زانګو نه نیولی تر لحده٬٬.
په بل ځای کی د علم طلب پسی وتل رازده کوی او فرمایی.٫٫ علم حاصل کړه خوا که په چین کی هم وی٬٬.
علم نور دی . علم هغه دولت دی چی نه یی در څخه څوک غلا کولی شی او نه یی درڅخه اخیستلی شی. علم یوه خزانه ده چی نه ضایع کیدونکی ده او نه فنا کیدونکی.
علم او جهل دوه متضاد لغات دی چی علم رڼا ده چی ورک انسان ته خپل منزل مقصود ښایی او راولی یی ورته او د بله پلوه جهل هغه تیاره ده چی انسان پکی خپله لاره ورکه کړی.
اسلام انسانیت ته علم او پوه ورپه برخه کړه ، شعور یی ورکړ او د ترقۍ په لور یی روان کړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینی هجرت څخه وروسته لمړی کار ددینی مرکز جوړول پیل کړ کوم ځای که به چی صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین دینی او اخلاقی تربیت زده کولو. دا د اسلام پیغام دی نړۍ ته چی اسلام خلکو ته سهی لاره،علم ، مینه، محبت او اخوت یا ورورولی ښایی.
دنړۍ په ټولو ادیانو کی یواځینی دین اسلام دی چی چاته دا فخر او شرف حاصل دی چی خپل منونکو(پیروانو) باندی یی علم فرض ګرځولی دی.